کور / تازه خبرونه / مرستيال والي: په کندهار کي وروستۍ د انسان تښتوني پيښي د اندېښنې وړ دي

مرستيال والي: په کندهار کي وروستۍ د انسان تښتوني پيښي د اندېښنې وړ دي

Abdul ali shamsiد ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي نن سهار پخپل کاري دفتر کي د يوناما له استازو سره په کندهار کي د وروستيو انسان تښتوني د پيښو په اړه خبري وکړې.

په کندهار کي د يوناما د بشري څانګي د ملکي تلفاتو د ساتني مسئولي ايما واکر او د يوناما د بشر حقوقو مسئولي کترين ټيروک له مرستيال والي سره وکتل. مېرمن کترين ټيروک په کندهار کي د تېرو شپږو مياشتو د ملکي تلفاتو هغه راپور چي يوناما چمتو کړی وو، له مرستيال والي سره شريک کړ او ويې ويل چي ۶۰ سلنه ملکي تلفات د ترهګرو د بريدونو له امله رامنځته سوي دي او پاته تلفات په بېلابيلو پيښو کي رامنځته سوي دي. 

هغې زیاته کړه هڅه کوي چي د ملکي تلفاتو کچه راټيټه کړي او هغو کسانو ته چي تلفات ورته رسېدلي دي، مرسته ورسوي. مېرمن ټيروک وويل چي تېره ورځ يې په يوناما کي په دې اړه غونډه درلوده چي څنګه کولای سي د هلمند بېځايه سوو او زيانمنو کسانو ته خپلي مرستي ورسوي. هغې ژمنه وکړه چي د هلمند له زيانمنو سوو سره به ډېر ژر مرسته وکړي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له يوناما څخه مننه وکړه چي د ملکي تلفاتو د کچي په راټيټولو کي مرسته کوي او هيله يې وښوده چي د هلمند له بېځايه سوو او زيانمنو سره عاجله مرسته وسي. يوه بله ستونزه دا ده چي د يوناما او نورو مرستندويه ادارو له خوا زيانمنو سوو کورنيو ته په ډېر ځنډ مرسته رسول کيږي. مرستندويه ادارې بايد د مرستو رسولو په برخه کي داسي يو مېکانيزم جوړ کړي چي خپلي مرستي تر اړمنو پوري په لنډ وخت کي ورسوي. هغه زياته کړه چي ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د ملکي تلفاتو د کچي راټيټولو ته ډېر جدي دی او په دې برخه کي زياتي هلي ځلي کوي، څو د عامو خلکو د مرګ ژوبلي مخه ونيول سي. نوموړی وايي چي د حکومت له اساسي مسئوليتونو څخه د ملکيانو د ژوند ژغورل دي او ولايتي اداره دې ته ژمنه ده چي نه يوازي د ترهګرو مخه ونيسي، بلکي د ټولو هغو پېښو چي عامو خلکو ته يې زيان اوړي، مخنيوی وکړي.

د ولايت مقام مرستيال داراز وويل چي ترهګر تل د عامو خلکو له موټرانو، دوکانونو او کورونو څخه استفاده کوي او عام خلک د ځان د خونديتوب لپاره کاروي، دا وجه ده چي خلکو ته زيان اوړي.

ښاغلي شمسي اندېښنه څرګنده کړه چي په کندهار ښار کي په دې وروستيو کي د نامعلومو کسانو له خوا خلک تښتول کيږي او دا يوه لويه ننګونه ده. زموږ مسئوليت دا دی چي د جګړې تر څنګ د دا ډول پيښو مخه ونيسو او په دې برخه کي به جدي اقدامات وکړو. نوموړي د دې ستونزي په هوارولو کي له يوناما څخه هم د مرستي غوښتنه وکړه.