کور / هراړخیز / موږ له پوهنتون او که پوهنتون له موږ څخه فارغ سو؟

موږ له پوهنتون او که پوهنتون له موږ څخه فارغ سو؟

نن له پوهنتون څخه زموږ د فراغت ورځ ده. ښکاره خبره ده چې هر مهم کار په خير  پای ته ورسېږي خوشحالي لري او زه هم نن ډېر خوشاله يم، خو له دې خوشالۍ سره درانه مسئوليتونه او اندېښنې هم ملګري دي.
لومړۍ پوښتنه دا ده چي ايا موږ له پوهنتون څخه فارغ سولو، ياني هغه څه چي بايد زده کړي مو وای، په رښتيا مو زده کړل او که پوهنتون راڅخه فارغ سو، ياني څه زده کړي يا نه زده کړي، خو سند مو تر ګوتو کړ. Abdul nafie himmat عبدالنافع همت
دوهم دا چي ايا زموږ لپاره کار سته؟ که داسي يې وګڼو چي کار راته پيدا سو او په يوه ښوونځي کي د پښتو ژبې د استاد په توګه مقرر سولو  ايا پښتو مضمون سم تدريسولای سو؟ ايا لږ تر لږه دپښتو ياګاني مو زده کړې او که به د ښوونځي د هغه معلم په ډول يو لکه موږ چي يې تربيه او په پټو سترګو يې تر پوهنتون پوري را ورسولو؟
که يو چا راته وويل چي ځوانه تا خو پښتو ادبيات لوستي دا يو بلنليک يا شخصي ليک راته وليکه ايا ليکلای يې سو؟  که په کومه ورځپاڼه، مجله، راډيو، ټلويزيون، فرهنګي دفتر او علمي مرکز کي مسلکي کار راته پيدا سي ايا املا به مو زده وي؟ که زوی راته وويل چي بابا د پښتو ياګاني څو او کومي کومي دي ايا مرسته ورسره کولای سو؟ 
ښوونه او روزنه خو همدا درې عمده هدفونه لري: د ځان، کورنۍ او ټولني مثبت تغير او پرمختګ. نن چي ما وليدل زموږ ټولګيوال يوازي دې ته خوشاله دي چي د لیسانس سند يې تر لاسه کړ، خو دې شرمندګۍ ته يې پام نه دی چي که يوه ورځ مسلکي کار ورته پيدا بيا به څه کوي؟ زما تجربه او مشاهده دا ده چي په افغاني ټولنه کي په واقعي توګه هيڅ يو مسلکي او کارپوه شخص نه دی بېکاره. پوه ليکوال، پوه خبريال، پوه ډاکټر، پوه موټروان، پوه نجار، پوه خياط او نور. داسي تکړه ليکوال او ژورناليستان هم پېژنم چي څلور پنځه ځايه کار کوي. کله چي د مسلکي کدرونو د بېکارۍ خبره کوو، نو بايد د ټيټ کيفيت خبره هم له ياده و نه باسو او د ټيټ کيفيت مسئوليت يوازي په حکومت نه، بلکي خپله په محصل پوري هم اړه لري. 
پوهنتون يو چوکاټ او يوه زمينه وه. هغه چا چي له زده کړي سره مينه درلوده او د ځان او پښتو ژبي  د پرمختګ کلک هوډ يې کړی و هغوی د پښتو ادب سرلاري بلل کېږي لکه علامه حبيبي، علامه رشاد، استاد الفت، استاد بېنوا، استاد خادم، استاد رښتين او داسي نور. دې استادانو خصوصي زده کړي درلودې، خو دا چي ډېر زيار يې ايستلی او روښانه او علمي هدف يې درلود، نو د خپل زيار په نتيجه کي مستقيما پوهنتون ته راغلل او له بده مرغه چي نن هم موږ  په پوهنتونونو کي د دې استادانو په کچه څوک نه لرو. 
هغه چا چي ځانګړی علمي هدف نه درلود او يوازي د سند لپاره پوهنتون ته راغلي وه، لکه تش کچکول چي راغلي وه له يوه سند پرته بيرته هماغسي تش کچکول ولاړل. کله چي محصلين خاص علمي هدف نه لري، نو د منځنيو پېړيو تعليمي سيسټم، زاړه نصاب، زړو چپټرونو، زړو درسي ميتودونو او غير علمي چاپېريال پر وړاندي يې د اعتراض اواز هم پورته نه کړ. 
کله چي محصل هر څه په سترګو ليدل او خپله ورځ يې تېروله، نو هغه هيواد چي نظام يې په نړۍ کي دوهمه درجه فاسد بلل کېږي، تعليمي او تحصيلي موسسات به يې څنګه له دې فساد څخه خوندي وي؟ 
زما په اند بايد ټوله پړه پر حکومت ور وا نه چوو او لږ په خپل ګرېوان کي هم وګورو. د اردوغان، داعش، القاعده، لوبيا، په روژه کي د نجونو او نورو موضوعاتو په اړه مظاهرې کولای سو، خو په پوهنتون کي د ښکاره فساد او اصلاحاتو په اړه  پټه خوله يو او آن دا چي په دې فساد کي ورسره شريک يو.
که يو پانګه وال او صنعتکار په دې ګرم بولو چي ولي يې بې کيفيته مواد توليد کړي، نو بايد ځان هم ګرم وبولو چي د دې بې کيفيته موادو پر ضد موږ هم اواز نه دی پورته کړی.  
يوه  محصل درس نه دی ويلی، استاد ته يې يو کيلو غوښه رانيولې او هغه هم پوره نومرې ورکړې او په نتيجه کي يې ټولني ته يو بې کيفيته متخصص وړاندي کړی دی، استاد يو کيلو غوښو ته اړتيا درلوده او محصل سند ته، دواړه خپلو هدفونو ته ورسېدل، خو يو پوره نسل د دې ناروا معاملې قرباني سو. که د ناروا معاملو بهير همداسي دوام وکړي، نو نور نسلونه به هم قرباني سي.  پاکستانی او هندی لسم پاس به په افغانستان او خليجي هيوادونو کي لوړ معاشونه اخلي، خو افغان ليسانس او ماسټر ځوانان به د فزيکي کارونو لپاره اروپا ته ځي او په لاره کي به تلف کېږي.