کور / تازه خبرونه / زابل د (۱۳۹۵) کال ګرمسیر پوهنتونو څخه شاوخوا (۶۳) تنه فارغین ورکړل

زابل د (۱۳۹۵) کال ګرمسیر پوهنتونو څخه شاوخوا (۶۳) تنه فارغین ورکړل

د هیواد له بیلابیلو پوهنتونو او همدارنګه د ترکیې، هندوستان، قزاکستان او مالیزیا هیواد څخه یې شاوخوا (۶۳) تنه فارغین ورکړل.
زابل که له تاریخه د ادب کور و خو په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنانو د جنګ میدان ګرځولی او هڅه یې داوه چې دا غیور ولس بې علمه پاته کړي، خو ددې سیمې د ځوانانو په پوره شهامت سره نن دې هدف ته ورسیدلو، چې شاوخوا (۶۳) تنه فارغین ورکوو.Zabul

یاد مراسم نن د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې نیول شوي وه او د نازو خیریه بنسټ ویاړ لري، چې د یادو مراسمو مالي ملاتړ او څه ناچیزه تحفي  يې په نظر کې ورته نیولې وې. 

    ددې ترڅنګ د یاد بنسټ مشرې اغلې زهرا توخي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې ټولو ته به د کار زمینه مساعدوي او له مرکزي ورسره ولایتي چارواکو سره به په دې اړوند ږغیږي.