کور / سياسي / د بلوڅ ملتپال او مبارز مشر ارواښاد نواب اکبر بګټي د شهادت لسم تلین

د بلوڅ ملتپال او مبارز مشر ارواښاد نواب اکبر بګټي د شهادت لسم تلین

 Baloch in afghanistan imageد بلوڅ ملتپال او مبارز مشر اروا ښاد نواب اکبر بګټي د شهادت لسمه کلېزه نن چهارشنبه د ۱۳۹۵ لمریز کال د وږي د میاشتې په دریمه نېټه په کابل کې د بلوڅو د سراسري شورا له خوا ولمانځل شو. 
په یاده لمانځغونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سلاکار او د بلوڅو د سراسري شورا مرستیال ښاغلي عبدالستار پردلي، د علومو اکاډمۍ علمي سلاکار اکاډمیسین ښاغلي سلیمان لایق، علمي او فرهنګي شخصیت سرمحقق زلمي هېواد مل، یوشمېر بلوڅ مشرانو، ځوانانو او خوېندو برخه اخیستې وه. 
غونډې ته ښاغلي عبدالستار پردلي د شهید بګټي د ژوند، زده کړې، دندو، مبارزو او کارنامو په اړه هر اړخېز معلومات وړاندې کړل وی ویل: شهید بګټي په بلوچستان مین شخصیت و او د بلوڅو د خپلواکۍ لپاره یې خپل ځان قربان کړ. 
ښاغلي پردلي دغه راز د پنجاب له خوا د بلوڅو تښتولو، وژلو، تري تم کېدلو، د دوې پرسیمو د ځمکنیو او هوایې بریدونو له امله زیانونو ته د اشارې تر څنګ وویل: له دې ټولو سره سره به د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د بلوڅو مبارزه روانه وي او خپلو هڅو او سرښندنو ته به دوام ورکوي.
 نوموړي په خپلو خبرو کې له تاریخي پلوه د پښتنو او بلوڅو تر منځ ورور ګلویزې اړیکي تلپاتې وبللې زیاته یې کړه، چې ځینې بهرني هېوادونه غواړي د دوې ترمنځ ستونزې راولاړې کړي او ورورګلویزو اړیکو ته یې زیان ورسوي، خو دا هیله به یې پوره نه شي. ښاغلي پردلي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې زموږ غږ واوري او پنجاب دې ته اړه کړي ، چې د بلوڅو په وړاندې له تاوتریخوالي او زور زیاتي څخه لاس واخلي او د هر ډول ظلم او تیري مخنیوی یې وکړي. 
ورپسې ښاغلي سلیمان لایق په خپلو خبرو کې روانه جګړه پردۍ وبلله، خو هیله مندي یې څرګنده کړه، چې د بلوڅو وېښتیا ته په کتو به دغه مېړنې قوم، چې په خپله شتمنه سیمه کې بیا هم بې برخې، لا لهانده او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، خپلو هیلو ته ورسي او له هوسا ژوند څخه به برخمن شي. 
ده دغه راز په خپلو خبرو کې د شهید نواب اکبربګټي د شهادت له امله دده له کورنۍ او نورو مبارزو بلوڅو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. 
ورپسې مهربیار منګل د بلوچ رپیپلکن ګوند د مشر ښاغلي میر براهمداغ بکټي پیغام ولوست، چې د پلوڅو پر روانې مبارزې او د پښتنو او بلوڅو پر یووالي پرې ټینګار شوی وو.
وروسته محمد نواب مهمند، ګل بلوچ او شاهدالله صافي هم په خپلو خبرو کې له ستونزو څخه د ژغورېدو یوازنۍ لار ملي یووالي په ګوته کړ او د بلوڅو له ریښتینې مبارزې څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
 د یادونې وړده، چې د بلوڅو نومیالی مشر، له نن څخه لس کاله وړاندې د بلوچستان د کولو په سیمه کې د هوايي بمبارۍ له امله شهید کړاې شو. 
یاده غونډه په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت په دعا سره پای ته ورسېدل.