کور / نثر / هنري تياتر او کندهار

هنري تياتر او کندهار

مطيع الله روهيال
د کندهار په تاريخي او کلتوري سيمه کي د تياتر د هنر د عروج او نزول مسئله يوه ترخه تراژيدي ده چي يادونه ئې هم خوله سوځي هم زړه سوځي.Matiullah Rohyal مطيع الله روهيال
د لومړي ځل له پاره د تياتر هنر د کندهار د احمدشاه بابا او ميرويس په لېسو کي شاګردانو پيل کړ. د معارف شاګردانو په لېسو کي د خپلو ښوونکو په مرسته سټېجونه جوړ کړل او د هفتې په ټاکلو ورځو کي به ئې صحنې راايستلې.
دوى زياتره کميډۍ تمثيلولې او په پخپل کار کي نسبتاً بريالي سوي هم وه، خو په شلمو کلونو (د ١٣٢٠) په پاى کي د فضل محمد خان اڅکزي په نامه يو سړي په خپل شخصي مصرف يوه وړه صحنه تاسيس کړه چي په هغه کي به د لېسو هنرمندو شاګردانو کار کاوه.
په دغو وختونو کي محترم او حق دار هنرمند جان محمد پکتا په ترکيه کي تر خپلو تحصيلاتو وروسته کندهار ته راورسېد او د دغي صحنې په هنري تنظيم کي ئې برخه واخيستله.
پلار واقعاً هنرمند سړى وو، په اروپا کي ئې د تياتر هنر مطالعه کړى وو، او د يوې هنري مبارزې په ډول ئې دا کار مخ ته بوت.
فضل محمد فضلي او عبدالرزاق پښتون ئې له لومړنيو شاګردانو څخه وه. وروستي شاګردان ئې صالحي او داود مسلم وه چي نومونه ئې ډېر معلوم او د دوى هنري استعداد تر نن پوري هم ژوندى پاته دئ.
دغو ځوانانو د جان محمد پکتا (چي وروسته د پلار لقب ورکول سو) تر لارښوونه لاندي د کندهار تياتر راپورته کړ او پر پښو يې ودراوه. په دغه تياتر کي جان محمد پکتا پخپله هم هنري ليکني کولې او هم يې په ملګرو تمثيلولې، څو د کابل د هغه وخت د لويو روشانفکرانو پاملرنه ئې جلب کړه او د لومړي ځل له پاره عبدالرؤف بېنوا خپل د (زوړ ګناهکار) ډرامه ورته ليکله.
دا ډرامې د کندهار د فيوډال ارستوکرات چاپېريال يوه رښتينې څېره معرفي کوله. دا ډرامه د هغي صحنې د هنرمندانو له خوا په خپل قوت تمثيل سوه او دومره هرکلى ئې وسو چي په هفتو هفتو وچلېدله او خلکو د هغې سره مينه وښووله، خو په عين زمان کي ئې د چاپېريال ارستوکراتي کړۍ تکاني کړې او د نفوذ خاوندانو اراده وکړه چي دا مخ په وړاندي روانه مؤسسه له منځه يوسي.
دوى د وخت د حکمرانانو په مرسته بريالي سول او د هغي صحنې دروازه ئې وتړله. په دې وخت کي د مطبوعاتو له خوا د مرستي لاس وغزول سو او په مطبوعاتو کي يوه صحنه جوړه سوه، خو هغه هم په خواشيني سرنوشت اخته سوه.
نور نو دا هنر په غيرمنظمه توګه کله به راښکاره سو او کله به د خړو وريځو شا ته سو. حتى داسي حالات هم منځته راغلل چي د څلوېښتمو (١٣٤٠) کلونو په منځ کي يو کال په کندهار کي وچکالي پېښه سوه، دولت او ارستوکراتانو د دغي وچکالۍ علت همدغه د تياتر موسسه وګڼله، دوى د تياتر هنرمندان تهديد کړل او د دغه هنر دروازه ئې وتړله خو متاسفانه وچکالۍ هماغسي دوام وکړ.
(ابراهيم عطايي: په کندهار کي د تياتر د هنر لومړنۍ هڅي)