کور / کره کتنه / د هاليووډ فلسفه

د هاليووډ فلسفه


دهاليووډ فلسفه 
وينا وال: مشهوره امريکايي دعوتګر : يوسف سټيټ
ژباړه :محمد رحيم شهزاد
 

 ! هاليووډ
هاليووډ يو ډېر په زړه پوري نوم دئ چي د ډير وخت راهيسې په کفري ټولنه کي وجود لري ، هاليووډ د دوه کلمو څخه جوړ سوى دئ هالي (مقدس) او ووډ ( امسا) يا  لکړه دا يو مخصوص  لرګى وو چي جادوګرو به امسا يا لکړه ځني جوړوله او د دوى د عقيدې له مخي چي دا امسا کولاي سي چي خلګ مسحور او تر کنټرول لاندي راولې. 
دا خو دهمدې لکړې دنده وه خو اوسني هاليووډ

!…….اوسني هاليووډ
اوسني هاليووډ دهمدې فلسفې څخه سرچينه اخلي ، دا هاليووډ دخوبونو او خيالاتو يو دنيا ده چي په هماغه شکل خلګ مسحور او تر تاثر لاندي راولي په امريکا کي ورته دخيالونو ماشين وايي
هاليووډ خلګو ته خيالونه راوړي او خلګ غيري عادي حالت ته بيايي،جالبه داده چي کله خلګ په سينما کي فلم ګوري هلته يو تياره فضا وي شروع په داسي يو حالت کيږي چي شک وي او  باور نه په کيږي  بيا خلګ داسي حالت ته ځي چي باور پيداکوي. 
په فلمونو کي غم ناکه حوادث او سخت حالتونه ليدونکو ته دا احساس ورکوي چي دوى په امن کي دي او دوى سره خوشحالي پيداکيږي ، دا يو خيالي خوشحالي ده چي حقيقت نه لري ، د فلمي اداکارانو ژړاوي او هيجاني صحنې ليدونکو ته اجازه ورکوي چي تاسو هم داسې تخيلات ولرئ او داجالبي صحنې د ليدونکو د کنټرول تر ټولو مهم ميکانيزم دي. 
دهاليووډ په فلمونو کي د سترګي نښه د دوى ګاډ معنى لري او دوى ډېر احترام ورته لري او د راتګ انتظار يې کوي دا هماغه څوک دي چي زموږ په  دين کي ورته دجال وايي او په احاديثو کي يې چي کومي نښي بيان سوي دي يو دا چي يو ه سترګه به  لري او عيسي عليه سلام به يي د منځه وړي . 

!…..ارسطو په دي اړه وايي
دتراژديو لپاره يو د مهمو فکتورونو څخه دادي چي پرخپل نفس سختي او هيجاني  تجربي وسي، همدا دليل دئ چي اکثره فلمونه ،خبرونه او دغم ناکو حوادثو خپرول دغربي تمدن لپاره ضروري دي. اکثره خلګ دا فلمونه او خبرونه ګورې، زه فکر کوم چي دا ډير خطر ناک دي ځکه دهاليووډ په فلمونو کي ډيري پيچلي او ماهرانه طريقې په کار اچول کيږي. دلته دهاليووډ دسندري يو څو بيتونه ليکو
 !ټوله خلګ هاليووډ ته راځي
هغه بوى چي په هاليووډ کي د دوى پزو ته ځي  خوښوي يې 
څرنګه کولاى سي چي تاته زيان ورسوي په داسي حال کي چي ستا داسې بوي خوښيږي
 ته ايشاره ده (marilyn monroe) هغه ښځه چي قرمزۍ کالې يي اغوستې دي 
 !دلته دي خپل نور وځلوه
!ته پوهيږي چي دهاليووډ تر چتر لاندي څه دي
په نوم يوه سلسله وګورئ (arrivals)د لازياتو معلوماتو لپاره په يو ټيوب کي د