کور / تازه خبرونه / امان الله نصرت د افغاني ښوونځيو د مدیرانو د شورا رئيس وټاکل شو

امان الله نصرت د افغاني ښوونځيو د مدیرانو د شورا رئيس وټاکل شو

په پاکستان کې د افغاني ښوونځیو د مدیرانو شورا ۳/۱۰/۱۳۹۵نېټې د عمومي غونډې د پرېکړې پر اساس امان الله نصرت د رایو په بشپړ اتفاق د نوموړي شورا د نوي رئيس په توګه وټاکل شود مدیرانو شورا به د امان الله نصرت تر مشرۍ او لارښوونې لاندې هڅه وکړي چې د افغاني ښوونځیو د زده کوونکو ټولې هغه ستونزې چې زمونږ ګلالي مهاجر زده کوونکي ورسره مخ دی هوارې او د حل لازمې او ممکنې لارې چارې ورته ولټوي او د یوه معیاري، پياوړی او منظم ښوونيز او روزنيز بهير په رامنځ ته کولو کې به نه ستړي کیدونکې هلې ځلې جاري وساتي۰د مدیرانو شورا به هڅه وکړي چې په پاکستان کې د وروستي مهاجر ماشوم تر موجودیت پورې د هغوی پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانستی وساتي او د معارف نوراني کاروان به ټکني کیدو او پر ټپه ودریدو ته پرینږدي۰ د مدیرنو شورا له ټولو هغو اړونده دولتي او غیر دولتي ادارو اود نړیوالي ټولنې له څانګو په کلکه غوښتنه کوي چې د مهاجرو زده کوونکو د ستونزو په هوارولو او هغوی ته د یوه ښه او معیاری تعلیمي بهیر په برابرولو کې د مدیرانو له شورا سره هر اړخيزه مرسته او همکاري وکړي او خپل هیڅ ډول کومک ورڅخه دريغ نه کړي ۰