کور / تازه خبرونه / د سواد نړیوال سازمان افغان ځوان مطیع الله ویسا د نړۍ د دیرشو ځوانو رهبرانو کې راوست

د سواد نړیوال سازمان افغان ځوان مطیع الله ویسا د نړۍ د دیرشو ځوانو رهبرانو کې راوست

د سواد نړیوال سازمان چې د نړۍ په څه کم اتیا هیوادونو کې کار کوي او هلته خپل فعالیت کوي او هم د نړۍ له اویا هیوادونو څخه خپل غړي لري سږ کال یو افغان ځوان هم د نړۍ په دیرشو ځوانو رهبرانو کې راوست.Matiullah wesa مطيع الله ويسا

یاد سازمان هغه ځوانان د رهبرانو په لیست کې راولي د چا چې سن تر دیرش کاله کم وي او د زده کړو لپاره په فعاله توګه خپله مبارزه پر مخ یوسي مطیع الله ویسا هم یو هغه ځوان دی چا چې د زده کړو لپاره سمه مبارزه کړي ده تر ډیره د محرومو سیمو ماشومانو ته د کتاب،قلم،کتابچه،بکسه او نور مواد رسولي دي او بندو ښوونځیو ږغ یې په لومړي ځل پورته کړی دی دا چې تر اوسه په هیواد کې په سلګونو ښوونځي د ماشومانو پر مخ بند دي دده هڅي وې چې یو شمیر ښوونځي یې د ماشومانو پر مخ بیرته پرانستل.