کور / سياسي / د واک تږو په اساسي قانون کې تعدیل ته مټې رانغاړلې دي

د واک تږو په اساسي قانون کې تعدیل ته مټې رانغاړلې دي


لیکنه: فضل ربي شینواری

کلونه کېږي، چې په افغانستان کې یو ځانګړی ګوند د واک په نه مړېدونکي کتلې اوښتی دی.
کله چې په هېواد کې د طالبانو د حکومت ټغر ټول او نظام یې ړنګ شو او بیا لنډ مهاله اداره رامنځته شوه، نوله هر بل مهاله ډېر همدغه ګوند او ټبر، دا هڅې پیل کړې چې په یوه ډول نه په یوه ډول په افغانستان کې د جهاد په نوم داسې واک منګولې خښې کړي ترڅو هر څه یې چې زړه وغواړي همغه کار ترسره کړي.
هغه که د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې هم وي، ځکه دوی ته ملي ګټې او ارزښتونه مهم نه دي، مهم ورته شخصي ګټې او دولتي څوکۍ دي؛ خو په تېرو ۱۴ کلونو کې دوی ته دا شونتیا په لاس ورنغله، چې په داسې یوه کار لاس پورې کړي.
کرزي هم په خپله واکمنۍ کې ملي ګټې او ارزښتونه وننګول.
هغه کولای شول چې ددې کسانو ټغر له هر ځایه ورټول کړي؛ خو دی چې د همدو ملي ګټو ته د نه ژمنو کسانوپه شان د واک تږی وو او د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره، څه چې هغوی وغوښتل کرزي ومنل.
داچې دوه کاله کې په هېواد کې د نه ملي یووالي په نوم یوه حکومت په خپل کار پیل کړی دی او په دې حکومت کې دوه ککرۍ په واک کې شرېکې شوې دي، دوی چې د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال تل د هېواد له ملي ګټو د ننګې او ساتلو ټټر واهه اوس یې  د همدې ملي ارزښتونو او ګټو ننګولو او له منځه تللو ته مټې بډ وهلي دي.
د حکومت د چارو په لومړیو ورځو کې دواړه مشرانو د سیاسي هوکړې په نوم یو ننګونی هوکړه لاسلیک کړ، چې ددې هوکړې اصلي او بنسټیز اصلونه، په ټاکنیز نظام کې سمون د سیاسي نظام د بدلون لپاره د لویې دودیزې جرګې رابلل او د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو وېش وو.
که څه هم په همدې دوو کلونو کې اجرايي مشر عبدالله عبدالله ددې اصلونو د عملي کېدو لپاره، د مدني بنسټونو، رسنیو، بهرنیو څاروونکو ډلو او یو شمېر نورو کسانو د لارې په وار وار د سیاسي نظام د بدلون لپاره د لویې جرګې د رابللو، په ټاکنیز نظام کې د سمون او د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش په سر چغې ووهلې؛ خو چایې خبرو ته پاملرنه ونکړه.
په اساسي قانون کې تعدیل به سیاسي نظام ته بدلون ورکړي او له ریاستي څخه به صدارتي ته ولاړ شي، هغه څه چې هلته اجرايي مشر عبدالله عبدالله په پشپړ ډول ګټه کوي او واک به ټول دده په لاس کې شي ولسمشر به یواځې یو سمبول وي.
په ټاکنیز نظام کې سمون په دې مانا چې ټاکنیزو کمېسیونونو ته نوي کمېشنران غوره کېږي او دغه کمېشنران به ټول  د عبدالله لخوا ټاکل کېږي، هغه څه چې دعبدالله راتلونکې نوره هم بنسټیزه کوي.
که چېرې په اساسي قانون کې تعدیل راغی، نو دغه چاره به په هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ نسبي یووالی هم له منځه یوسي.
خو هغو چې دې کارونو ته مټې بډوهلي دي، په دې پوه شي چې د افغان ولس سیاسي شعور لوړ شوی دی په دا ډول شخصي جرګو نشي کولای، خپلې شخصي ګټې په خلکو تحمیل کړي.