کور / شعر / ګبين که زقوم ـ منظوم نکل

ګبين که زقوم ـ منظوم نکل

ahmadwaliachakzai

له يو شاهده اورېدلې مي کيسه ده
رشتيا ترخه ده د تاريخ يوه حصه ده
د چمن ښار ته چي راغلي مهاجر ول
له شمالي ولايتونو خاک په سر ول
د دوی په سيمه کي راغلي پر قدرت ول
توپکيان داسي چي ظالم وړ د نفرت ول
دا توپکيانو را شړلي ټول دا خلک ول
دوی شړل سوي مهاجر ټول وطن ترک ول
د چا ؤ ورور د چا ؤ زوی ور وژل سوی
د چا ؤ کور د چا ناموس ور لوټل سوی
لنډه يې دا چي دوی زهير ول مظلومان ول
هر څه بايللي دوی عاجز ول خوارکيان ول
له عاجزانو خوارکيانو شمله ور يو
سو راولاړ او مړ يې کړ بل برېتور يو
نه تمېدی يې هيڅ د اوښکو اوږد قطار
سپينږري پلار چي زوی خپل ښخ کړ په سهار
د ده په کور کي صرف همدغه نر بچی ؤ
د زياتو خوېندو صرف يو ورور دا خوارکی ؤ
مقتول عاجز پلار يې عاجز دوی بې ازار ول
دوی ډېر کمزوره مهاجر ول خوار و زار ول
همدا ؤ راغله شملور ورته جرګه سول
پلار د مقتول لره ګويان سول مرکه سول
ويل ستا زوی درته در پېښه دُښمني کړه
اوس لا وختي دی ته يې ختمه دا بدي کړه
واړي درې لوڼې دي ته ورکړه و دښمن ته
دې خاندان ته د ښاغلو عزتمن ته
د مقتول زوی مړی يې تود ؤ لا هېر نه ؤ
خو اور د ظلم لا باقي ؤ او تېر نه ؤ
سوله او روغه خو رشتيا يو لوی نعمت دی
له جنګه وران دی که جهان که عاقبت دی
خو چي ظالم ته عفوه وسي او هم سپين سي
د مراعاتو دی څښتن ګدي نشين سي
په کومه سوله چي مظلوم لا نور مظلوم سي
بېرته به جنګ سي دا ګبين به نور زقوم سي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۲۹مه نېټه، بون
___________________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه