کور / خبرتیا او پيغامونه / د سيد اصغر هاشمي نوی کتاب «رنګونه مشالونه» چاپ شو

د سيد اصغر هاشمي نوی کتاب «رنګونه مشالونه» چاپ شو

 

بصيرالحق عادلرنګونه مشالونه

د «رنګونه مشالونه» په نوم د ښاغلي سيد اصغر هاشمي نوی کتاب چې د ګډو مقالو ټولګه ده تازه چاپ شوې ده.

ښاغلی هاشمي وايي، په دې کتاب کې يې ادبي، ټولنيزې او د ادب تاريخ اړوند بېلابېلې مقالې ځای پر ځای کړي دي.

رنګونه مشالونه د مهين خپروندويي ټولنې له لوري په ۱۰۰۰ ټوکه کې په ښکلي صحافت تازه چاپ شوی دی.

د ښاغلي پوهنيار سيد اصغر هاشمي تر دې مخکې هم لسګونه کتابونه چې يو شمېر يې څېړنې او ژباړې دي چاپ شوي دي.

هاشمي چې دا مهال کنړ پوهنتون کې د استادۍ دنده مخته وړي وايي، غواړي د ليکوالۍ له لارې ادبي او ټولنيز موضوعات وڅېړي او محصلينو ته يې وړاندې کړي.