کور / خبرتیا او پيغامونه / دسولې دهوکړه ليک په اړوند په بريتانياکې دافغانانومتحدکلتوري مرکز پيغام!

دسولې دهوکړه ليک په اړوند په بريتانياکې دافغانانومتحدکلتوري مرکز پيغام!

دافغانستان داسلامي دولت اودافغانستان داسلامي حزب تر منځ دسولې دهوکړه ليک په اړوند په بريتانياکې دافغانانومتحدکلتوري مرکز
پيغام!سوله

زموږګران هيواددڅه کموڅلورولسيزوراپه دې خوادنړيوالو، دسيمې اوګاونډيوهيوادودګټواولاسوهنوپه لړکې دپرديودګټودنيابتي جګړې په اورکې سوځېږي.
په دغه وحشي جګړه کې کې دافغانستان په خاوره اودافغان انسان دوينوپه تويدوهيڅ يوې خواهم رحم اوترحم ونه کړاولا هم زموږدځينوبهرنيواو کورنيوخوواواوډلودافغانانوپه وژنه اوزورونه زړونه يخ نه دی.
دغه وحشي جنګ دهرافغان انسان، کورنۍ، قوم اوسيمې څخه په وار وارقربانۍ اخيستلې. نه داچې ددغه وحشي جنګ لمبې سړې نه شولې برعکس ورځ تربلې لاهم پسې توديږي اودجنګ بڼه لاهم وحشي کيږي.

اوس چې په دغه حساسواوپيچلوشرايطوکې دافغانستان دسولې دعالي شوراپه وساطت دافغانستان داسلامي دولت اواسلامي حزب له لوري دسولې مذاکرات په برياليتوب سره دټاکلي هدف اوبرياليتوب ترپولې ورسولې خپل کلک ملاتړاعلانوو.

موږدواړولوريوته ددغه مطانت اوخودګذرۍ له امله مبارکي وايواودواړه خوواودغه اعطناف اوخودګذري ددوۍ قرباني نه بلکې ددواړولوريواتلولي اوقهرماني بولو.

موږافغانان په دواړولوريوغږکووچې له دې وروسته دافغانستان دملي بنسټونوپه پياوړي کولو، دتيرې يوې نيمې لسيزې دمثبتولاس ته راوړنوپه ساتنه، په افغانستان کې دملي پرمختياېي پروژودپلي کولو، دخپلسرواوقانون څخه دسرکشه ډلواواشخاصوپه مهارکولو اوپه ګران هيوادکې دتل پاتې سولې اوثبات په راوستلوکې په ريښتونې ډول يوبل ته لاس ورکړي اوملاتړئې وکړي.

همدارنګه موږپه طالبانواوددولت په نوروجنګي ډلوغږکوو چې نورپه لومړي قدم کې خپل ځان اوخپلې کورنۍ، دجنګ څخه دستړي افغان انسان اوخپل وياړلې هيوادنوردپرديودنيابتي وحشي جګړې قرباني نه کړي اودغه افغان کشه وحشي جګړې ته دسولې اومصالحې له لارې دپای ټکې کيږدي ترڅومودلوئ رب ج اوافغان مظلوم ولس دخوشالۍ اورضايت سبب وګرځي.

ديوباثباته، سوله ايزاويوموټي افغانستان

په هيله

ومن الله توفيق

دافغانانومتحدکلتوري مرکز- بريتانيا