کور / تازه خبرونه / بروکسل: د احمدبهزاد په مشرې ځيني هزارګان د افغان ولسمشر د اقتصادي پلان ناکامولو تياری نيسي

بروکسل: د احمدبهزاد په مشرې ځيني هزارګان د افغان ولسمشر د اقتصادي پلان ناکامولو تياری نيسي

 

د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانستان د اقتصادي پلانونو او په دې لړ کې د افغان ولس لپاره د مرستو جلبولو پلوي او ملاتړي ځوانان د بلجیم پلازمېنې بروسلز ته روان دي چې د افغانستان د حکومت د اقتصادي پلانونو ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د احمد بهزاد په مشرۍ یو شمېر هزاره افغانان د دې لپاره مخکې تر مخکې بروسلز ته رسېدلي چې د افغانستان په حکومت د نړیوالو د مرستو د بندیزغوښتنه وکړي. دغه ډله چې ویل کیږي د ایران ملاتړ ورسره دی او په ډېر منظم ډول د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه بروسلز ته رسېدلي په ښکاره د ولسمشر غني د اقتصادي پلانونو مخالفت کوي.جنګسالار متعصب احمد بهزار warlord ahmad behzad

د یادې ډلې یو شمېر غړو د روان (۲۰۱۶) کال د می په میاشت کې په لندن کې د RUSI په نامه موسسې له خوا په یوه بلل شوې غونډه کې د ولسمشرغني لفظي سپکاوی کړی وو.

د جرمني له وېسبادین ښار څخه بروسلز ته د تلونکیو افغانانو یوه منتظم قاري عیسی محمدي چې په خپل فیس بک یې په ژوندۍ بڼه خبرې کولې وویل چې هغوی له ټولو اروپا مېشتو افغانانو څخه غوښتنه کوي چې سبا د سه شنبې ورځې تر سهاره پورې ځانونه بروسلز ته ورسوي او د افغان ولس لپاره د مرستو جلبولو په لړ کې د ولسمشر غني غږ غبرګ کړي.

افغانستان له تېرو خواوشا څلوېښتو کالو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی او له تېرو خواوشا دوه کالو راهیسې چې محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی د اقتصادي ودې او د زېربناوو د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی. ویل کیږي چې ولسمشر غني له مالي فساد نه پاک سیاستوال دی او په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۶ ساعتونو پورې وخت عملا په کار لګوي.

له تاند څخه په مننه