کور / مرکه / د ادب او فرهنګ په ډګر کې د هوډمن لیکوال او ویناوال، ژمن شاعر او تکړه ژباړونکي ښاغلي نجم الرحمن مواج سره ادبي مرکه :

د ادب او فرهنګ په ډګر کې د هوډمن لیکوال او ویناوال، ژمن شاعر او تکړه ژباړونکي ښاغلي نجم الرحمن مواج سره ادبي مرکه :

 

 

مرکه وال : انجنیرعبدالقادرمسعود        

د ادب او فرهنګ درنو مینه والو د تیرو مرکو په څیر دا ځل تاسو ته یو داسې هڅاند او تکړه لیکوال، شاعر او ژباړونکی درپېژنو، چې د خپلو ګټورو آثارو او ځواکمن قلم او فکر له لارې یې د علم او ادب ډیوې روښانه او ځلاند ساتلی دي . دا پیژندل شوې څیره وطنپال او منلی شخصیت ښاغلی نجم الرحمن مواج دی.

نجم الرحمن مواج د قا ضی علی احمد زوی دی، چې پر (۱۳۲۵) لمریزکا ل د وري پر(۱۲) مه د ننګرها رولایت د سره رود په  ولسوالی  د با غوانی په  کلي کې زیږیدلای د ی. ده د پښتو، د ری او عربی دینیکتا بونو لوست په کور کی له خپل عالم پلار، او  د خپل ورور عزیزا لرحمن ممنو ن او مشری خور(و ږمه) څخه تر لاسه کړیدي، او خپلې لومړنۍ زده کړې یې د استقلال په لیسی کی سرته رسولی دي.                                

لوړې زده کړې یې د کا بل پوهنتو ن د اقتصا د پهپوهنځی کې د لیسا نس په د رجه بشپړې کړې دي.

ارواښاد علامه محمود طرزي وایي :  

( ….  یو اولس  په  ژبه  او ژبه  په  ادبیاتو ژوندی پاتی کیږي )

د علامه صاحب د دې خبرو پر لاسوند،  په رښتیا سرهچې  ژبه  او ادب  د هر ملت  یوه  لویه شتمني ده، اوډیر ګټور او ارزښتمن میراث دی، چې باید زموږهیواد وال د یو ښکلي  او لارښوونکي  هنري اثر په توګه  لکه  یو غوړیدلی  او زرغون  بڼ  ورتههمیشنۍ  پاملرنه وکړي، تازه او ښیرازه یې وساتي.

په دې کې شک نه شته چې په هره ژبه کې ژباړه پهعلمي، ادبي، سیاسي، ټولنیزو چارو  او همداسېپه نورو پوهنیزو برخوکې خپل ځانګړی اغیز لري. دنورو ژبو د اثارو ژباړه په پښتو او د پښتو د ژبې داثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو د ژبې د ودې،پرمختګ او پراختیا لپاره یو اړین ګام دی چې بایدتر سره شي.

ښاغلي مواج صاحب د خپلو لیکل شویو آثارو ترڅنګ د یو شمیربهرنیو لیکوالو او زموږ دهیواد د پیژندل شویوعلمي او ادبي سټو آثار هم ژباړلي دي، چې د نوموړي دا هلې ځلې د خورا ستاینې وړه دي.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند چې زموږ د هیواد په علمي او ادبي ډګر کې یو ځواکمن او غښتلی لیکوال، نامتو ژورنالیست، پیاوړي او تکړه داستان لیکونکی، د علم، ادب او فرهنګ غوره  ویناوال، ملي سټه او سیاست پوه دی، په خپله  یوه لیکنه کې د مواج صاحب په اړه داسې کښلي دي :

(( نیم قرن خاطره

باجناب نجم الرحمان  مواج    از سالیان  خیلیهاپیش  آشنایی دارم. اگر بگویم  نیم قرن میشود ،بدون  شک نادرست نگفته ام . آشنایی ما  سر بدوران   استبداد شاهی  میزند. به زمانی که ما هنوز خیلیجوان ودر سیاست بی تجربه بودیم و دَور ،دَورِجوشش صورتها و بصدا در آمدن ناقوسها بود . اگربخواهم  شخصیت برازندۀ  این  دانشمند گران قدر را در یک جمله بیان دارم ( که کاری خیلی سخت ودشوار و غیر کافی است) .

میتوان گفت که  جناب مواج  یک  انسان کامل و درهمه حال  «خود آگاه» است . او خود را  همانگونه کههست  ، با انصاف تمام ، ارزیابی میکندو آثارش را در کمال عشق به دوستداران ادبیات عرضه میدارد . نه بیشتر و نه کمتر و  برتری ها و کهتریهای خود را به نیکی میشناسد . وبا این  خود آگاهی  است  کهپیوسته پویا و پویاتر میشود.

ایشان در عصرمیزیید که یاسایی های ویژۀ خود رادارد . عصر وی ، عصر مبارزه با پلیدیها وپلشتیهاست . عصر مبارزه و رویارویی با استبدادوخودکامه گیهاست  . عصر  تلاش بخاطر آزادی و دیموکراسی و داد خواهیست . عصر مبارزه بخاطرانسان سالاری و اشاعۀ  دانش و فرهنگ نوین ورستگاری  توده های ملیونی وطن ماست . جناب نجمالرحمان مواج  در عصری زنده گی میکند که  نظامهای استیلاگر جهادی و سرمایه ،  دروغگویی ، تسلیم طلبی وبا هربهار زیستن  را پخش و ترویجمیکنند . انسانها را بخاط  منافع خویش ازهم پارچه مینمایند و میان اقوام و  زبانها و کلچر ها خطانداری میکنند و هر کدام را  تک تک  زیر فرمانخویش در می آورند تا سود بیشتر بردارند . وی درعصری زنده گی میکند که  نبود همبسته گیهایبشری و سنگینی پاشنه های زور مندان  و زرمندان عقلها را به بیراهه  میراند.

اما جناب نجم الرحمن مواج  این دانشمند فرهیخته وشاعر شیرین کلام و مبارز نستوه با هرموجی که آمده با قدم و قلم  خویش  با آن مردانه در آویخته و آن راپیروزمندانه پشت سر گذاشته است . مواج شاعراست .  مترجم است . پژوهشگر است  به ویژه درگسترۀ برگردانی ید  طولا دارد  و یکی از نوآوریهایش در عرصۀ ترجمه ، برگردان شعر به شعراست  که  به گمان غالب تا کنون کمتر قلمی  در این عرصه  بکار  رفته است . ترجمه یا برگردان  به معنیانتقال یک مفهوم  ویا پیام و یا نوشته یی از یکزبان به زبان دیگر است ومترجم  باید برهردو زبانهای بکار رفته  حاکمیت  داشته باشد  تا کارش  سچه وامانت داریش فرهیخته باشد . ایشان به زبانهایانگلیسی ، روسی  بلدیت و آشنایی دارند  امابرزبانهای  پشتو ودری  حاکمیت عام وتام دارند مواجعمری  بخاطر  پویایی و شگوفایی ادب پشتو کوشیده و آثار متعدد  منثور و منظوم  آفریده است.

واضح است که در برگردان یک اثر فرهنگی  به ویژهشعر   باید ساختار ، فرم و پشتیوانۀ کلمات بکاررفته  طوری بکار گرفته شودکه با متن  قابل  ترجمهبیگانه گی فرهنگی نداشته باشد . در غیر آن  اثرِبرگردان شده آن طوری که لازم است قابل درک نخواهدبود . جناب مواج با آگاهی ازین  رمزواره  ها  سروده هارا  خیلی دلنشین و با امانت داری از دری به پشتو گزاریده  اند .من به این باورم که آثار گرانبهای  ایندانشمند گرامی مانند تمام مظاهر فرهنگی دیگرمحصول  شرایط اجتماعی-اقتصادی و وضعیتایدیالوژیک زمان و مکانی است که در آن  نگاشتهشده اند . میتوان گفت و به یقین میتوان گفت کهنوشته های جناب نجم الرحمن مواج  آیینۀ قدنمایزمان خودش است.   ایشان علاوه بر بیست  اثر چاپشده  مانند  « سرنوشت یک انسان » از شولوخوف ؛رباعیات  عمر خیام ، رباعیات  امام خمینی ، رباعیات حضرت ابوالمجد مجدود  بن آدم سنا یی و دیگران ، آثار ارزشمند دیگری هم دارند که آمادۀچاپ اند  . وبرخی از آثار شان در گیر ودار حوادث  ازجانب  گرگان فرهنگخوار  به آتش کشیده شده اند.

عمر شان  طولانی  و قلم شان  پر رنگ باد !))

ښاغلي نجم الرحمن مواج خپل ادبي او شاعرانه افکار او تخیلات، د خپل سپیڅلي زړه هنري او ارماني پیغامونه، د هیواد او هیواد والو سره ژوره مینه، د خپل ځوریدلي ولس ستونزې او کړاوونه او د ټولنیز ژوند بیلابیل عیني او ریښتیني اړخونه په خپلو ګټورو آثارو کې په ډیر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور کړې دي.

ښاغلی سیلنی چې زموږ د هیواد تکړه لیکوال، خوږ ژبی شاعر او پیژندل شوې ادبي څیره ده په خپله یو لیکنه کې د ښاغلي مواج صاحب د ادبي سټی په اړه داسې کښلي دي:

(( ښاغلی نجم الرحمن مواج د شعر او ادب یوپیژندل شوې ادیب فرهنګي څیره او په دې ډګرکې له ستونزمنو پړاونو او کږلیچو بریالی راوتلیشخصیت دی.

دا د ادبي کاروان هڅانده ساروان له کوم مودې یې چېزه پیژنم بې ستړیا خو لالهانده مزلونه وهلي ، د غرورغو پر لمنو ؛ دښتو او ډاګو کې لا هم د دې سپیڅلېکاروان جوګه ده ؛ د ادب لوی شینکي باغونه اوښارونه یې لټولي هر څه چې یې موندلي هغه یې خپلوخلکو او د فرهنګ مینه والو ته  ډالی کړي دي.

وایم نوښتګر شاعر چې په ادبي ، فرهنګي ډګرکې پوخ شي  د بلبلانو په ژبه پوه شي ، د بوراګانو سرههمراز او هم د پتنګانو ښیګڼې په ځان کې وکري ؛ مانادا چې ژمن شاعر که له یوې خوا د ټولنې څخه متأثرکیږي خو بیا هغه خپل نګه تاثیرات په ټولنهښندي او که له طبعیت نه الهام اخلي بیا یې ټولنېته ورکوي ؛ زه دا په ډاګه ویلی شم چې دا هنر اوتومنه په هر چا کې نشته یواځې شاعران یې لري ؛ کلهچې وایم شاعر  یانې  شاعر د شاعر په ټوله مانا !؟، زه هغه شاعر ته د لمړیتوب حق ورکوم چې هغه روڼانده وي « هغه به خامخا پولي ماتونکی وي ؛ هغه به لهحب و بغض ؛ ریا او تظاهر خالي وي ؛ هغه بهرښتینی او پر ځان باوري وي او له ټولنیزو ناخوالوسره دښمني او خپله عادلانه جګړه اعلانوي ؛ او په ټولهکې به ژمن شاعر وي چې له انسان او انسانیت سرهمینه ولري ؛  ټولنه کې به انسان روزي او په هره موکهکې به ټولنې ته ښکلا وربخښي.  

کله چې موږ د سندرغاړو ښکلو آوازنو ته غوږ نیسو اوله ښکلوغږونو نه یې خوند اخلو په حقیقت کې دهغو پهزړه راښکونکو غږونو کې د شاعر د کلام اسرار دی!  

پایله دا چې : موږ هغه وخت د شاعر په سپیڅلې مینهپوهیږو چې اثارو ، لیکنو او شعرونو سره یې ژورهاشنایي ومومو نو ځکه وایم چې شاعر  له خپلو خلکو ؛ولسونو او هیواد سره بې سارې مینه لري  په غم یېدومره غمجن شي لکه بندي بلبل چې په نارو او چغهاروسر وي او د زړه له کومي خپل عاطفي او انسانياحساسات هر پلو ښندي خو چې د خوښۍ څرک یې دخلکو پر شونډو را څرګند شي بیا ورته د خوشالۍبدلې بولي ،  

قدرمن مواج نه یواځې د عروضي ؛ آزاد او سپینشعر ویونکئ دی بلکه د پیژندل شوو بهرنیو او کوردننه شاعرانو د اشعارو باوري ژباړونکی او پوخ ترجماندی دا ځکه چې دغه ادبي څیره برسیره په پښتو – فارسي دري ، اردو په فرانسوي ژبې برلاسی لري چېدغې نړیوالې ژبې په ادبي- فرهنګي پنځونو کېورسره ډیره مرسته کړې ده.

اشعار یې ساده ، پاخه ، ژوراو له خوند او رنګ څخهډک دي ؛ زه ورته روغتیا او په دې سپیڅلې لار کې دلا ډیرو پنځونو هیله کوم . )) 

ګران مواج صاحب زما نیکې هیلې او پیرزوینې ومنئ او اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.

مسعود صاحب زه هم خپل سلامونه تاسو او  د ادب  درنو مینه والو ته وړاندې کوم . زه ستاسو په خدمت کې یم.

 

۱ـ پوښتنه : تاسې له کله  راهیسې خپل استعداد او وړتیا  د شعر په هنر کې آزمویلې او په زړه پوري خوند او رنګ مو وربښلې دی.مهرباني وکړئ د خپلې شاعرۍ د انګیزې او پیلامې په اړه څه ووایاست؟

ځواب :نجم الرحمن مواج

په لومړي کې ښایي ووایم چې د شعراوریدلو له امله دشعري نړۍ ښکاک(جاذبه) ځان ته ورو په ورو، جذبولم او دا زما د کورني چاپریال له برکته وو، په دې معنا چې :

ژوندی یاد پلارمې که له یوې خوا د خپل وخت قاضياومدرس و، له بلې خوا د پښتو او، دري ادبیاتوسره یې خورا مینه ډیره وه او د یادو ژبو د لرغونو نوماندوشاعرانو لکه، خوشحال خټک، رحمان بابا، حمید ماشوخیل، کاظم شیدا، اوهمداراز د شیخ مصلح الدین سعدي، حافظ شیرازي، حکیم عمرخیام، سنایي، شمس تبریزي، مولاناجلال الدین بلخي، میرزاعبدالقادربیدل اونورو شعري کتابونه یې د سرخرود ولسوالۍ باغوانی کلي د کور په دریم  پوړکې خوندي کړي وو.

د دیني کتابونو ترلوستلو وروسته به ماته دهمدې پښتو اودري شعري کتابونو لوست راکول کیده. په ورولوستل اودیکلمه باندې به ورځ ترورځې روږد یدم.

کله چې ژوندی یاد محمد دلبرسمسورساپی ماما مېاوګران مشر ورور قضاوتپوه عزیزالرحمن ممنون مشرورورمې پر (۱۳۳۵) لمریز کلونوکې(۵۸) کاله ترمخه د کابل راډیو له لارې په مشاعرواو ادبي بنډارونوکې ګډون کول اوما به یې شعرونه د دوی په خپلوغږونو کې د راډیو له څپو اوریده زما د هڅولو لپاره یوه بنسټیزه زمینه برابرید له.

زما لومړنۍ نظم چې درې بندونه یې د جناب ممنون صاحب په قلم اصلاح شوي وو په (۱۳۳۸) لمریز کال چاپ شو او(۵۰) افغانی حق الزحمه یې هم راته راکړشوه، ما له ډیرې خوښې دا پنځوس ګون د رحمان بابا په دیوان کې خوندي کړاومصرف می نکړ، آن تردې چې په کډوالۍ کې چیرته د رحمان بابا دیوان اوپنځوس ګون هم رانه ترې تم شو.

کله چې په (۱۳۴۰) لمریزکال د استقلال لیسی(د پنځم ټولګي) زده کوونکی شوم اوپه ګاونډي هیواد پاکستان کې پرسرخپوشانو(د پښتونستان خپلواکۍ غورځنګ)پلویانو باندې چې د پښتونستان غورځنګ نه هیریدونکی مشرتل یاد ارواښاد خان عبدالغفارخان مشرتابه پرضد ورځ تاړاک ورځ ترورځې زوراخیست، د قومونواو قبایلو مستقل ریاست ته به د پښتونستان پلوه غورځنګ خپرونی په تیره (رهبر) چې د میرمهدي شاه مهدي په مدیریت چاپیده اوهمداشان دهغه وخت اورژبي شاعران لکه قلندرمومند، اجمل خټک، عبدالخالق خلیق، همیش خلیل،ولی محمد توفان اونورهم عصره شاعران اوافغانيګڼوشاعرانوشعرونه زه یې اغیزمنولم اوډیری وخت به مېیوڅه پنځونې لیکلې. په همدې وخت کې زما د مورمړینه چې مونږ ټولو باندې په دواړو ژبو د استادی حق لريسخت ناهیلی کړم اوشعري تنکۍ پوهه اواستعداد مې دمرثیې کوڅې ته مخه کړه.‌‌ ډیرې مرثیې مې وویلې اوددې له پاره چې، د کورنۍ نورغړي مي پرې ونه ژړوم کتابچه به مې پټه ساتله، او پایله دا وه چې د سرخرود سیند نه په تېریدلوکې له دوو کتابونو سره یوځای د سروخړو اوبو په څپو کې لاهوشوه او د مرثیو په مرثیه یې واړولم.

زما د شعري قریحې اواستعداد په وده اوغوړیدلو کې استاد ممنون زما یوازنی اومهربان ورورلارښود پاتې شوی دی. د دوی د مهرباني په اړه زما د زړه غږ د شعرپرژبه داسې دی :

مشران وروڼه به روزلي ډیرکشران وي

لابه روزي څوچې داځمکه آسمان وي

پیرزوینه به دهریو پروړو، وي

خو! د ممنون روزنې ته به ټول حیران وي

 

پوښتنه : استاد ګل پا چا الفت د شعـرپه اړه داسې ویلي دي : ۲ ــ

(( شعـر له زړه نه الهام اخلي اوله زړه سره کارلري …عواطف اواحساسات چې د شاعر له زړه نه را نقل شي، شعـرترې جوړشي اوپه زړونو اثرکوي… شعـرته دعواطفو او احساساتو د ظهوراو د تجلیاتو کوه طورویلی شو.))

 ( ګل پا چا الفت،غوره نثرونه ،۱۳۳۶ کال ،۵۶ مخ)

د استاد ګل پاچا الفت صاحب د دغو خبرو پر لاسوندتاسې شعر څه ډول را پیژنئ (تعریفوئ؟)

ځواب :

د شعرپه اړه هرادبپوه شاعرترخپلې وسې فرد ته منحصرنظروړاندې کوي.د تل یاد استاد الفت یادونه په دې اړه ما ته منلې ده. څنګه چې شعر د راپنځیدلوسرچینه لري او دا سرچینه د هرشاعرله ذاتي استعداد سره طبیعیي تړاولري. د ساری په توګه که په پسرلني مشاعرې کې د ګڼو شاعرانو شعر پنځونه سره پرتله شي د پسرلي ښکلا د هر یوه شاعر په شعرکې د همدغوشاعرانو له پسرلني ښکلا نه د اغېزمن کېدلوسره نېغه په نېغه انګازه څرګندوي.

شعرد تاریخي لرغونتوب پربنسټ د پخوانیو شاعرانو له نظره بیلابیل تعریفونه لري تردې دمه شعرته له دریو سوونه ډیرتعریفونه ورکړشوي دي خو، دغه ادبي اعجوبه لاتراوسه د یوه تعریف په کالب کې ځان نشي ایسارولای.

څیړنې په ګوته کوي چې شعر د انسانانو د ټولنېز،ادبي، هنري ژوند په اوږدو کې تر ټولو لرغونی ځلیز(پدیده) دی چې د لومړنیو انسانانو د ګډ کار په وخت به کارول کیده او ترینه ګټه اخیستل کیده.

د یوناني ځلاندو څیرو فیلسوفانو لکه افلاطون"جمهوریت" او ارسطو"کتاب الشعریاپویټکس" د شعرپه اړه لومړنیوکتابونو کې له دوه زره کلونونه ور ایخواتفصیلي علمي بحثونه شوي دي. ځینې بیا آن تردې کچې د شعرپه برخه کې د تعریف ورکولو اوڅه ویلوسره،د ترکیې پیژندل شوې طنزلیکونکې حکمت داسې ویلېدي:

"شعریوې خوږغږې مرغی ته ورته ده چې ښایي یوازېنغموته یې غوږشو، خوهغه کسان چې د شعرد ماهیت په باب خبرې کوي دهغوخیټورو په شان دي چې د مرغۍ دآواز پرځای د هغې له غوښی سره مینه لري "سرمحقق صدیق روهی، د پښتومعاصر ادبیات، ۹ـ۱۰مخونه)

د ځینو نورپوهانوڅرګندونې :

ـ شعرد طبیعت انځوراو تقلید دی (ایتو)

ـ شعرله خپله ځانه کومه بله موخه نه لري (بودلر)

افلاتون وایی:

ــ شعریوه آسماني تحفه ده چې قاعده اواصول نه لري شعریوالها م دی.

شعرد خوشحال خټک بابا په اند:                                                                

لکه غشی لره بویه تیز انداز

هسې شعر لره بویه سحرساز

په تور آس د حقیقت ناوی سپره کا

په سپین مخ پلونیولی د مجاز

سل جلوي سل کرشمې سل مکیزونه

په نظرکې یې ښکاره د سترګو ناز

د صنعت زیور په څو رنګه ورپورې

د تشبه چندڼ چوه باندې طراز

د مضمون د نزاکت غمزه ور څخه

سرتر پایه درست صورت سره یو راز

شعرد حمید بابا له نظره:                                                                     

شعرنه دی دا خوناب د زخمي زړه دی                                                         یا دستی وتلی دم د خولې د مړه دی                                                                            یا نغمه د نیم بسمل مرغه دخولې ده                                                            یا مجنون ته معمّا ښکلی لیلی  ده

یا د وینو اباسین وهلی موج دی

یا له ښاره د حیرت وتلی فوج دی

شعرد میرزا حنان له نظره:                                                                                                    څو به کړې پر آس دعشق جولان د شعر

نه طی کیږي په رفتن میدان د شعر

څو زړه چاک لکه قلم نکړې په عشق کې

په لاس نه درځي هرګز ګریوان د شعر

د زخمي زړونو خوناب نه بل څه نه دی

څوک چې کاندي په تکلیف سامان د شعر

فکروخیا ل د یارد خولې وایه حنانه

چی شیرین دي وي مدام دیوان د شعر                     

قضا وتپوه عزیزالرحمن ممنون د شعرپه اړه خپل ادبيانګیرداسې څرګند وي:

په زړه پوری آواز

شعرڅه دی یو په زړه پوری آواز دی

د انسان د معنوي نړۍ اعجا ز دی

شعرحکمت او بصیرت او معرفت دی

تصوف او ریاضت اومحبت دی

هغه څه چې ژبه نه ده پری قادره

یوه ګرانه مرغلره ده  نادره

د الهام د رڼو لیکو خوږ انځور دی

چی معنی پری رڼا شوې هغه نوردی

د نوښت او د ابداع یوه بیلګه د ه

لویه دنده د انسا ن یې پر اوږه ده

کله چی  له دې عا لمه بیګانه شي

د معنی سیپۍ په منځ کې د ردانه شي

د شین هسک ستورو، او سیند په ننداره شي

د منصور په څیر د حق یوه ناره شي

کانت: شعرد هنر ډیرلوړشکل دی ځکه په هغه کې ایدیال انځوریدای شي. صدیق روهي. ادبی څیړنې (۱۳۶۰) لمریز کال مخونه (۵۵ـ۵۶).

۳ ـــ پوښتنه : استاد پوهاند زیار د شعر د جوړښت لپاره،  ژبه ، تول، واند، اند، ولوله (ژبه ، وزن، خیال، فکر، احساس یا عاطفه ) بنسټیز او ضروري توکي ګڼي.تاسې په دې اړه څه نظر لرئ، او د شاعر او شعر اغیز د یوې ټولنې د خلکو په راویښولو او د دوی د ملي احساساتو په راپارولو کې څنګه څیړئ؟

ځواب :

د د کتور استاد مجاوراحمدزیار صیب د ژورې یادونې بحث ډیرپراخ دی اودا ټول اړین توکي له شعرسره ښایي.

شاعرنه یوازې د خپلې ټولنې بلکې د نړۍ د حساس اوفعال غړي په توګه چې د خپل شعري انګیر په سوزنده نغري کې سوزیږي او شعریې داسې تودوخه اوپیغام خوروي اود ټولنې حالات انځوروي فرد ته منحصر پیژندل شوی شخصیت دی. دا شاعر که د شعرې ژبې په هره برخه کې خپل قلم چلوي د خپل چاپریال د څرنګوالی انځوراخیستنه کوي اوټولنې ته یې لیږد وي.

که دسترخوشحال خان خټک د شعرسمندرڅپوته ځان وسپارو او وردننه شو د حماسي، فلسفي، ټولنیزاو دتاریخي ارزښتونو په اړه د هماغه وخت نه اخیستنيانځورونه یې موږ ته قلمي ستر میراث پریښي دي چېهریویې پرخپل ځای د ځانګړي حالاتو ازانګي دي.

یوشاعرکله چې د یودیني عالم تقوا ته په ځیرګورياومعنوي اړخ یې له هر راز مادي ناروا غوښتنو سپیڅلې وي د ستاینې شعر ورته ډالۍ کوي، خو که د تقوا په تیرایستونکی لومه کې نورساده ګان راښکیلوي بیا نو دتل یاد استاد الفت له خوا د: واوا مسلماني: شعر ورته ډالۍ کیږي "الفت غوره اشعار"

بیا هم د تل یاد استاد ګل پاچا الفت ادبي بحثونه "څوک وایي (شعر) هغه موزون کلام دی چې د انسان په احساساتو اوعواطفو کې تحریک پیداکوي ځینې نوروایي هرکلام چې دغه کارکوی شي ، وزن اوقافیه ولري… هغه شعردی. څوک وایي چې نه، څوک بیا وایيچې نه، هرڅه چې په زړه اثرکوي اوپه انسان کې تعجب یا جوش او جذبه پیدا کوي هغه شعردی، نو د دوی په نظرکې جهان ټول شعردی، چې سړی یې د آسمان په ستورو او شفق کې د ډکو اومستو سیندونو په څپو، دګلونواو چمنونو په رنګ او، طراوت کې د غرو په لوړوڅوکو، د آبشارونو په مستیو، د بلبلو په شور، د ښکلو پهښایسته سترګو او نازونو کې ګوري، نه یوازی دا، نه! دمهجورو او آرزومندو په اوسیلیو، د دردمندو په آه وفریاد،د مظلومانو په ژړا کې هم شعري کیفیت موجود دی"

زه په خپل وارشعرته دا تعریف ورکولای شم:

شعرد شاعرد لړزیدلي انګیر یوه لړزونکې اوپارونکې پنځونه ده چې اوریدونکیوته د څو اړخیزې پارونې نه تعریفید ونکی ځواک په برخه کوي.

د یو ژمن شاعر شعري نه انکارید ونکی اغیز پرټولنه خورا ډیردی. کله چی د نازکو سیاسي، ټولنیزو حالاتوسره په ټکرکې، د اوپوزیسیوني ‌ذهنیت لاغښتلتیا لپاره شاعر د خلکو د بسیا راتلونکی پیغام وړاندی کړي داسې شعرد خلکو پرژبه روانه زمزمه خپلوي او په هره حجره او، دیره کې د ټنګ ټکورسره جوخت په ولسي بدله اوړي او په حساسو زړونو خپل اغیزشیندي او پرحساس ټپ پټۍ لګوي.

۴ ـــ پوښتنه :  کاظم شیدا په خپل یو شعر کې وایي:

مضمون د شعر لکه پیکر وي

رنګین الفاظ یې رخت او زیور وي

ورته ضرور دي دا دواړه څیزه

پیکر که هر څومره دلربا تر وي

تاسې د جولې (فورم)، منځپانګې او پیغام  له پلوه د یو لوړ او ښه شعر معیارونه څه ډول ارزوئ؟

ځواب :

شعري کره معیارد شعرهغه پیغام دی چې د شعرمینه والو تندې ته ځواب ورکړي. شعرد یوې ځلیزې(پدیدی) دستاینې یا رټلو په برخه کې لوستونکیو ته د یا دې ځلیزې ښیګڼې او بدګڼې په ډاګه کوي او اغېزمنتوب یې نه انکاریدونکې دی.

که شاعرد شعرمنځپانګې ته کره پاملرنه وکړي یانی نوی مضمون په زړه شعري جولی کې لوستونکیوته وړاندېکړي نه یوازی دا چې د نیوکې وړنه دی، بلکې د ستاینی اوآن دا چې د پلویانو په ډیریدو یې د تقلید وړګرځي.

خو! که هرڅومره زیارهم وباسي اود شعرپه نوې جولیکې که یوه تکراري او بی خونده موضوع وځایوي دا به نه یوازې د لوستونکیو د منلو وړنه وي بلکی له ډیرو نیوکوسره به هم مخ شي.

زما په اند که د ښه شعرمعیارونو ته پام کېږي د مضمون نوی والی سره سره دې د ژبې سوچه دودیزو، وییونوکارول اود شعري جولی ته چې د ورځې له هغوغوښتنوسره چې د ملي ګټو خوندي ساتل په کې وځلیږي دا به ترډیره د لوستونکیو د منلو وړ او هم د ژبې ودې ته لازمینه برابره کړي.    

۵ ـــ پوښتنه : ویل کیږي چې د نړۍ ټول هنري پنځونې یا تخلیقونه د ښکلا پالنې تر اغیز لاندې شوي. تاسو په شعر کې ښکلا او مینه څنګه ارزوئ؟

ځواب :

زما په اند مینه یوه دوه اړخیزه ځلیزه (پدیده) ده، لومړېشکلې بڼه چې ډیره موقتی بڼه لري اود سترګو په رپ کې تیریږي اوهیریږي، لکه په یوځای کې د طبیعي ښکلاو لیدل اوخیال پاریدل، موږ ډیرځلی له داسې پیښو سره مخ شوي یو چې د احساس سترګی مو پری لګیدليډیرخوند مو ورنه اخیستی او ورنه تیرشوي یو. دا هم دوه برخې لري یوه برخه یې دا چې د کوم آشنا او، یاهم په پردي سیمه کې یې وینو له ځان سره سوچ کوو که خپله مینه ورسره ژوره کړو کومه ګټه نه کوي ځکه چې د پردی برخی ښکلا باندی زړه بایلل ځورونکی بریښي اوکومه ګټه نه کوي، له ځان سره د کره استدلال په ملتیا له دېځورنه ځان ژغورلای شي.

او دوهمه یې ژوره مینه ده چې د انسان په کړو، وړو کېد روږد له امله ترسترګو کیږي. له مور، کورنۍ او، وطن سره مینه. دا هم یوه مهمه  برخه یې له خپلې کورنۍ نه په میراث اخلي.

اما د شعراو ښکلا بحث یوه  بیله برخه ده چې دا دواړه سره د یوي سکی دوه مخونه دي چې د شعرپه ژبه هری ښکلا ته ښکلایي ارزښت ورپه برخه کوي، اوهمداسې پخپله ښکلا هم د شعرارزښت ډیروالی ته پایښت بښي اومعنویت یې بنسټیزکوي . ساری یې د پښتو لرغونو اومعاصرشاعرانو په غنایي (لیریک) اوحماسي او نوروشعرونو کې ورځ ترورځې خپله اصلي بڼه څرګند وي .

۶ ـــ پوښتنه: يو شميرشاعران او ليکوال په دې عقيدهدي ، چې شعر الهام دى خو يو شمير نور وايي ، چې شعر ليکل ، رياضت او انساني تجربه ده . تاسې پکې څه واياست، مهرباني وکړئ په دې اړه خپل نظر راسرهشريک کړئ؟

ځواب:

د ادبیاتو د ډګر نظروال او منلي شاعرانو تحلیل اوڅیړنې په کره توګه څرګندوي چې شعر د تجربی اوریاضت تر څنګه الهام دی. ریاضت د تجربی د لاپوخوالې اوتجربه د ریاضت حوصلې لا غځونې لپاره یوه پخه وسیله ده.

د ساري په توګه، د پښتو ژبې ډیرﺉ استادان دي چې دشعرپه برخه تیوریکي پوهه لري اما د شعرپنځونې توان نه لري اود شعرپنځونی له پاره ریاضت هم کومه اغیزه نه شي لرلای اما شعري قریحه اوشعري استعداد، د الهام په وسیله شعر راپنځوي او شعرپرته له الهامه نه شيټوکیدای. تردې پړاو راوروسته ریاضت په دې مانا چې دپېژندل شویو لرغوني او معاصرو شاعرانو شعرونه دېآن تردې کچې ولولي چې د ریاضت په نوم ونومول شياما یوازی اوتش په تشه ریاضت کومه مانا نه لري اودشعري استعداد ستن پری ټینګیندلای نه شي.

۷ ـــ پوښتنه: ویل کیږي: اوسنی شعر د انځورونوشعردی. تاسې د عیني او ذهني انځورونو په اړه څه لید لرئ، او دا راته ووایاست، چې دا انځورونه د شاعر په شاعرۍ څه اغیز لري؟

ځواب:

انځور(تصویر) د هرشعرپه لمن کې په یوډول نه یوډول دشاعرله استعداد سره سم راڅرګند یږي. عینيانځورهرهغه څه چې په سترګولیدل کیږي اوټولوته د لمس وړ وي د شاعر په شعرکې لکه کوم څیزچې په هنداره کې د لیدلو وړ وي ترسترګو کیږي. د ساري په توګه:

د فصلونو په اړوند د ګران هیواد په هره سیمه کې ځینې مناسبتې مشاعرې کیږي لکه په ننګرهارکې د نارنج ګل مشاعره او، یا هم د نرګس ګل مشاعره. دلته د شاعرانوپه شعري مضمون کې ټول دهمدې دوو ګلانو(نارنج اونرګس ) ځانګړې کیږي.همدا شا ن د مڼی ګل مشاعره او داسې نور. یا هم په هیواد کې د اداري فساد له منځه وړلو په برخه د، یو ملي ذهنیت پراسا س شاعران غواړي دا ناوړه شومه ځلیزه(پدیده) وغندي دلته دشاعرانو شاعرانه ذهني تمرکز پرهغه نه انکاریدونکيعینیت راګرځي چې د ملت تام اکثریت د روا حقونو ژغورلو ته څرګندونه کوي.

خو ذهنی انځور د شاعر له شعرنه دهرچا یعنی دهرلوستونکي له توجیه سره نیغه په نیغه تړاو ګڼلای شو.

۸ ـــ پوښتنه: تاسې په شعر کې تشبیه، حقیقت اومجاز، اغراق او مبالغه، استعاره او کنایه، څه ډول څیړئ؟ 

ځواب:

د بیان علم چې د راسپړلو معنا ورکوي او، اجزا یې دتشبه، مجاز،استعاری، کنایی او… جوړیږي.

که کوم څوک یا کوم شئ له بل چا او، یا هم له بل شي سره پرتله کړئ شي او، یا هم له کومې تاریخي پېښې سره د روانې پیښې ورته والی په شعرکې څرګند کړېشي. تشبه ګڼل کیږي . د تشبه ارکان دادي:                                                                         

مشبه، مشبه به او وجهه شبه لکه:

           ــــــــــــــــ

هیڅ می نه زده محبت که اوردی دا

په اورسوځم په رضا که زوردی دا

پورتنی بیت کې محبت مشبه دی او، اورمشبه به دی.

یا:

خبرونه دې هرکله وریږي درمرجان

له تانه شوم قربا ن

دلته د جا نان مینه ناکی خبری در، مرجان ته ورته ګڼل هغه څه دي چی د شعرخوږې ژبې نه د مینې ښکلانندارې ته وړاندې کیږي.

تاریخی پېښې ورته ګڼل:

د یزید له ظلمه جوړه کربلا ده  

وطنوالو بیا راغلې څه بلاده

                            (ن.م)

وطن د ظالم له ظلمه کربلا ته ورته ګڼل اود ډول ډول یرغلونو لړۍ ته بلا خطاب کول مشابهت یی هماغه ظلماوپرانسانی روا حقونوتیری دی.

کنــــــــــــایه :
په شعر کې کنایه د کوم چا او، یاهم د کومې سیاسي اوټولنیزې پدیدې دغندلواوستایلوته نغوته ده. کنایه په دوه ډوله ده.

لومړۍ : څرګنده (واضحه) کنایه

ـــــــــــــــ  

څووهم د صبرلافی ستا په مخ کې

څوبه غړم بې هوده د شګو پړي

           +++

یا:

چی حمید له عشقه اړوې ناصحه

بی هوده د شګو پړي سره غړې

یا:

نن د تېرساعت ارمان فایده نه کا

که هزار ځله غاښ کښېږد م په ورغوي

غاښ په ورغوي ايښود ل د افسوس کنایه ده.

غاښ په ورغوي ايښود ل(مکنه عنه) او، افسوس(مکنه) دي.

د وهمه پټه (خفی کنایه)

            ـــــــ

نه پټیږي عشق د صبرپه پرده کې

دعشاقو طشت لوېدلای دی له بامه

له با مه د طشت لوید ل د رسوایی کنایه ده

یا:

طبل څه لره پنها ن وهی له خلقه

دهغو چې پریوتلی طشت تربام دی

                                    خوشا ل با با

دکنایی نورډونه هم لکه :

نژدې اولېری، صفت اوموصوفه کنایه.

استــــعـــا ره

  ــــــ

د استعارې ډیرپخوانی تعریف جاحظ بیان کړئ دی چې د البیا ن والتبیین په کتاب کي یې داسې راوړي دي:

استعاره د یوشي نومول دي په یونوم، پرته له اصلي نوم یې. کوم چې د نوموړي څیزځای یې نیولای وي.ابن خلدون د استعارې اهمیت په با ب، شعرپراستعارې ولاړ کلام ګڼي، او یووختی اروپایي پوهانو یوازې ژبه خیا ل اواستعاره ګنل او اروپایي وینا والو استعارې ته د مجازي تشبیهاتو ملکه ویل. د سرڅیړونکي منګل صیبیادَ ښتونو پربنسټ:

"استعاره (مستعار مجاز) په لغت کې د یوه شي امانت غوښتل دي ا و په اصطلاح  کې هغه مجا ز دی چې علا قه یې  تشبیه وي چې په استعا ره کې د متکلم ا صلي غرض تشبیه ده. خو د مبالغې په ډول یې وړاندې کوي لکه:

  کجه کجه په  نا ز درومې فهم بویه

 لاندې نکړې تر قد م د مخ ما رونه

پد ې ځای کې : مخ : قرینه، زلفې د تشبیه یو طرف(هغه طرف چې ندی ذ کرشوئ) او مارونه د تشبیه بل طرف (هغه طرف چې ذکرشوی دی) د زلفو او ما رونو ترمنځ توروا لې، اوږدوالی، پيچ وتا ب هغه شباهت دی چېعلاقه یې بولي."

یا:

د خورشید ګلونه جوړه په کې لیده شي

په هرځا ی چې د مشکو شاخ سورئ وي

پد ې توګه کره خبره د استعارې  په اړوند دا ده چی دشعرشکلې ا و منځپانګیزه ښکلا د استعا رې له برکته ده، ا و پرته لدې به شعر د شعر له کالبه بهر شي ا و په خپل لرلئ خوند ا و معنوي برم به له لاسه ورکړي.                                           

دا ټول له شعرسره او په تیره بیا د شاعرله کاري تجربی اوذاتي استعداد سره نیغه په نیغه تړاو لري، که دا ټول چې د شعرلفظي اومعنوي ارزښتونه ګڼل کیږي که په شعرکې نه وي شعرد شعري ښکاک له (جاذبی) څخه راوځي او په عادي اوبې خونده نثراوړي، مانا دا چې یادشوي شعري لفظي اومعنوي ارزښتونه د کلام ښکلا له پاره آن په نثرکې هم کارول کیږي.

 

۹ ـــ پوښتنه :  تاسې نن سبا د جولې (فورم) له مخې د شعر کلاسیک او دودیز ځېلونه یا ډولونه لکه :  دوییزه (مثنوي)،  بولـله ( قصیده)، غزل، څلوریزه  (رباعي) ،   درېیزه  ( مثلث )، پاړکی (قطعه) … څومره اړين او ارزښتناک بولئ، که په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟

ځواب :

زه دا یاد شوي عروضي ځیلونه د هرشاعرخوښی پورې تړلې ګڼم، شاعرخپل استعدادي پنځونی ته په خپله له یادو ځیلونو نه یو یې وټاکي. برسیره پریادو ځیلونونه،غزل چې زما په اند هیڅ شاعربه یې له ویلو بې برخې پاتې نه وي په پخواني اواوسنیوشاعرانوکې ترټولو ډیردود، دی په لنډه به د یادوځیلونو پردوه دریو یې یوڅه ولیکم.

غزل:

دغزل په برخه کې ډیرﺉ څیړونکي داسې نغوتې کړي دي: د ښځو په اړه خبرې اوله هغونه خوند اخیستلوته غزل وایي. 

مرحوم سید تقویم الحق کاکاخیل دغزل په باره کې داسې څرګندونه کوي:

"په عربوکې یوه اصطلاح ده (غزل الکلب) یعنی سپی غزل شو.وایی کله به چې دعربو ښکاریانو خپل ښکاري سپی دهوسۍ د نیولو له پاره خوشی کول، داسېیوحالت به را پیښ شوچې هوسۍ به ستړې شوه نوربه دمنډی وهلو توان ورته نه پاتی کیده اوخپل مرګ یې په خپلو سترګو لیده، وبدریده اوپه یوځانګړي اندازکې به یې سپیوته وکتل، دغه حالت به پرسپیو دومره اغیز وکړ چې بیا به دهوسۍ د څیري کولو خیال د دوی له مغزه ووت، ښکته سرونه به څملاستل".

په پورتنی څرګندونه کې د ښاغلي کاکاخیل مطلب له غزل څخه هغه کیفیت دی چې په مخاطب اغیزکوي اوهغه داحساس اوجذب په حالت کې له ظاهري دنیا پربله خوا،وړي. د پورتنی څرګندونې په تضمین غزل د کیفیت نوم دی اوکیفیت د مانا نومونو له ډلی څخه دي چې دهغی له پاره(جامع اومانع) تعریف نه شو راوړلئ.

دغزل لومړی بیت ته مطلع چې له دوه هم وزنه اوهم قافیه نیم بیتونوڅخه جوړیږي اووروستی بیت ته یی مقطع ویل کیږي.

څلوریزه :

څلوریزې ته په عربي کې رباعي ویل کیږي.د څلوریزېڅلور متحدالوزنه نیم بیتی وي. د څلوریزې لومړی بیت مصرع او دویم بیت یې کله مصرع او کله غیرمصرع وي.

د مفهوم له پلوه په څلوریزه کې یومطلب ذکرکیږي چې په لومړي نیم بیتی کې پیلیږي او په څلورم نیم بیتی کې بشپړیږي.

سارې:

فرزند که ښه شي د سترګو نورشي

د سترګونورشي د زړه سرورشي

فرزند چې بد شي غاښ د رنځورشي

غاښ چې رنځورشي نو د انبورشي

کومه څلوریزه چې لومړی بیت یې مصرع او دویم بیت یی غیرمصرع وي داده :

پتنګ نه دی په ډیوه چې ستي نه شي

بلبل نه دی چې په ګل فریادي نه شي

زړه یې مه بوله تورکاڼی دصحرا دی

په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

پاړکی(قطعه):

پاړکی د ګډونظمونو هغه ډول دی چې ټول بیتونه یې غیرمصرع وي یا په بله وینا د هربیت په دویم نیم بیتی کې یې قافیه را وړل کېږي. د قطعی ټول بیتونه متحدالوزنه وي. د دې ځیل لمنه ډیره پراخه ده اوهرډول مضمونونه په کې رانغاړل کیږي.لکه:

اندېښنه که په غره کښیږدی

غربه هم لکه ویښته کا

خوارسړی ملامت نه دی

که په غم کې ځان اوبه کا

۱۰  ـــ پوښتنه : په پښتو ادب کې کوم سبکونه شتوالی لري او د دغو سبکونو ځانګړتیاوې او اغیز د پښتو ادب د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره څه ډول ارزوئ؟

ځواب :

په پښتو لرغوني ادب کې د خوشحا ل خان خټک بابا،رحمان بابا، حمید بابا سبکونه د یادونې وړدي. په دې مانا چې د خوشحال خټک بابا سبک څواړخیزدی او دټولنیزژوند کابو ټول اړخونه یې سره رانغاړلي اوله همدېکبله د نړیوالو ادب مینه والو د پاملرنی وړ او آن حیرانوونکی درناوی وړګرځیدلي دي.

د رحمان بابا (عبدالرحمن بابا) سبک یوځانګړی تصوفي اوعرفاني سبک دی چې دهغه د اراد توالو له خوا یې په لمانځنه فال لیدنه کیږي او آن خپل راتلونکي ته پری ځان ډاډه اوبسیا انګیري. ښایي څرګنده شي چې، دسترخوشحال خا ن خټک بابا او رحمان بابا ادبی ښوونځی ډیر لیوال او پلویان لري.

دحمید بابا سبک د ده د شعري نړۍ نازکخیالي ده چې ځانګړی سبک یې خپل کړی دی.

زما په اند په دې برخه کې لا ډیرو ژورو څیړنوته اړتیا ده چې د پښتو لرغونی ادب او شعرسمندریز بهیر باندی پرله پسې کار وشي او، دا ویاړلئ بهیرادبي لامبوزنو ته زښته اړتیا لري.

که د شلمې پیړۍ شاعرانو ته د تاریخ د هماغه وخت د لره اوبره پښتونخوا شاعرانو ته کره نغوته وشي په دې باوریم چې د ډ یرو شاعرانوکوم چې د ژوند له پولی اوښتي لکه ژندوی یاد ګل پاچا الفت، عبدالروف بینوا،قیام الدین خادم ، پوهاند صدیق الله رشتین چی د پښتوادب ستوري ګڼل کیږي اوهم د استاد عبدالرحمن پژواک،سید شمس الدین مجروح، موسی شفیق، پسرلی، قلند رمومند، اجمل خټک، ولی محمد طوفان او داسې نوراو،یا هم هغه شاعران چې لاه د خدای شکر د ژوند په قیده کې خوندي دي لکه استاد مولانا زین الله منلی، اکادیمیسین سلیمان لایق، پروفیسورعبدالله بختانی خدمتګار، ‌اکادیمیسین ډاکټر استاد مجاوراحمدزیاراوداسې نورو شاعرانو د سبک پیژندنه وشي.

په غښتلي او ویاړلي باورخپل لیکلی یادګاردرنولوستونکیو ته پریښودلای شم چې د همدغو ویاړلومشرانو شاعرانو د بیلابیلو سبکونو له برکته د پښتواوسني شعري بهیر ورځ  ترورځې لاپسې غوړیږي اوغځیږي.

زه هیله من یم چې د اوسني تخنیکي وسیلو( انترنیتي) نه په ګټه اخیستو د پښتو ادب لرغوني سبکونه نړۍ ته لا وپېژند ل شي د پښتو ادب به د نړۍ له سیالو ژبو سره خپله سیالي په بریمنه بڼه ترسره کړي.

۱۱ ـــ پوښتنه : ستاسو پر اند د ادبي سبک اومکتب تعریف څه دی، او یو ادبي سبک او مکتب څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ ولې په معاصره دوره کې ادبي سبک او مکتب نشته. آیا ورته کار نه دی شوی او که دا حق څوک نه لري؟

ځواب :

د سبک په برخه کې چې زموږ په ادبي دودیزه  افاده کېسیا ق، اسلوب، طریقه، طرز، روش اوشیوه په مترادفه بڼه کارول کیږي. په انګلیسي ژبه ورته سټایل او په لاتین کې ورته سټایلوس وایي. د پښتو معاصرادب ستوري ژوندی یاد ګل پاچا الفت د سبک په اړه د یادونی داسې یادګار پریښئ د ی:

" سبک په رښتینې معنا سره، سپین زر ویلی کول او په قالب کې اچول دي، مجازادبیا ن د اظهار خاص طرزته سبک وایي  " د سبک یو څه مفصل تعریف  دا دئ : د ژبې د    کارولو خاصه طریقه چې د یوه لیکوال ادبيمکتب، پیریا صنف ځانګړنه وي سبک بللی شو. د سبک پیژندني په برخه کې د وییونو کارول د جملو جوړښت ډول، انځورونه اوهم د بدیعي صنایو کارونه د لیکوال اوشاعرځانګړنه څرګند وي.

د سبک لرغونی تاریخ په څرګنده توګه د ارسطویي او افلاطوني معنا ترمنځ توپیررا په ګوته کوي معنا داچې : دا رسطویي تعبیرله مخی هر لیکوال د سبک څښتن دی اماّ افلاطوني تعبیر بیا سبک داسې یو ډول خصوصیت ګڼي چې خپلو غوښتنوته د څرګندولو مناسب یا،وړلارمومي. په دي توګه سبک یومثبت صفت دی چې ځینی لیکوال یې لري اوځینی ورنه بې برخې دي.

‌ژوندی یاد استاد محمد صد یق روهی په دې برخه کې دا سې څرګند ونه کوي:

"سبک عربی کلمه ده چې د سرو زرو او سپینو زرو،ویلی کولو او تویولوپه معنا راځي او سبیکه د زرو ټوټې ته ویل کیږي، اماّ په اصطلاح کې سبک د ویلو او لیکلو خا ص   ډول او طرز ته ویل کیږي. د عربي د سبک په مقا بل کې اروپایا ن د (سټایل)کلمه استعما لوي، که څه هم چې د سټایل لغت د سبک په نسبت  زیا ت جامعیت او ارتوالی لري؛ ځکه چې د غربیانو (سټایل) دټولو کړو، وړو (لکه نڅا، رسم او داسې نورو) له  پاره چې په یوه خاص او ممتازډول سره وي، استعما لیږي. د پاړسو پخوانو ادباوو به د سبک پرځای فن، طرز، سیاق،طریقه، شیوه، اسلوب، دا، او داسې نورې کلیمی   استعما لولې، مګراوس د سبک کلمه ډیره تعمیم شوې ده.

سبک د کره کتنې اصطلاح ده، چې د ځینو په نظرنوع اود ځینو په نظر یو کل دی، چې د هغې په وسیله د افادې وصف یا ډول پیژند ل کیږي، د یوه تعریف له مخي سبک د  کلماتو هغه ترتیب ته وایي، چې په خورا ښه ډول د لیکونکي شخصیت، مفکوره او ‌ذهني نظرڅرګندکړي."

د سبک په اړه تیروځوابونو کې نغوتی شوی دي خوبیاهم، ویلای شم چې سبک د هر انسا ن د ذهني څرګندونو پایله ده چې یا یې په نثري اویا هم په شعريژبه څرګند وي. د نوموړو لیکوالو ادبي پلویا ن کله چې د هغه پرپل، پل ږدي ا و، ورو په ورو یې ډ له ډیریږی دهماغه لیکوال او، یا هماغو لیکوالو په نوم یادیږي. 

زما په اند کیدای شي چې یو لیکوال د څو اړخیز ادبيشخصیت لرلو له کبله په نثرکې د ، یوه سبک او په شعرکې د بل سبک په کارولو کې ذاتي استعداد خپل کړي. که دا سبک د نورو وي او، یا هم د دې سبکونو بنسټګرپخپله دی وي.

د ښوونځی جوړښت د، ورته سبکونو د بنسټیز کیدو او دتاریخي ریښو ترغځولو را وروسته  رامنځ ته کیږي.

سرڅیړونکی محی الدین هاشمي  د خپلې یوې لیکنې په ترڅ کې په برخه کې د ادبي مکتب د جوړښت او پایښت مسّله کې د ادبي ښوونځیو په اړه داسې وایي :

د ادبي مکتب را منځ ته کیدل، د یوې ټولنې په ټاکلیو کېتاریخي، ټولنیزه او فرهنګی شرایطو پورې اړه لري اوهرمکتب د یوې ډلې ادیبانو د ذوقي او فکري تمایلاتو اوګټو استازیتوب کوي نو ځکه د تاریخ  په اوږدو کېبیلابیل ادبي جریانونه د خپلو ځانګړیو تاریخياوټولنیزو خصلتونو په لرلو سره د بیلابیلو پرګنو، د ډله ییزو ارمانونو او ګټو د تبلیغ  لپاره کاریدلي دي. 

د هرادبي مکتب یا جریان ځانګړنې په ادبي اثاروکې په تدریج سره څرګندیږي. هر ادبي مکتب، د پخواني یا مخکیني مکتب د نظریاتو د لړۍ طبیعي نتیجه ده او کله کله د هغه پرضد یو عکس العمل یا پاڅون او بغا وت دی.

نو ویلای شوو چې د هیڅ ادبي مکتب پیدایښت،جوړښت او پایښت تصادفي او ناڅاپي کارنه دی. د یو ادبي مکتب را منځ ته کوونکو، یا بنسټ ایښودونکو هم په لومړیو کې د خپل ادبي مکتب د ځانګړي کار او ادبيارزښت له ځانګړنو څخه پوره خبرتیا نه ده لرلی وروسته بیا ادبپوهانو اوکره کتونکو د څیړنو په بهیرکې د هغوی ادبي اوهنري لاری تشخیص، ادبي ارزښتونه یې ښودلي او تدوین کړي دي اوهغه یې د یوه ځانګړي مکتب د کړنلاری په توګه اعلان کړي او دهغوی ادبي روشونه اوهدفونه یې توضیح کړي چې په نتیجه کې بیا نورو هنروالو د هغوی دې ادبي اوهنري لاری ته پام شوی،

هغه یی تعقیب کړی د پیاوړتیا، یا بشپړتیا پولی ته رسولی او په دې ډول یې د یوه ځانګړي ا دبي مکتب بڼه خپله کړی ده. د یادونی وړده چې ځینې ا دبي مکتبونه په لومړیو کې د نظریو او تیوریو په توګه رامنځته شوي، وروسته بیا هغه نظر یا تیورۍ نورو لیکوالو په عمل کې  پلی کړي او د وخت په تیریدو سره ور څخه یو ادبي مکتب جوړشوی دی. 

که څه هم د یو ادبي مکتب څرګندیدل په یوې تاریخي دوره کې پرټولنه له مسلطي او حاکمی ټولنیزی، سیاسي او فرهنګي اوضاع څخه سرچینه اخلي، مګرله دې سره سره بیا هم کله کله داسې شوې دي چې په یو وخت کېبشپړ متفاوت ادبي مکتبونه په هیواد اوسیمه کې رامنځته شوي، یو د بل په څنګ کې یې وده موندلی او، له خپل منځي توپیرونو سره سره هر یوه ځان ته خپل پیروان موندلي دي چې ډیره  ښه بېلګه یې په پښتو ادب کی درحمان بابا عرفاني، تصوفي ادبي مکتب اود حمید اوشیدا د نازکخیالي  ادبي مکتبونه دي، چې کابو هممهالي وو اوهریوه خپل پیروان موندل.

دا چې اوس ولی سبک اومکتب نشته د تیرو دریو او څلور پیړیو ټولنیزو حالاتو په توپیر د شاعرانو او لیکوالو نه همغږي ده. که څه هم د رسنیو اوسني پرمختګونه ټولې پخوانۍ ستونزې له مینځه وړې دي او په تیره بیا شاعران اولیکوال کولای شي له بل هروخت نه په ډیره آسانی له یو بل سره اړیکه ټینګه کړي او آن دا چې دماشینی ژباړی شونتیاوی هم رامنځته شوي اوس هم که ژوندئ  پاملرنه وشي د تیرو پنځو لسیزو لیکوالو لکه :ژوندی یاد پوهاند رحیم الهام، اکادیمیسین سلیمان لایق،ژوندی یاد استاد اجمل خټک، ژوند یادغنی خان، پوهاند داکترمجاوراحمدزیارصیب، استاد سعدالدین شپون صیب اونورو د لیکوالی سبکونه له یوڅه نژدیوالی سره بیا هم یو له سره بیل دي.

دا چی د سبکونو له ورته والی سره سره ولی د کوم مکتب بڼه یې لکه اروپایی هیوادونو غوره کړی نده ؟

د دې پوښتنې ځواب….

۱۲ ــ پوښتنه : ستاسې پراند نظم یا شعر او نثر څه  توپیر لري؟ او دا راته ووایاست،  د خلکو په راویښولو او د ملي ولولو په راپارولو کې شعر زیات اغیز لري او که نثر؟ آیا تاسوهم نثرونه لیکلي دي اوکه نه؟

ځواب :

نظم ؛؛؛؛ نثر یوغیرمنظوم کلام دی چې ټول انسانان خپلورځنې چارې پرې سمبا لوي او یو تر بله افهام او تفهیم ترسره کوي.

همدا شا ن په نثرلیکل شوي داستانونه له تاریخي روایتونه نیولی ترلنډ و کیسواو ټول په علمي بیلو بیلو برخوکېڅیړنیزکتا بونه چې د ټولنیز ژوند روښانه هنداره جوړوي، او له  برکته  یې ورځ  تر ورځې دا برخه لا بډایهکیږي. اطهرپرویز(ا د بڅیړنه) چې ژباړنه یې څیړندوینه عاقله سادات ده داسې لیکي:

“شعر له احساساتو سره تړاو لري او دا د شعر روح دی، دلته خیا ل له احساسه پیدا کیږي اوخیا ل دشعرترټولو مهم توکی دی، خیا ل د شاعر په ‌ذهن کې داسې پیدا کیږي لکه د شکل د سیوري  په څیرله پخواورسره یو ځای وي.”

یانی دا چې تخلیقی عمل هغه دواړه په یووخت کې په خپل ځان کې سره را نغاړي عام خلک پدې تیروتنه کېدي، چې شاعرپه خیا لی نړۍ کې اوسي اوهرڅه چې لیکي هغه د اعتبار وړ نه دي او د خپلو خبرو د اثبا ت لپاره وایي، چې شاعرله هغې ژبې کار اخلي چې له ورځنې ژبې سره توپیرلري، هغوی د دې پرځای چې خبرې په ساده الفاظو وکړي برعکس پخپلو خبروکې له استعارې څخه کاراخلي اود دې پرځای چې ګرامري اصول په پام کې ونیسي په عروضي دود نظمونه لیکي په داسې حال کې شاعرترټول ډیرحقیقت پال دی، د هغه په ژبه کې تصنع نشته په مصنوعي ژبه او لهجه نه بلکې  په خپل ځانګړي انداز خبرې کوي. 

د خلکو په راویښولو کې تاریخ په وار وار ثابته کړې ده چې شعري ژبه توره له تیکی ایستلو ته ورته ده او د بی باوروِ غورځنګونو او بیا دغورځنګونو بریا لامله ګرځید لی ده. زموږ په ویاړلي دښمن وژونکوغورځنګونوکې د ملالی دا غیرتي تلپاتې او توریاله  ناره چې :

که په میوند کې شهید نشوې

خدایږو لالیه بې ننګی له دې سا تینه

د شمله ورو غازیانو په مټو کې د نوي زوراو میړانې یوه داسې انګازه وپاروله  چې د غلیم تعرض ماتولو ته بل قیامتي تعرض رامنځته کړه او تاریخي  ویاړ یي افغانيغازیانو ته ور په برخه کړه چې د نړۍ تاریخ پوهان اوتاریخ لیکونکي ورته ګوته په غاښ پاتی دي. دلته د یوې لنډۍ زور په هغه نا برابره جګړه کې د یوې اوږدی سیاسي وینا سره هیڅ نه پرتله کیږي. ښایي په زغرده اعتراف وکړو چې د شعر اغیز د نثر په پرتله نه یوازې په رزمي چال چلند بلکې د ورځني ‌ژوند په ټولو برخو کې ډیردی. د ساري په توګه :

ما د رته وې پوره به یې نه کې

د یارانې خبرې ګرانې دي میېنه

په پورتنی لنډۍ کې مینه د کلیمې په رښتني مانا که له خپلې مینې سره مینه وي یا هم د دیني عقیدی له پلوه چې په خوله یوه او په عمل کې بل څه وي اویا دا چې دسیاست په ډګرکې له خپلې ورکړه شوې ژمنی په بله اوړي ټولوته لوست ورکوونکې ده او د کارپه پیل کې هریوه ته د نه پښیمانی سوګند ورکوولو ته نه هیریدونکېنغوته ده. زه د نثر کومه ټولګه نه لرم اود مقالو په برخه کې مې له (۱۳۴۴) لمریزکال نه چې د استقلال لیسی دخپلو بیلوبیلو ټولګیو د دیوالي جریدو رامینځته کوولو اوچلوول مسول وم، اوهم د انیس، هیواد، اصلاح، پامیر په خپرونو کې مې لیکنې خپاره شویدي. بیا په پېښورکې چې له دریو مجلو(ارتقا، اقتصاد او مادرافغان) سره مېرسمي کارکاوه دالړۍ مې تانده ساتلی وه. همداسې دسباوون او څرک مجلی ایدیتور او د رابطه مجلی (په پا رلمانی چاروکی د دولت وزارت خپرونی) بنسټ ایښید ونکی او د تحریرغړئ.

همدا رازما، په (۱۳۸۳) لمریز کال په ملی شورا کې د سلاکاری ترڅنګه د افغانستان ښځوشبکی ته ) دپنځوسو فعالو میرمنو بیوګرافي چاپ ته چمتوکړ او دنوموړي موسسی لخوا چاپ ته ورسیده.

۱۳ – پوښتنه : که چیرې د خوشال خان خټک او رحمان بابا شعرونه ته ځانګړې پاملرنه وکړو، ښایي د شعرونو ډیرې بیلګې او خواوې یې د بڼې او محتوا له مخې توپیر، ونه لري خو څه داسې خواوې او څیزونه هم شته، چې د دوی شعرونه سره بیلوي.تاسو په دې اړه څه لید لرئ؟ 

ځواب :

دخوشحا ل خا ن خـټک ادبي ښوونځی(مکتب) چې د خټکو په ادبي مکتب هم نومول کیږي په یوولسمه هجريپیړۍ کې رامنځته شو. د دې ادبي ښوونځی لارویان په لومړي سرکې پخپله د همدی ادب سالارد کورنی غړی له ځینو زامنو لکه اشرف خان هجری، عبدالقادرخان خټک،سکند رخان، صدرخان خټک او نورو لیوالانو دي.

د خوشحا ل ادبي مکتب په اړوند څیړنوال محمد حکیم تڼیوال داسې لیکي :

۱ـ پښتو ادب یونوي پرمختیایي  پړاوته داخلیږي اود دې پراختیا له پاره یې شعوري هڅې پیلیږي. 

۲ـ د مسجع او متکلف نثر پرځای ساده، روان اودخلکومحاوری ته نژدی نثر لیکنه پیلیږي، او د خټکو ځانګړی لیکدود (رسم الخط) رامنځ ته کیږي.

۳ ـــ په شاعری کې حما سي، رزمي او ملي روحیه ډیره پیاوړي کیږي اود پښتو له ټولنیز ژوند څخه رنګ اخلي.

۴ ــ پښتو شعرد مضمون له پلوه بشپړشو. په پخوانیو عشقی، عرفانی، وعظیه اخلاقی موضوعا تو برسیره دټولنیز ژوند بیل بیل موضوعا ت، تاریخي پیښې، پرټولنه انتقاد، د وطن اوقوم سره مینه د ده په شعرکې په پراخه پیمانه منعکس کیږي.  

۵ـــ پښتو ادب ته د شرقی شاعرۍ ټول ډولونه، لکه غزل،قصیدی، رباعی، مثنوی او مربع بر سیره مسد س، مثمن، ترکیب بند، ترجیع بند، ذوالقافیتین او نور ډولونه په پښتو شاعری کې په پراخه پیمانه رواج مومي.

۶ ــ د پښتو ملي کیسې (لکه آدم خان اودرخانۍ، دلې اوشهۍ) ولیکل شوې اوهم له نورو څخه ډیرې کیسی وژباړل شوې اود پښتو د قصصي او حکایوی ادب پانګه درنه شوه.

۷ ـــ د دې ادبیات د موضوع د رنګارنګۍ اوهنري ارزښتونو له پلوه ښه بډای کیږي او د سیمی له ادبیاتو سره د سیالۍ  څنګونه وهي.

۸ ــ شاعران په خپلی ژبې برسیره په فارسي ژبه هم شعر وایي.

د دې سترنامتو ویاړلي شخصیت قلمي یا د ګارونه د پښتو ژبې لپاره یو داسې بنسټ دی چې د نړیوال ادبپاهونو ورته ، درناوی کوي او د خپل دکتورا تیزسس بشپړ کړی اوکوي. د دوی د شعري سمندر مرغلرو ته په نغوته کې ښاغلی څیړندوی عبد ل ا لظاهر شکیب : دخوشال خټک اشعار د قافیی، فورم او بدیعي ښکلا له نظره ترعنوان لاندی پنډ کتاب لیکلی چې په شپږوڅپرکیوکې داسې خلاصه کیږي:

لومړی څپرکی: د موضوع پسمنظر

دویم څپرکی: د خوشا ل ادبی ژوند ته یوه کتنه

دریم څپرکی: د خوشا ل خټک د اشعارو قا فیوی اړخ

څلورم څپرکی: د خوشا ل خټک د اشعارو بیلابیل فورمونه

پینځم څپرکی: د خوشا ل خټک په اشعارو کی بدیعی ښکلا وې

شپږم څپرکی: معنوی ښکلاوې .

چې په ټولیزه توګه د دې ټولو ډولونو شمیر(۱۳۲) ته رسیږي او هریویې ترلنډی تبصری وروسته د شعري مثا لونه سره توضیح شوی دي.

د یادونی وړګڼم چی د همدې معتبراثر له لومړی څپرکی نه په لنډه دا برخې درنو لوستونکو د ګټی پورته کولو لپارهوړاندی کوم :

د هند په نیمه وچه کې د خوشال مطالعه له پښتونخواسره کابو یو وخت پیل شوې ده، علامه اقبا ل لاهوری (۱۸۷۳ یا۱۸۷۷ ـــ۱۹۳۸م)  لومړنی هندي عا لم  دی،چې د   خوشا ل خان په باب یې په انګریزي ژبه یوه مقاله لیکلی او نوم یې ورته ا یښی دی  (افغا ن جنګیالی شاعرخوشا ل خان خټک) دا مقاله په حیدرآباد دکن کېد خپریدونکی (Islamic cultur  ) نومې مجلې د(۱۹۲۸) زیږدیز کا ل د جولای په ګڼه کې چاپ شوې ده.

د علامه اقبا ل لاهوري د مقا لې د نشر پر کال (۱۹۲۸) زیږدیزمېرمن خدیجه بیګم فیروزالدین  په  پنجا ب کېپرخوشا ل خان بابا کار شروع کړ او د خپلی دوکتورا    (P.H.D) تیسس یې په انګریزي ژبه د خوشا ل خان پرژوند او کارباندې لیکلی دی.

دا تیسس په خوشال خان لومړني لیکل شوی تیسس دی چې خدیجه بیګم فیروزالدین د خپل نهه کلن کړاو وروسته بشپړکړی دی. دغه تیسس په انګریزی ژبه دی،چې له انګریزي ژبې څخه پروفیسوراقبا ل نسیم خټک په ارد وژبه ژباړلی او له اردو ژبې څخه په پښتو ژبه باندې پرکال (۲۰۰۹) زیږدیز کال ښاغلی اجمل ښکلې ژباړلې دی. دا تیسس دوې برخې لري لومړۍ برخه یې لس فصله لري، چې دوه یې د خان کورنۍ او اسلافو دي او،اته بابه بابه یې د ده پرژوند لیکلي دي، چې له زوکړې ترمړینې ټول حالونه په کې راغلي دي، پټه دي پاتی نه وي، چې دغه تیسس پرخوشا ل غالبا لومړنی مستقل اثرهم دی، چې د ده د ژوند احوال په بشپړه توګه بیانوي.

علامه اقبال له دې تیسسه خبر و او مېرمن خدیجی ته یېد دې تیسس په باب مشورې هم ورکړي وئ، لکه خدیجې چې د تیسس په مقدمه لیکلي دي:

" زما بله مجبوري ذاتي نوعیت لري اوهغه دا چې دخدای بخښلی سرمحمد اقبا ل سره د یوې وعدې له کبله په دې پړه ووم، چې زه به د خوشال په سیاسي سرګرمیو یوباب به خپله مقاله کې ځایوم، زه امید لرم چې زما دغه ارتکاب جرم به قابل معافی وګڼل شي."

تردې وروسته بیا ډیر یو بهرنیانو د خوشال خټک پرآثارود دکتورا تیسسونه لیکلي دي چې د پښتو ادب لپاره د ډیر ویاړځای دی اوښایي په دې برخه په خپله افغانان اود پښتو ژبی مینان نوښتګر ګامونه پورته کړي.

د رحما ن بابا تصوفی،عرفانی ادبی مکتب :

د پښتو لرغوني ادب پیاوړی اونوښتګرشاعررحمان بابا(۱۰۴۲ ـــ ۱۱۲۸) لمریز منحصرفرد ته ځانګړی تصوفي، عرفاني ادبي سبک بنسټګر اوخاوند. 

د رحمان بابا د کلام اغیزه په تصوفي او عرفاني نړۍ بیساری ده او آن تردې کچې چې د دې ښکاک (جاذبی) مینه وا ل یې له شعرونو نه د خوند اخیستلو برسیره دخپل ژوند راتلونکی خیر ښیګڼی ته فا ل لیدنه هم کوي اوپه ډیره درنه سترګه ورته ګوري.

دتاریخ په اوږد وکی دیوه ادبی مکتب بڼه غوره کړې ده ا ود رحمان بابا تصوفي عرفاني ښوونځی (مکتب) نوم یې خپل کړئ دی.

ښاغلي څیړنوا ل محمد حکیم تڼیوال په خپل اثر(د پښتوشعرسبکونه) کې د دي ادبي مکتب د پلویانو او ادبي ځانګړنې په تړا و د اسې لیکي :

د دې مکتب نومیا لي پلویان : یونس خیبري، معزالله مومند، اخوان ګدا، حافظ الپوری، میانعیم متی زی،عبدالعظیم راڼیزی، عبدالرحیم هوتک، مطیع الله اونوردي. اوادبي ځانګړني:

۱" ـــ د دې مکتب پلویا ن زیاتره د اخلاقو او نصایحو دبیان خوا ته ډیره پاملرنه کوي. 

۲ ــ د تصوف او عرفا ن پیچلی مسلی په ساده، روانه،خوږه او رنګینه ژبه بیانول د دې ادبي مکتب ستره ځانګړنه ده.

۳ ـــ د عربي، پارسي ژبوکلما ت، اصطلاحات، تشبیهات او استعارې په پراخه پیمانه پښتو شاعرۍ ته راننوتې دي.

۴ ـــ د پښتو شعر وده موند لې ا و ډیرو شاعرانو د خپلو اشعارو دیوانونه  ترتیب کړې دي.

۵ ــــ په دې ادبي مکتب کې د پښتني چا پېریا ل خپل رنګونه په ځلیدو دي او دهندي سبک اغیزې په کې ډ یرې نه لید ل کیږي.

۶ ــــ د دې مکتب د پلویانو شاعرانو په ځینواشعاروکې دهنراو شاعرانه خیالونو نړۍ خپلې ځانګړنې لري،انځورونه اوخیالونه یې ساده، مګرډیر ښکلي، په زړه پورې او د لوړ ادبي معیارو نه برخمن دي.

۷ ــــ د دې ادبي مکتب پلویان واقعیتونو ته ډیره  پاملرنه کوي او د خیا ل پلویتوب او تابعیت په کې ډیرکم دی."

دهمدي پورتنیوځانګړنوسره ښه به وي چې ګران لوستونکي پخپله د دواړو ادبي مکتبونو په اړه د قضاوت ذهني نیلی وځغلوي او د توپیرونو پوله مشخصه کړي.

۱۴ــ پوښتنه : تاسې په شعرو ادب کې اسطوره څه ډول راپیژنئ (تعریفوئ)؟

ځواب :

کله چې انسان په لرغونو زمانو کې ژوند کا وه، له اوسنيژوندانه سره ‌ډیر توپیرلري. ابراهیم واشقانی براهانی داسې لیکي:

اسطوره له عربي ژبې راغلې ده چې په المنجد کې داسېلولو: الاسطوره ج اساطیر: القصه اوالحکایه وفیها مزیج من مبتدعات الخیال والتقالید الشعبیه: چې له خیا ل اولرغونو زمانو سره ګډ والی لري.

په عربي ژبه کې اسطوره له یونانی اصل  چې له انګلیسي لغت سره د یوې کورنۍ ګڼل کیږي د تاریخ په مانا ده.

همدا راز ښاغلي طایرځلاند په خپل اثرادب اوتجربه کي د( یویشتمی پیړۍ کې د اسطورې ادبي ارزښت )ترعنوان لاندې داسې لیکي:

"ّ په هغه وخت کی چې انسان د ښاري ژوند خواته نه وګرځیدلی اوهغه اسانتیاوی یې نه وې ترلاسه کړې چېد ژوند د پرمختګونو، ضرورتونو له پاره لازم وې، نه هم دجغرافیایی انکشافاتو سره اشنا و، خپل ژوند یې په یوه محدوده سیمه کې تیراوه، نو ذهن یې ترډیره محدود اودعقلي دلایلو په نتیجه کې د راپورته کیدونکو مسایلو په پرتله یې په توهماتو یقین زیات و. هغه انسانان چې دساینسي تجربو لیری وو دهغوی په ‌ذهن داسېتصورات حاکم وو، چې له مخی یې د ژوند ژواک ډول اوطریقه ټاکله. 

په همدې وخت کې د بیلابیلو موجوداتو په اړه د هغوی په ذهن کې ځینوتصوراتو ځای نیولی و، د خامارانو(ښامارانو)، ښاپیریو د خدای، ملایکو، بزرګانو د لمر،سپوږمۍ او ځینو نورو موجوداتو په اړه یې کیسې جوړې کړې وې او په هغې ټولنې کې ورته د حقیقت په سترګه کتل کیدل، چې په واقعیت کې په هغه یوحقیقت نه بلکې دانساني مخ پر ودې ذهن د تخیل هغه دنیا وه چې هغوی به له ځان سره تصورکوله."

بې ځایه به نه وي چې په همدی برخه کې یو اسطورییزداستان چې استعاره جوړښت یې هم د پام وړ دی کټ مټ را واخلم.

"وایِي یو ځوان په خپله سیمه کې د یوخان په لورعاشق شو، خان د دې لپاره چې وګوري غوښتونکی یې څه ډ ول سړی دی په هغه کې شرطونه ټاکي، چې په پوره کولوسره به یې لور ورکوي. ځوان په خپلو یوشمېرشرطونو کامیابیږي، خود وا ده د زیاتو مصارفوترلاسه کولو لپاره یو بل هيواد ته روانیږی، په خپل آس دیو نامعلوم ښار په لوري روانیږي او په لاره کې دډیروسختو سره مخ کیږي، خو ښارته په رسیدلود یو ډیرعجیبه وضعیت سره مخ کیږي ټول خلک خفه وي او ښارژورخفګان ټپ کړی وي، دی له چا پوښتنه کوي، چېخلک ولی خفه دي او د خلکو د ترپرئ کید و لامل پوښتنه کوي، یو بل څوک ورته وایي چې له څه مودې راهیسې په دې ښا رکې څه بلا روږدې شوې چې هره ورځ د دې سیمې څخه یوه پېغله دې، ښامارته راوړلی کیږي، چېکله ښامار وږی شي نو خپل ټاکلی ځای ته ځان رسوي اود کلي له خوا ورکړل شوی ډالۍ په خورا ښه تندي مني. که چیرته د ښا ما ر په دې شرط کې چې هره ورځ باید یوه پیغله ورته کیږي، کمي راشي نو ښامار به ټول ښاروخوري. له همدي ویرې خلک په ډيرې پاملرنې سره دښامارشرط مني او په خپل ټاکلي وخت د کلي یوه پیغله ترښاماره رسوي.

ښارته راغلئ  نوی ځوان د دې کیسې په اوریدلو حیرانیږي خو د خلکوسره یوځای په ډولۍ پسې روانیږي چې د دې ښارد واکمن لورښامارته وړلې کیږي. ډولۍ په یوځای کې کيښودل کیږي او د ښارخلک ترې بیرته په ستنه راځي.

مسافرپه هم هغه ځای کې پاتي کیږي اوورځې د ډولۍ خوا ته په ډولۍ کې ناسته پیغله چې په تنها دشته کېځوان وګوري نوحیرانه شي، چې ټول خلک ولاړل دا ولې دلته پاتې شوئ، پیغله ځوان ته وایي چې د ښامار وخت رانږدې کیږي اوکه له دې ځایه ولاړنه شئ نوښامار به یې وخوري.ځوان پیغله له نږدې ګوري چی خورا ښکلی وي، ورته وایي چې ته بی غمه شه خو، زه ډیرزیا ت ستړی یم باید یوه شېبه دمه شم، خوچی کله ښامارراځي نوبیا مې ویښ کړه.

پیغله مسافرته وایي، چې د ښامار د راتګ نښی دا دي، چې مخکې ترې باد وباران راځي، مسافرد جینی په زنګانه سر ږدي او ویده شي، شېبې وروسته ډیرزیات تیزتوپان اوسیلی پیل شي اوبیا ورسره باران هم پیل شي. د پېغلې له سترګو اوښکې راروانې شي او دمسافرپه مخ څاڅکې تویې شي مسافر له خوبه راپورتهشي او پوه شي چې اوس ښامار را رسیږي، ښاما ر له قهره تا ویږي خوځوان ته وایي چې دی باید له دې ځایه لاړشي کنه وبه یې خوري. ځوان وايي چې څو هغه ژوندی وي ښاماربه ښا ما ربه دهغې پیغلې خوړلوته پرې نږدي.

لنډه دا چی د ځوان او ښامار سره جنګ کیږي اوځوان په دې توانیږي چی ښامارپه توره نیم کړي او پېغله جینۍ بېرته د پلا رکورته روانه کړي.

د ښا مار په مرګ په ښارکې خوشا لي جوړه شي د ښا ر د واکمن لورهم لوړه وکړي چی یواځې مسا فرځوان سره واده کوي.

د فولکلوریک داستا ن دا برخه د اسطورېي ادبیاتو یوه ښه نمونه ده، خو ممکن د اوسني ساینسي پرمختګونو اود شعورد ودې په دې پېرکې خلک د ښاماراومسافرځوان کیسې ته په ښه نظر ونه ګوري. ځکه چې اوس هرچاته معلومه شوه چې نه خوښامارشته او، نه هم د کوم ښار او ښامارترمنځ دا ډول تړه کېښودل شوې چې هره ورځ دې ورته له ښاره په ډولۍ کې دې یوه پېغله وروړي څوښارترې په اما ن وي.

داسمه ده چې د دا ډ ول پوښتنوکولو ګنجایش پیداکیږي،خوهغه مها ل چې کله په اسطوره

کې دا وړتیا نه وي چې د وخت دغوښتنوسره دې ځان اومعنا بد له کړي د دې اسطورې تخلیق پر مها ل دقیق معلوما ت چې علت څه و چې دا ډول اسطوره  تخلیق  کیدله خو اوس هم دا ډول اسطورې بې معنا نه دي. په حقیقت کې د اسطوریی ادبیا تو ژبه استعاراتی وي، اوپه استعاراتي ژبه کې دا وړتیا اوصلاحیت وي چې هغهد وخت په تیرید و سره ځا ن ژوندۍ وسا تي، د بيلګې په ډ ول په پورته یا دې شوې اسطورې کې یا کړلی شوي کردارونو او، واقعاتو څخه موږ یو ډول نورې معنا وې هم اخیستلی شو.

ښا ما ر په استعاراتي جوړښتونو کې تل د شخص لپا ره استعما لیږي چې ډیرظالم وي او د خلکو په حقوقو اوملکیتونو قبضه کوي. د ښا ما رد راتګ سره  باد او باران کېدل او توپا ن راتګ د هغه مها ل د بحراني وضعیت استعا راتی اظهاردی چې کله د خلکوحقونه تلف شي،پیغله ورکول زموږ د ژبنیو جوړښتونو له مخې دعزت اووقار استعاره ده، زموږ په ټولنه کې ښځه د یوې کورنۍ او، یا قا م عزګڼلی کیږي، کله چې د یوقام ټولنه کې ښځه د یوې کورنۍ پیغلی ته څوک په بده سترګه وګوري په حقیقت کې دهغې معنا دا ده چې حیا اوعزت یې  ترې واخیست په دې اسطوره کې هم په ښا ر د ښامار روږد کیدل او بیا د ښا رد خلکو له خوا هره ورځ یوه ورځ پیغله ورکول په دې معنا ده چې خپل عزت اوغیرت له لاسه ورکوي. په دې اسطوره کې د ښامار وژنه په حقیقت کې د هغه د بغاوت نمونه ده چې د دا ډول ښامارصفته انسا ن یا ځواک څخه یې د آزادۍ په معنا ده اوهغه ځوان ته چې له ښاماره یې د پیغلو ژوند خلاص کړئ وي او بیا هغې سره د ښارد واکمن لورواده په حقیقت کې د ولسي درناوې ورکولواستعاراتی معنا ده. ممکن له دا ډ ول نورواسطورڅخه لوستونکی نورې معناوې هم واخلي ځکه چې دا یو ډول استعاراتی اظهاردی، کوم چې د وخت له تیرید و سره خپلې معنا ګانې هم بدلوي. اوهمدا هغه څه دي چې په یويشتمه پیړۍ کې د اسطورو ادبي ارزښت روښانه کوي.

ادب چې موږ د انساني ذهن او شعوراظهارګڼو نواسطورې د انساني ذهن د نړۍ یوه رنګینه برخه ده، ځکه چې دا، د انسان حسي تجربی دي او ادب د همدا ډول تجربو د فنکارانه اظهارنوم دی. 

دلته د historia اوhistori وییونه ژوندی یاد مهرداد بهارایراني له هندو اروپایي له ریښې vid د سانسکریت له کورنۍ vidya اولرغونی فارسي سره چې د پوهې په معنا ده همغږی ګڼي. په دې توګه اسطورې اصلا د بشرپیژند ګلوی لپاره د تاریخ په اوږدوکې یو رپوټ ګڼلای شوچې د ساینس science علم له پیدایښته  را وړاندی له څوعلمي لارښوونو نه په ګټه اخیستو سره یې د هستی تفسیرولو لپاره کاراخیست.

په ادب اوشعر کې د اسطورې د پښی منډ په تیره لرغونوآثاروکې ‌‌ډیرترسترګوکیږي.

۱۵  ـــ پوښتنه : لنډۍ په پښتني وګړني ادب کې ډیر مهم شعري او سندریز ځیل (ژانر) دی. تاسې لنډۍ د څومره والي، ټولیزوالي، ګرانښت و منښت له پلوه څه ډول ارزوئ؟

ځواب :

لنډۍ په پښتني وګړني ادب ډیربیساری اغیزه لرلی ده اولري یئ. د لنډۍ ژبه دومره چې لنډه ده هومره هم خوږه اوهرچاته یعنی نرینه اوښځینه وته منلی او د ژبېپرسرده.

لنډۍ د شمیریا څومره والی له پلوه بې شمیره او دټولیزوالی ګرانښت اومنښت له پلوه هراړخیزه او د ژوند ټولې برخی په کې ځای لري نو له همدی کبله د تاریخ په اوږدو کې د هرچا د پام اود ستاینی وړدي. څو بیلګې په لنډه توګه:

ټولنیزسلوک او د مینې اهمیت چې له دواړو لورو ښایي دهمیشني پاملرنې وړ وي داسې ښکلې بلنه څرګندوي:

مینه په تلو راتلو زیاتیږي

کله راځه کله به زه درځم مینه

په پورتنی لنډۍ کې مینې ته د مقابل لوري هڅونی سره سره یوې پټې ادبي اخطاریې څرک هم څرګندیږي اوهغه دا چې:

مینه په تلوراتلوزیاتیږي

که ته رانشې زه هم نه درځم مینه

دا مطلب که په ساده ژبه وویل شي د ګیلی بڼه غوره کوي اودوو دوستانو ترمنځ لفظي شخړې لامل ګرځي،خو د لنډۍ په خوږه ژبه د مینې ښکاک ته یوه مینه ناکه بلنه ده.

 

۱۶ ـــ پوښتنه : تاسې د لنډیو معنوي او حماسي انځورونه او تشبیهات څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دغو انځورونو او تشبیهاتو څو بیلګې را ته پر ګوته کړئ.

ځواب :

لنډۍ زموږ د پښتو ادب شعري شعورکروندې یوه بډایه اواستثنایي ویاړلې، تلپا تې او لمریزه ګلورینه څانګه ده چې د نړۍ ادبیاتو ورته برخه کې بیساری ده. لنډۍ دانساني ژوندانه ټولو برخو باندی خپله ځلانده اغیزه شیندلی ده او داسې کومه برخه ورنه پاتی نده چې دلنډۍ حضور په کې نه وي.

ما نا دا چې د  پيښو انځورونه که د یوې اوږدې بوللی په ژبه کیږي لنډۍ یې په خوږه اوډیره لنډه ژبه په عبرتناکه او ډ‌یره سلیسه اغیزناکه بڼه اوریدونکیو ته وړاندې کوي.

د لنډیو تشبیها ت خورا هڅوونکي او احساس پارونکي دي تردې کچې چې هیڅ بله شعري  ژبه ورسره سیالي نه شي کولای. د ساري په  توګه :

جانان می سر په وطن کیښود

په تار د زلفو به کفن ورته ګنډ مه

د زلفو په تارولی؟ آیا محبوبه یې په ډیره آرامۍ او په کړس کړس خندا له خپلو خورو زلفانو کوم تار، راشکوي او د خپل شهید یارکفن پری ګنډی؟ که خپلو خورو، وروزلفانو ته چې د خپل غازي تورزن یار ته یې دغیرت په لوپټه کې پټه ساتلی او له یوې خوا له 

ډیرې ناهیلی او له بلې خوا هم د پښتني غیرت له بشپړې مینې او درانه هیبته لاس وروړی موټۍ موټۍ یې راشکوي اوپورتنی لنډۍ د زړه له سوزه په سویو، سویوساندو او لړزیدلي غږ نوروته اوروي چې هرضمیروال انسان له ځان سره ژړوي.

یاهم د مینې په برخه کې :

که ته مې روغ لیونی نکړی 

بیا مې د بنګو پیاله مه بوله مینه

دا ژوره تشبیه په دومره ساده، روانه اواغیزمنه بڼه پرته دلنډۍ له جولۍ په شعري بله جولۍ کې خوندوره نه بریښي اوناشونې ده.

یا هم په ټولنیزه غچ اخیستونکې بڼه :

ځوانانو پاڅئ توره واخلئ

په وطن جنګ دی غلیما ن راغلې دینه

یا:

دغلیم مخ په سکاره تورکړئ

چپه یي سپورکړئ چی سرټیټی ځي مینه

یاهم:

غلیم ته داسې ماتي ورکړئ

چې ور په یاد شي ځان سره توبی کوینه

زه وایم:

ما د لنډیو زرین ټا ل کې

وزنګوئ چې مې جنت په برخه شینه

۱۷ـــ پوښتنه : په لنډیو کې د نورو تشبیهاتو تر څنګ  د بیلابیلو ګلونو تشبیهات ځانګړې ځای لري، چې ډیر ساده خو هنرمندانه پر کار اچول شوې دي. تاسې د دې لامل دک او دلیل څنګه ارزوئ؟

ځواب :

ګل د طبیعت یو ډیره زړه را ښکونکې او د ښکلا ستره بیلګه ده چې د هرانسان او په تیره د هرشاعراوهنر‌يذوق پارونی لپاره کوډ ګره ښکاک لري. دا چې د ګلانو تړاو له لنډیو سره به څه وي، دا یوه طبیعی خبره ده چې لنډۍ د تاریخ په اوږدو کې د غوره او لړزیدلي احساساتو ترجماني کوي او په تیره بیا د کوچیاني ژوند سره ډیره نژدې اړیکه لري، اوهم له بلې خوا په پښتني ادب کې هر ښه او د منلو کار، ګل ته ورته  بولي لکه:احمد ، ګل سړی دی، ګل کاردې وکه یعنی سم کاردېوکه (وکړ). د خدای پامانی په وخت وایی: مخ ته دې زیړي ګلونه او داسی نور.

څنګه چې ګل یوه طبیعي مینه ناکه اوښکلی هستيګڼلای شو د همدې مینې له کبله په پښتوکې ډیری نومونه لکه : ګل ولی، ګل علم ، ګل خان او همدا راز ښځینه نومونه : ګلمکی، ګلالی، ګلانه، ګل غوټۍ، ګلپاڼه ، ګل لښته اونور. همدا راز په سوونو لنډۍ لرو چې له ګل سره ښکلاییزه اوډنه لري لکه:

ګل می په لاس درته ولاړیم 

یا ګل مې واخله یا رخصت راکه مینه

یا:

ګل مې  په ګل خوله ګل ته خاندي

ګلغوټۍ شونډي یې پرګلو ناز کوینه

یاهم په ګلانو د خپل ‌ذوق ګل ته مینه ناکه رتبه ورکول:

ګلا ب له اصله شهزاده دی

رامبیل چا مبیل یې نوکران نیولي دینه

په با غ کې مه ګرځه دلبره 

ګلاب شرمیږي مخ په پاڼو پټوینه

په پای کې ښایي ووایم چې له ګل سره تشبیه کول دغوره دوستی، مینې ، درناوي اونه هیریدونکی معنوي ارزښتناکې خاطرې یادونه ده چې د ژوند مادي اړخ ته سمبولیکه ناتورالیستي ښکلا په برخه کوي، دا پدې چېانسان پخپله د طبیعت په لمن کې زیږیدلای اوله طبیعت سره یې مینه تلپاتی ده نو ځکه لنډۍ پخپل وار د شعري هرې بلې څانګې نه په ډیره لوړه کچه له ګل او بیا په تیره له ګل سره چم ګاونډ پا تیږي او د ګلبوټي له یوه ښاخه دګل په ستاینه کې د زړه حال په شاعرانه انداز د طبیعت مینانو او لیوالو ته ډالۍ کوي.

۱۸ ـــ پوښتنه : په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه لید لرئ، اوپښتو متلونه د نورو ژبو په پرتله څه ډول ارزوئ؟ آیا تاسو په خپلو شعرونو کې له متلونوڅخه هم ګټه اخیستی ده او که نه؟ که مو اخیستی ده نو اغیز یې پر خپلو شعرونو څه ډول څیړئ؟

ځواب:

زما په اند متلونه کټ مټ له لنډیوسره په غوره او لنډ ه وینا له لنډیوسره ډیرورته والی لري، پدې ما نا اوتوپیر چې لنډۍ په شعري ژبه اومتلونه په نثري بیا نوي. لکه :

چی هلته نه کا ر، هلته څه کار…

که همدا لنډه او ګنډه خبره توضیح کړې شي یوه لویه بیانیه ترې جوړیږي. خو، که د نورو ژبو متلونه را واخلو دما نا له پلوه به  زموږ له متلونو سره ورته والی ولري. لکه ،فرانسوی متل : 

یعنی توده مینه ژرسړیږي. اوموږهم وایوچېl،amour chaud se refroid vite

توده یې مه خوره. مانا یې دا ده چې په هرکارکې حوصله اوسوچ کول ګټوردي او ښایي د هرکارسرته رسول په متانت وشي چې پایله یې پښیماني رامنځته نکړي.

پایله به داوي چې متل په هرژبه کې د هرې ټولنې د کړو،وړو اوفرهنګي ځانګړتیاوسره

سره اصلی منخپانګه یې کابو ورته پیغام لري اولامل یېهمدا ده چې انساني ټولنیز ژوند د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې ډیرې شریکې ریښې لري اوهرومرو به د ژبې په واسطه په یو ډول نه یو ډول له یوې ټولنې و بلی ته لارمومي.

۱۹ ــ پوښتنه : یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالو آثاراو شعرونه ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز ښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه ؟

ځواب:

انساني ټولنه اړینه ګڼي چې د یوبل پر ژبه سم پوه شي اود خپل هم نوع له ټولنیز، ادبي ،سیاسي، اقتصادي،پوځي او… اود ژوندانه له هراړخیزسلوک نه خبرشي. داخبریدل یوازې او یوازې د تش په نامه خبریدلو په مانا،نه بلکې د نورو ټولنو له نویو پراختیایي لاس ته راوړنو نه د خپلې ټولنې د ځانګړیو شرایطو سره سم، سمه ګټه ترلاسه کول دي.

کوم هیوادونه چې دفرهنګي ودې شونتیا لري د نویوعلمي پرمختګونو نه جاج اخیستل د سمدم راژباژلو په وسیله ترسره کوي. د ادبیاتو په برخه چې د ټولو علومو ناموس ګنل کیږي ټوله نړۍ لوړاو ګټورګامونه پورته کړي دي اودا هڅه چې د ژوند توفاني سمندر له څپوسره غوټه خوړلې ده خپل پایښت ساتي.

که د نړۍ ویښوملتونو له رخی پرته د حضرت سنایی بلخی، رحمان بابا، خوشحال خان خټک، مولاناجلال الدین محمدبلخی، د خیام رباعی ګانی او داسې سلګونه نور شاعرانو شعرونه په خپلو ژباړلی دي زموږ لرغونيشاعرانو لکه… عبدالقادرخټک د شیخ الاجل مصلح الدین سعدي ګلستان (ګلدسته) په پښتوشعر راژباړلی. په همدي توګه ډیر نور ګټور آثار په پښتو خوږه ژبه راژباړل شوي دي.

ماهم ترخپلي وسې دا، آثار ژباړلې او لیکلي دي:

لومړی: چاپ شوي

ــــــــــــــــــــ

۱_  سود به چلاویک (لیکوال: میخاییل شولوخوف. دري ژباړه: سرنوشت یک انسان (دیوه انسان برخلیک)

۲_د حکیم عمرخیام د (۲۲۳) رباعی ګانو ژباړه:دری ځلی چا پ شوي ده.

۳_د امام خمینی د رباعی ګانو پشتو ژباړه.

۴_ورد (2000) په پشتو.

۵_ورد  (2003) په پشتو.

۶_اکسل  په پشتو.

۷_ویندوز په پشتو.

۸_اکسس په پشتو.

۹_لیک لیکنه. ژباړه

۱۱_د نصرالدین فکاهی گانی پشتو انگلیسی.

۱۱_د نړې له څلورو کونجونونه طنزونه.

۱۲_نوی لیک لیکنه. تا لیف

۱۳_د ښځو حقونو په برخه کې (تالیف).

۱۴ – awn د َافغانستان ښځو شبکې ته سیاسيټولنېز لکچر نوټ لیکنه

۱۵ – د اتلانو اتل د اثر عبدالرحمن عزام اثر پښتوژباړه.

۱۶_ د پیغمبرانو داستانونه.

۱۷ـ د حضرت ابوالمجد مجدود بن آدم سنا یی څلوریزې.

۱۸ـ د مولانا میرزا عبدالقادربیدل (۱۳۵) څلوریزی .(ترچا پ لاندې)

۱۹ – شعر پوله نه پیژ ني د، نهو شاعرانو دڅلوریزو ژبا ړه.

نا چاپ آثار:

۱_  پشتو شعر دوه ټولګې.

۲_  دری شعر یوه ټولګه

۳ ــ د استاد خلیل الله خلیلي د رباعي ګا ڼو ژباړه

۴_  د جا پا ني شاعرانو (۳۸) ترانو ژباړه چې د ښاغلي برنا کریمي په مټ په د ري ژبا ړل شوي.

۵_ د محمد فقیر فروزي پنجشیر د رباعی ګانو ژباړه

۶  _ دستهای کثیف اثر ژان پل سارتر فرانسويبه دري برگردانی شده.

۷_ د رحمان با با، خوشحال  خټک، حمیدمومنداو نور ګن شمیر شاعرانو بیتونو ژباړه په دري.

۸_    د افسر رهبین(۱۹) مرثیی دهند سمندرسونامی په اړوند پښتو ژباړه.

۹_ د جاپاني اوومې اولسمې پیړۍ شعرونه چېداکتربرنا کریمي په دري راژباړلي دي.

۱۰  _ د نورو ګڼو شاعرانو شعرونه په پښتو.

 

سوزیدلي آثار:

ـــــــــــــــــــــــ

۱_ دمولا نا جلال الدین بلخی (۱۱۰۰) دوه ییزې.

۲_ د تولستوی(رستاخیز) اثر ژباړه.

۳_ د ژانلافیت اثر(هغوی چې ژوندي دي)

۴_ د ژانلافیت اثر(بیرته راګرځو د نسرین ګلونه راټولوو)

په پښتوژبه راژباړلي او دا، ادبی لارمې دژوند ملګرې کړې ده.

څوکاله ترمخه مې د افغانستان له پخوانی ولسمشر حامد کرزی نه دګڼو نورو لیکوالو سره یو ځای د میرمسجدی خان فرهنګي لوړه درجه مډال او تقدیرنامه ترلاسه کړه.

 

۲۰ ـــ پوښتنه : ښاغلی صدیق کاوون طوفاني چې زموږ دهیواد یو پیاوړی او نوښتگر شاعر او پیژندل شوی ادبي شخصیت دی ، د استاد زیار  د علمي او ادبي شخصیت په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي:

(….زیار صیب د خپلو نورو سترو کارونو تر څنګ، د نویو ژبپوهنیزو او ادبپوهنیزو لارو چارو په د ود ونه کې خورا ډېر زیار اېستلی او له بې شمېره ستونزو سره یې مبارزه کړې ده.

په اوسنۍ پښتو ژبه کې د ښاغلي ډاکتر زیار د قلم له برکته اوس اوس يو زیات شمېر داسې لغتونه اوګړنې استعمالیږي چې څو کاله مخکې چا اورېدلې هم نه وي او پر ځای یې د نورو ژبو له تورو او لغتونو څخه کار اخېستل کېده…)

د کاوون صاحب د خبرو پرلاسوند تاسې په پښتو ادب کې او په تیره بیا په شعر کې د ژبې پوخوالې، سوچوالې، قوت او بیان، فصاحت او بلاغت، میړنتوب او حیا، دروندوالې او سپیڅلتیا څه ډول ارزوئ؟

ځواب:

د پښتو ادب معاصربیساری څېړونکی، شاعر، لیکوال اوکره کتونکی اود پښتودرنې ژبې د پایښت او، ودې نه ستوماتیدونکی ژمن مین د پښتو ادب هرمعاصر لیکوال باندې د څلورو لسیزو را پدی خوا د استاذﺉ حق لري،چې زه ورته د اوږد عمراو سوکاله ژوند هیله کوم.

رښتیا خبره او نه هیریدونکی واقعیت دا دﺉ چې استادزیارد ډ یرزیارګاللو له کبله د پښتو ژبې د هیرشویووییونو(لغتونو) د بیا راژوندي کولو لپاره د بیا او کرهکارولو لارهواره کړه.

لومړی دا چې دا وییونه یې په څومره زیارترلاسه کړي،څومره چې مې حافظه کارکوي له (۱۳۴۵لمریز) پنځه څلویښتمو کلونو نه نژدې سیمو ته د یوعادي موټر سایکلنه اویا هم نژدی او لیری ولایتونو ته د لینی موټرونو نه په ګټه اخیستو د کوچیانو کیږدیو نه به د پښتوسوچه وییونوته د ادب کچکول نیولای وو، اوهمدا ده چې د خپلو ګڼو نور نوښتګرو کارونو له برکته یې وکولای شو چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه کې د پښتو، نګه لرغوني وییونو کارول او دودلو له پاره ګټورې هلې ځلې وکړي چې دهمدې اغېزمن اوپرله پسې کار پایله یې نه یوازې د افغانستان په اوسني روان ادبي بهیربلکې دکډوالی په ډیرولانجمنواو ترخو شرایطوکې که پیښوروو اویا بل کوم ځای خپلې وړانګی  وشیندلی او د لا غځونې له پاره یې زمینه برابروله او پایله یې د نویو پښتو وییونوکارول او خپرول په ورځپاڼو، راډیوګانو، تلویزیونواوګڼوکورني او بهرني رسنیوکې په ورځنې چلند اوښتی او ورځ تر ورځی د پرمختګ پړاوونه وهي. زه په دې پوره با وري یم کله چې فضیلتمآب جناب اکادیمسین داکتراستاد زیارصاحب خپرندویو ارګانونو که غږیزوی یاانځوریزاو یا هم ګڼومجلواو ورځپاڼوکې د پښتوهغه وییونه کارول شوي وي وویني لکه هغه زیارکښ اوهڅاند ملیارچې په بازار کې د خپل د لاس کرلي ګلان ویني چې لاس په لاس خرڅیږي او بازاریې ښه تود، دی که څه هم چې مادي ګټه یې ورته نه رسیږي له ډیرې خوښی به یې څه ویا ړلی حا ل وي. ما لا ډیرمخکې دا دوه څلوریزې  ورته ډالۍ کړې وې:

زیارصاحب ته

د زیار، زیار پښتو ته ورکړه غځونه

ځیرتیا غواړي هره برخه کې شننه

پښتو ژبې ته یې برخه بیا ښکلا کړه

د، نګــــــه وییــــونو بېرته کارونه

ــ ــ ــ

 

زیارپشانې که پښتو ژبې لپاره

په پښتو که نورهم ونیسې دا لاره

وبه مومې تللی برم دغه ژبه

بیټ نیکه دعا کې پورونه موند لاره

زه خپله د یوې لیکنې یا شعر پوخوالی د خپلی مورنۍ ژبی سوچه وییونو کارولو کې وینم چې د فصاحت اوبلاغت، درنښت سپیڅلتیا، حیا اومېړنتوب څرګندولوله پاره نه یوازنې بیلګه بلکې د نورو همغږو روزنې ته ښه اونه هیریدونکی لوست ګڼلای شم، ما په خپل وار دپشتوژبې زده کړې له پاره په خپل اثر: نوې لیک لیکنه :کې داسې لیکلي دي:"  مورنۍ ژبه ده هرچا لره ګرانه

وپوښتې که له ماشوم بوډا له ځوانه

مثالونه یې دوه وړد قناعت دي

ښایي زده شي له قرآن وله آذانه

په خواشیني سره ښایي ووایم چې د پښتو ژبی د لا ودې له پاره د افغانستان د علومو اکادیمی او نه هم بله داسې کومه فرهنګي ټولنه ترسترګوکیږي چې په دې لارکې هڅاند او پرله پسې کار وکړي.

د دې نا غیړتیا اصلي لامل د مادي اړتیاوو، نه شونتیا اود لوړ پوړو چارواکو د پوره مرستی نشتون دی، هیله ده د د ې ستونزی د هوارۍ لپاره د ملی مسوولیت په پاملرلوسره نوی چلند غوره شي.

که په دې برخه کې بهرني روان ادبي بهیرونه له یو بل سره په همغږئ کې وکولای شي اوسني د ستایلو وړهڅوته لا زور ورکړي، او د، نګه وییونو د کارولو له پاره دېکارنده ګام پورته کړي دا لړۍ به د ډیرو ګټورو کارونوترسره کولو جوګه شي.

۲۱  ــ پوښتنه : تاسې په اوسنیو سیاسي، تاریخي او کړکیچنوحالاتو کې په هیواد کې د ننه او له وطن څخه  بهر د شعراو لیکوالۍ وضعیت څرنګه څیړئ، شاعرانو او لیکوالو ته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

ځواب:

زما په اند د هیواد په اوسني کړکیچن حالت کې سره له ډیرو، ورځنیو ناخوالو سره سره د شعراو لیکوالۍ بهیرورځ تر ورځې زور اخلي، لاملونه یې د بیان آزادي او دخپرونو ډیروالی دی اوهمدا راز له انترنیتي پاڼو نه دا پته لګیږي چې له هیواده بهرهم قلموال د خپل قلمي رسالت ترسره کولو له پاره تروسی کارکوي اولاس ترزنې ناست نه دي.

۲۲  ـــ پوښتنه : ستاسو پیغام د یو شاعر، لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې د ننه او بهر د ادبي اوفرهنګي فعالیتونو سره بوخت دي څه دی؟

ځواب:

زما پیغام دغوځوانانو ته چې د زړه سوي له کبله ورته دباروتو، جګړی او ناورینو نوپښت (نسل) وایم دادی :

ـ ترڅو خپله زده کړه یې بشپړه نه وي (لږترلږه لیسانس)ترلاسه کړي نه وي کوم سیاسي تشکیل ته، که څه هم پلاریې د ګوند مشروي زړه ښه نکړي.

ـ د مسلکی زده کړې ترڅنګ دې مورني ژبې ودې له پاره له هرې منطقي وسیلې نه ګټه پورته کړي.

کوم ځوانان اوکومې پیغلې چې د شعر ویلو قریحه او دلیکلو استعداد لري که په کورد ننه یا له هیواده بهراوسېږي هیله من یم چې د خپل ذاتي استعداد د لا غوړولو له پاره دې نه ستړي کیدونکې هلی ځلی وکړي.

ښایی داهلی ځلی دوی ته یوڅه ستړیا ور پیښه کړي اوزغم یې تر ډیره ګران وي، خو زموږ د مشرانو څیړونکیوله تجربی نه دې خپله تجربه پخه کړي، د پیژندل شویوشاعرانو آثاردې ولولي او د روان شعري بهیرله استازیوسره دې خپله اړیکه ټینګه وساتي اود ادبي کره کتنې له نظروالو کره کتنې ته په ژوره پام وکړي او خپل شعرونه دې کره کتنې ته وړاندې کړي.

که کوم ځوان د کره کتنې په بهیرکې د خپلې لیکنې عیبونو شمیرلو توان ونه لري او ځان له ماتی سره مخ ویني او بیا قلم ته لاس ورنه وړي دا به یې د خپل استعداد ځوانیمرګول وي.

ګران او قدرمن مواج صاحب ستاسو نه د زړه له کومېمننه کوم چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونهراکړل .

په ډیره مینه او مننه : انجنیر عبدالقادرمسعود

ستاسو ګران او منلي دوست او د ادب او فرهنګ تاند او هڅاند مینه وال ښاغلي مسعود صاحب څخه هم د زړه له کومې مننه کوم.

په بشپړه ادبي فرهنګي مینه : نجم الرحمن مواج

***