کور / سياسي / افغان حکومت ته امریکایې جنرال د څه شي پېغور ورکړ؟

افغان حکومت ته امریکایې جنرال د څه شي پېغور ورکړ؟

تقریبا یو کال مخکي په فاریاب کي د افغان ملي اردو یوه څرخکه د دښمن په سیمه کي راولوېده، چي پکي سپاره تقریبا تر شلو زیات سرتیري او عمله یې د دښمن لاس ته ولوېده. په همدې مهال په روزګان، زابل، هلمند، پکتیا، ننګرهار، کنړ، کندز او د هیواد په نورو سیمو کي هم جنګونه روان وه. ولسمشر غني د افغان امنیتي ارګانونو او د غوڅ ملاټړ د ځواکونو د عمومي قوماندان په ګډون یوه غونډه راغوښتې وه. په غونډه کي به د افغان ستر جنرالانو  څخه کوم یوه به د مفکر ولسمشر مخ ته خامخا لاپي شاپي ویشتي وي چي هغه به پر امریکایې جنرال بده لګېدلې وي او یا به د دوی بې کفایتۍ تر پزي رسولی و. جنرال و افغانانو ته مخ ور اړولی و ورته ویلي یې وه (نن دویمه ده ستاسو تر شلو زیات عسکر د دښمن لاس ته لوېدلي دي خو تاسو پر لاپو شاپو او یا د لویو لویو راپورونو پر لوستلو وخت تیروئ. که زه ستاسو پر ځای وای نو د دولت ټوله کارونه به مي درولي وای او خپله ټوله انرژي به مي ددې سربازانو را خلاصولو ته وقف کړې وای). دا خبره  یوه ستر جنرال خورا په فخر سره په خندا د شلو نورو افسرانو او لوړ پوړو کسانو په مخ کي وکړه. ځینو افسرانو ددې خبري په اورېدلو سره سترګي کښته واچولې او د ځینو بڼه واوښته او په یخو سترګو یې ما او د مجلس نورو ګډونوالو ته په حیرانۍ کتل.
                پروسږ کال د کندز تر سقوط وروسته افغان دولت د هیواد د جنګونو د رهبرۍ لپاره یوه کمېټه جوړه کړه، چي زه د هغې کمېټې غړی وم. د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کي زموږ ۴۰ سرتیري محاصره وه. ددې سرتیرو قوماندان د مرستي لپاره د دولت ټولي دروازي ور ټکولي وې، خو چا مرسته نه وه ور سره کړې. اخیر یې قوماندان زموږ تر دروازې ځان راورساوه او زموږ سوق ادارې ته یې زنګ راوهلی و. ده ویل (زما د څلویښتو نفرو څخه لس شهیدان او لس زخمیان دي، چي په شهیدانو کي زما ورور هم دئ، موږ نه ډوډۍ غواړو نه بل کوم امتیاز خو د خدای لپاره دا شهیدان او زخمیان را څخه انتقال کړئ. په سبا یې بیا زنګ راووهئ هم هغه خبره یې کوله خو زیاته یې کړه، چي ګورئ د دولت مشرانو که تاسو زموږ سره کومک ونه کړئ زه به په اخیرت د دولت د ټولو مشرانو ګریوان ته لاس ور واچوم. دده له دې خبري سره په مجلس کي خاموسه خاموشي سوه. په سبا خبر راغئ، چي هغه قوماندان د خپلو ټولو سرتیرو سره په شهادت رسیدلی دئ او جسدونه یې مخالفینو وړي دي. ما خو یې څو ورځي پر بې وسۍ اوښکي توی کړي او دده دا بې وسي او زموږ نامردي به مي هیڅکله وجدان سکون ته پرېنږدي.
د افغانستان اکثره ډګر او ستر جنرالان بې سواده او تر حده زیات بې کفایته دي. یوه ورځ په یوه ډېره درنه غونډه کي یوه ستر جنرال په ټیشو پېپر خپله پزه پاکه کړه او بیا یې یو تورن جنرال په هغه ټيشو پېپر وویشت. نن مي په هلمند کي د تسلیم سوو افغان سرتیرو ویډیو ولېده، پر سر مي اور بل سو، ځکه چي زه یو له هغو کسانو څخه یم چي د افغان ملي اردو د جوړېدو د اوایلو څخه بیا تر دا پروسږ کاله پوري مي خپل زیات وخت د افغان امنیتي ځواکونو سره تیر کړی دئ. افغان ملي او امنیتي ځواکونه د تسلیمېدو زامن نه دي مګر نن زموږ دې بې کفایته مشرانو هغه زمريان دښمن ته په سر ټیټولو اړ کړل.
د مرکز حکومت او د امنیتي ادارو د بې کفایته لېډرشیپ له کبله په دې وروستیو کي د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د میاشتي ۱۰۰۰ نفرو ته لوړ سوي دي، چي بیخي د تشویش او خپګان خبره ده.  سړی نه پوهیږي، چي تر کومه به دا مظلوم ولس خپل ګلالي اولادونه ددې بې کفایته مشرانو لپاره له لاسه ورکوي او که خدای مه کړه، یو ځل ملي امنیتي ځواکونه سره وپاشل سي او یا د یو لوی شکست سره مخامخ سي بیا راټول او پخوانۍ روحیه ورکول به یې خورا ګرانه وي.