کور / تازه خبرونه / د لښکرګا ښاروالۍ د خدمتونو مرکز پرانستل سو

د لښکرګا ښاروالۍ د خدمتونو مرکز پرانستل سو

نن یکشنبه دهلمند والي حیات الله حیات، دلښکرګاه ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر، د ولایتي شورا وکیلانو، دښاروالۍ د مشورتي شورا غړو، صنفي او دګذر وکیلانو، مدني فعالانو، استادانو او په لسګونو د دولتي او غیر دولتي ادارو مسؤلینو لخوا دیاد مرکز پرانیستنه د پټۍ په پریکولو سره ترسره سوه.Lashkargah

دهلمند والي ښاغلي حیات الله حیات وویل: ډیر د خوښۍ ځای دی چي په داسي ناامنه حالاتو کي د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا دښاریانو دخدماتو د مرکز د جوړېدو پرانیستنه کیږي، نوموړي دلښکرګاه ښاروال څخه مننه وکړه او دښاروالۍ رواني چاري یې ښه وار زولې، ددې ترڅنګ ښاغلي حیات د شهر موسسې څخه هم مننه وکړه چي تل یې دښاروالۍ سره په داسي پرمختیایي پروژو کي همکاري کړې ده او مالي لګښت یې پر غاړه اخیستی دی.

لښکرګاه ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر بیا دیاد مرکز د جوړېدو په برخه کي خبریالانو ته مالومات ورکړل، دده په خبره، دا لومړی ځل دی چي په لښکرګاه ښاروالۍ کي ښاریانو ته د دوی د هوسایني په خاطر، ددوی کارونو ته پر وخت د رسیدګی په خاطر د ښاریانو د خدماتو د مرکز په نامه یو مرکز رامنځته کیږي، ښاغلي بهیر زیاته کړه ددې مرکز د جوړېدو لګښت ټول ټال ( ۲۶۳۷۸۶۵)  افغانۍ کیږي چي د USAID د دفتر لخوا او په هلمند کي د شهر موسسې په مرسته ورکول کیږي.

همدا راز لښکرګاه ښاروال وویل، د ښاریانو دخدماتو دا مرکز  داخل په ښاروالۍ کي د (۶۰) متره مربع په اندازه ساحه کي جوړیږي چي څو غرفې او یو سیټ تشنابونه به هم ولري.

د لښکرګاه ښاروال په خبره، د خدماتو دا مرکز به څو برخي ولري چي هره برخه به یې بېلابیل خدمات محترمو ښاریانو ته وړاندي کوي، ددوی عریضې به په کمپیوټر کي ثبتیږي او په ۲۴ ساعتونو کي به یې پر عریضې اجراآت کیږي، همدارنګه به د خدماتو دمرکز دمسولینو لخوا ورته په ښاروالۍ کي رهنمایي کیږي، ددې ترڅنګ ډیري نوري آسانتیاوي دي چي ددې مرکز په جوړېدو سره به رامنځته سي.

هیره دي نه وي چي دښاریانو دخدماتو مرکزونه د نورو ولایاتو په ښاروالیو کي مخکي له مخکي جوړ سوي وه خو لښکرګاه ښاروالي ورڅخه بې برخي وه چي اوس دلښکرګاه ښاروال ښاغلي بهیر په هڅو او د شهر موسسې په مالي لګښت لښکرګاه ښاروالي هم ورڅخه برخمنه سوه.