کور / اقتصادي / اکيلي حکيمي او د ماليې وزارت لاسته راوړني

اکيلي حکيمي او د ماليې وزارت لاسته راوړني

د پامير تڼي ليکنه

 

[ په بروکسل کانفرانس کې د مالیې وزارت په مشری، افغانستان وتوانیده چی تر ۲۰۲۰ز پوری د افغانستان هر اړخیز پرمختګ په موخه له بسپنه ورکونکو هېوادونو څخه د پنځلس میلیارد ډالرو مرستې ژمنه تر لاسه کړه]

سږ کال د مالیې وزات  د افغانستان په نږدې تاریخ کې د عواید په  را ټولو کې بېساری وو، او د یو کال په موده کې یې د ملي عوایدو په کچه کې بېساری زیاتوالی رامنځته کړ. د ښاغلي حکیمي په مشرۍ وزارت داسې مهال د عوایدو په برخه کې پرمختګ کوي چې د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت اندیښمن کړي دي. له تېرو دوه کلونو راهېسې افغانستان د یو لړ جدي اقتصادي ستونزو سره لاس و ګریوان دی؛ د نړیوالو ځواکونو وتل، د نا امنی زیاتوالی، له مالیې ورکولو تیښته او د پانګې اچونې کمیدل، د عواید په مخکې پرتې ستونزې  دې، خو د ښاغلي حکیمی د ښه مدیریت له کبله و کولای شول د پرتو ستونزو سره سره د عواید په را ټولولو کې د پام وړ زیاتوالی  راولی. دی پرمختګ د نړیوالو پاملرنه ځانته را واړله او په نړیواله کچه وستایل شو. آن چی ولسمشر اوباما د وارسا په کانفرانس ورته اشاره وکړه. ددې تر څنګ، ولسمشر غني حکیمي د غازیوزیر محمد اکبرخان په عالی دولتی مډال لدې امله و نازوه چېافغان ولس ته یې په کمه موده کې بېساري خدمات وړاندېکړي.

حکیمي هوډ لري چې د یو منظم پلان له مخې په ملي کچه دمالیاتو له ورکړي څخه د تیښتې کلتور له منځه یوسي اوافغانستان په رښتینې مانا په افغاني سرچینو او امکاناتو دښیرازۍ او پرمختګ لور ته روان کړي. د وزیر په توګه دنوموړي په پروګرامونو کې د هغه کسانو مخه نیول او د قانونمنګولو ته سپارل هم شامل دي چې د زور په مټ یې دافغانستان مالیاتي ادارې او ارګانونه تر خپل نفوذ لاندېراوستې دي.

مالیې وزارت د ښاغلي حکیمي له راتګ مخکې  کې دافغانستان د عوایدو عمومي کچه د پیسو نړیوال صندوق لهاټکل او هدف څخه خورا ټیټه وه، خو د ښاغلي حکیمي پهمشرۍ د افغانستان عمومي عواید یواځی په ۲۰۱۵ کې د ۲۰۱۴ په پرتله دوه ویشت نیم سلنه زیات شول. همداراز د ۲۰۱۶ کال په لمړیو اتو میاشتو کې د مالیې وزارت توانیدلی چې تر دې دمه ۱،۷ میلیارد ډالر عواید راټولکړي. په بله مانا، د پیسو نړیوال صندوق له لورې اټکلشوي کلني عواید یوازې په اتو میاشتو کې پوره شوي. د اټکل له مخې وزارت مالیه به وتوانیږي چې په ۲۰۱۶ کال کېد عمومي عوایدو کچه ۲. ۴ میلیارد ډالرو ته ورسوي.  Eklil hakimi اکليل حکيمي

ښاغلی حکیمي د اداري فساد په ضد نوې رامنځته شوېادارې[ عدلی او قضایی مرکز] سره کار کوي تر څو په حکومتي ادارو کې، په ځانګړي ډول د مالیې اړوند ادارو کې د فساد له منځه یوسي. تر دې دمه په یاده اداره کې د مالي فساد سره تړلې نږدې شل قضیې تر څېړنې لاندې دي. د ګمرکاتو په کچه تر اوسه پنځه ویشت سلنه حکومتي چارواکي له دې امله له دندو ګوښه شوي چې د لوړې او کوچنۍ کچې په فساد کېښکېل وو. د نوي کابل ښار د جوړولو په پروژه کې نږدې د سلو کسانو پاسپورتونه ځکه ضبط شوي چې د فساد تورونه ورباندې دي.

په اقتصادي ډګر کې دا لمړی ځل دی چې د خصوصي سکتوررول په افغان اقتصاد کې په څرګند ډول تعریفیږي. خصوصي پانګوالو ته د قراردادونو په ورکړه کې شفافیتیوازینی اصل ګڼل کیږي. د مالیې وزارت په هڅو د عامه او خصوصی مشارکت قانون د ولسمشر له لوری توشیح شو.

په سیمه ییز اقتصادي چاپیریال کې د افغانستان د دودیز رول د بیا تر لاسه کولو په برخه کې مالیې وزارت رغنده رول لوبوي. دا لمړی ځل دی چې د افغانستان د زیربنایي پرمختګ، انرژۍ د تولید او سیمه ییز الحاق په اړه بحثونو او کانفرانسونه د عمل جامه اغوندي.  د CASA-1000، ټاپي او چابهار د سیمه ییزو پروژو تړونونه یې غوره بېلګې دي. 

د افغانستان په ځان بساینې، اقتصادي پرمختګ او دولت جوړونې  په موخه تېره اونۍ د بلجیم په پلازمینه بروکسلکې یو کانفرانس جوړ شو. د همدې کانفرانس په ترڅ کې د افغانستان د مالیې وزارت او اروپایي اتحادیي تر منځ یوشمېر قراردادونه لاسلیک شول. د قرارداد په لمړي پړاو کېبه اروپایي ټولنه افغانستان ته تر ۲۰۱۷ پورې دوه سوه میلونډالر ورکوي. په کانفرانس کې افغان لورې ژمنه وکړه چې د اروپایي اتحادیي او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سم به د افغانستان په اقتصادي او سیاسي اډانه کې اړونداصلاحات رامنځته کوي. پتېل شوې چې په بروکسل کې د ژمنه شویو مرستو په مټ افغانستان د بدلون په لسیزه(۲۰۱۵-۲۰۲۴) کې د سولې، امنیت او دوامداره اقتصادي پرمختګ رامنځته کولو په موخه ولګول شي .

 

د ښاغلي اکلیل حکیمي ژوند لیک په لنډ ډول لوستونکو ته وړاندې کوو.

ښاغلی اکلیل حکیمي په ۱۹۶۸ کې په کابل کې زیږېدلیدی. حکیمي په کابل کې د استقلال عالي لېسې څخه له فراغت وروسته د کابل پولیتخنیک پوهنځي ته لاړ او په ۱۹۸۵کې یې ور څخه د فراغت سند تر لاسه کړ. له فراغت وروسته نوموړي د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې دنده تر لاسه کړه. په افغانستان کې د حالاتو د ترینګلتيا له امله ښاغلی حکیمي او کورنۍ یې په ۱۹۹۴ کې د امریکامتحده ایالاتو ته وکوچېدل. نوموړې د خپل مسلک سربېره په یو شمېر نورو برخو لکه بانکداري، مدیریت او اداره او د ستراتیژیکي پلان جوړونې په برخه کې دندې تر سره کړي. 

ښاغلی اکلیل حکیمي په ۲۰۰۵ کې د افغانستان داسلامي جمهوریت په استازیتوب ګاونډي هېواد چین ته دسفیر په توګه واستول شو. په چین کې د دندې سربېرهنوموړي له همدې ځایه د منګولیا او ویتنام هېوادونو ته د سفیر په توګه خدمات تر سره کول. ښاغلی حکیمي په ۲۰۰۹ کې جاپان ته د سفیر په توګه واستول شو او له هغه ځایه یې د افغانستان اسلامي جمهوریت لپاره د سینګاپوراو فیلپین هېوادونو سره تړلي سفارتي خدمات وړاندېکول. د مارچ په ۲۰۱۰ کې نوموړی کابل ته راستون شو او د سیاسي چارو د معین په توګه په دنده وګمارل شو. ښاغلیحکیمي په ۲۰۱۱ کې په متحده ایالاتو کې د افغانستان د سفیر په حیث په دنده وګمارل شو. 

ښاغلي حکیمي په متحده ایالاتو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ځانګړي استازي او سفیر په توګه د واشنګتن د مرستو او ملاتړ د راجذبولو په برخه کې خورا مهم رول ولوباوه. د نوموړي هڅو په افغانستان کې د یو شمېرمهمو ملي اوسیمه ییزو پروژو د تطبیق لپاره لار هواره کړه.   

د ۲۰۱۵ د جنوري په اته ویشتمه ښاغلی حکیمي د افغانستان د پارلمان څخه د مالیې د وزیر په حیث د باور رایهتر لاسه کړه او تر اوسه د همدې وزارت مشري کوي.