کور / تازه خبرونه / زابل: نامعلومو وسلوالو د ملي راډيو ټلويزون خبريال ووژئ

زابل: نامعلومو وسلوالو د ملي راډيو ټلويزون خبريال ووژئ

دزابل امنیتي مسولین خبرورکوي چې دیکشنبې په ماښام ۶ بجې دزابل په مرکز کلات کې نامالومو وسله والو په زابل کې دملي راډیو تلویزون او زابل ټایمز ویب پاڼې خبریال محمدیعقوب شرافت په ډزو سره ووژی او وسله وال هم دسیمي څخه په تیښته بریالي سوه.Mohammad yaqoub sharafat zabul محند يعقوب شرافت

ددې ولایت امنیه قوماندان میرویس نورزی وايې دپیښې په اړه يې څیړنې پیل کړي خو تردامهاله يې په دې تړاو څوک ندی نیولی.

دزابل پریس کلب مشر او ازاد خبریال احمدولي سرحدي هم داپیښه غندي خو امنیتي مسولین دیاد خبریال دقاتلینو په نیولو کې پاته بولي.

ښاغلی سرحدي وايې زابل کې دبیان ازادي او خبریالان دستر ګواښ سره مخ ده، اکثره مهال ولایتي ادارې خبریالانو ته په یو او بل نوم ستونزي جوړوي چې اوس يې خبریالان کړي ترڅو دخبریالي دسپیڅلې مسلک څخه لاس په سر شي.

په زابل کې دخبریال محمد یعقوب شرافت ترور په داسي حال کې ترسره کیږي چې دتیرو ۶ میاشتو راپدیخوا په زابل کې دخبریالانو په وړاندي ستونزي زیاتي شوي او هیڅوک دخبریالانو سره مرسته نکوي.