کور / ترخې خبري / زوړ ملا او زړې تراوېح

زوړ ملا او زړې تراوېح

زوړ مولا او زړې تراويح

ولس لا هم له خپلو پخوانيو ټپونو دردېږي؛ خو د دې پر ځای چې ټپونه يې مرهم شي؛ پرې مالګې دوړول کېږي. دلته وعدې ډېرې دي خو عمل بيا په زره بين کې هم نه ښکاري. هر څوک چې واک ته رسي؛ ولس ته غوړې وعدې ورکوي؛ خو خپله وړتيا، امکانات او وضعيت ته پام نه کوي. ګوله دومره کول په کار وي چې سړي يې تېره کړي. او ولس او ماتحت ته دومره دوکه ورکول په کار وي چې هغه يې د زغم توان ولري. 

د مرکزي حکومت وعدې اخر د سړي زړه راتنګ کړي. په ټوله کې هغه ژمنې چې د مشرانو له خوا ولس سره شوې وې په لس سلنه يې هم عمل نه دی شوی. ولس تمه درلوده چې سم سمکی به راشي. حالات به د پخوا په پرتله څه لږ  ډېر ښه شي. خو د ښو پر ځای خراب شول او چا ترې ښه ونه ليدل.

په هر ترتيب…. په ټولو حالاتو يې غږېدل ستونزمن کار دی خو هغه څه چې موږ ځوروي هغه دا ده چې مرکز ټول صلاحیتونه په واک کې اخيستي او هغه څه چې ولسمشر به ويل چې والي په ولايت کې زما باصلاحيته استازی دی بدبختانه چې هسې ونه شول. په قانوني ډول والي په ولايت کې په رښتيا هم چې د ولسمشر استازی دی خو که صلاحيت داسې وي؛ نو زموږ له دې صلاحيته توبه. 

هغه د غني خان په خبره چې: 

که دا خدمت وي د قام زموږ توبه ده

دا دال او تېل هضمول ګرانه کيسه ده

کله چې يو والي په ولايت کې يو عادي مامور نه شي بدلولای؛ نو تاسي وواياست چې د هغه والي به څومره صلاحيت وي؟ ما ته يو ملګري ويل وايي د پخواني کابينې يو والي ته ولسمشر ويلي وو چې هلمند ته دې والي لېږم. هغه ورته ويلي وو، که د انفکاک، تبديلي او مقررۍ خلاص مټ او له مرکزه پرته صلاحيت راکوئ ځماو کنه…! وايي ارګ ورته ويلي وو چې دا خو نه کېږي؛ نو هغه والي صيب هم ورته ويلي وو چې دا هم نه کېږي.

په ولاياتونو کې له والي سره دومره صلاحيت نه شته چې دی دې يو وړوکی مامور په قانوني ډول له دندې ګوښه کړي يا دې يې تبديل کړي. که چا ته لاس وړاندې کړي ټول مرکز پرې ښوري. وزير صيب، معين صيب، د پارلمان وکيل صيب او تر دې چې د امنيت شورا پرې وښورېږي ته به وايې د ډېورنډ کرښې ته دې لاس وروړی دی. 

دلته هر څوک او هر مامور ځان په يو چا پورې تړلي ګڼي. که دی هره ناروا کوي او هر ډول د ولس پر سرونو پښې ږدي؛ خو څوک به ورته څه نه وايي، ځکه دی دلته د يو چا سړی دی. که به والي ورته لارښوونه کوي دی به سړی کېږي نه او که يې له دندې ګوښه کوي يا يې بل ځای ته تبديلوي دا نو بيا د والي لپاره ستونزمن کار دی. کاش چې دا صلاحيتونه په ولاياتو کې له واليانو سره وای اوس به له داسې ستونزو سره نه لاس او ګرېوان کېدای. 

د انکشاف او بوديجې په برخه کې نو بيا داسې نادودې او ناپړيتې وا ورې چې غوني دې ورته زيږ شي. ما دا ټولې نادودې په لغمان ولايت کې وليدې. کوم فکر او کوم احساس چې د لغمان والي لري ای کاش چې همداسې صلاحيت يې هم لرلی. هر ځل يې مرکز ته هر اړخيز وړانديزونه وکړل؛ خو په چا يې منې؟ 

يو وخت ولسمشر ويلي وو چې بوديجه هر ولايت ته بېله او ځانګړې ورکوو؛ خو په دې برخه کې لا هم زړو ملا او زړې تراويح دي. د پروژو ټول قراردادونه په مرکز کې تر سره کېږي. سروې له مرکزه خيالي کېږي. ښه بېلګه يې د مهترلام د عمرزيو سړک دی چې قرارداد يې په مرکز کې شوی او سروې يې هم خيالي ترسره شوې ده. که دا چارې دلته ترسره شوې وای اوس به د عمرزيو د سړک کار په ټپه نه وای ولاړ. 

دبادپښ سرک ،دشهیدانو پل،دمهترلام حلقوي سرک، الینګار نلیار دپل، دمیاصاحب پل او نورې پروژې چې میاشتې میاشتې د همدې ستونزو له امله قرار داد ته نه دي ورکړل شوي .داپه داسې حال کې ده  چې مالي کال ختم دی  او یوازې دوه میاشتې پاتې دي. که چېرې صلاحيتونه په ولاياتو واليانو صاحبانو ته ورکړل شوي وای؛ نو اوس به موږ له دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان نه وای.

سره له دې دغه ستونزې په وار وار د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له مرکز سره شريکې کړې دي. څومره چې زه معلومات لرم او يا دلته له مرکزه باصلاحيته استازی راغلی او زموږ په مخکې په غونډو او مجالسو کې ورسره والي صيب دا خبرې شريکې کړې خو لا هم چا پرې سر نه دی ګرولی. دلغمان والي د همدې لویو پروژو د تطبیق لپاره دکابېنې جلسې ته ولاړه –د ولسمشر سره يې دا مسایل شریک کړل او دد وزیرانو شورا کې يې برخه واخیستهچې د ۳۲ ګڼه مصوبې له مخې  ددغو پروژو د تطبیق لپاره هوکړه وشوه. خو لا هم هر څه زړه په زړه ده او هيڅ کوم مثبت بدلون نه دی راغلی. موږ له مرکزي حکومته او له جلالتمآب ولسمشره غواړو چې صلاحيتونه ولاياتونو ته انتقال کړي او د قانون مطابق والي خپل باصلاحيته استازي وګرځوی او هم دې  په مقرریو کې دشفافیت اصل ته جدي پاملرنه وشي،څو موږ نور له دغو ستونزو او ناخوالو څخه خلاص شو.

ارمان عابد