کور / علمي / څېړنه: د ښځو پر فعالیتونو د حیض تأثیرات

څېړنه: د ښځو پر فعالیتونو د حیض تأثیرات

څېړونکی: جان محمد مهربان

حیض دښځو په ژوند کي یو بُحراني حالت دئ، چي دښځو د ورځني ژوند مختلف اړخونه لکه دکور دننه دښځوفزیکي فعالیتونه، دکوردباندي تعلیمي او اداري مسولیتونه، موډ، تمرین او خوب متاثیروي خو دغه موضوع په افغانستان کي دمخلتفو عواملو پراساس تراوسه چا څېړلې نه ده، داستفادې او ضرورت وړ معلومات هم پکښي نه ول نو لازمه وبلل سوه چي پر دغه موضوع څېړنه وسي. ددغي څېړني دپاره یوه سوالنامه جوړه سوه، چي د ۲۰۱۶ مېلادي کال د جولای دمیاشتي پر ۱۵ نېټه پر ۱۱۰ښځوباندي دهغو دمحرم په کومک ووېشله سوه خومعلومات یوازي له ۹۵ ښځو څخه راټول سول. له پورته یاد سوی سمپل سایز (۹۵) څخه، ۲۵ له تعلیم څخه پاته سوي ښځي وې چي دکور په دننه کي ئې کار کاوه، ۳۷ دمکتب شاګرداني او ۳۳ ئې په دولتي او غیر دولتي ادارو کي کارمنداني وې. دښځو عمر له ۱۷ کلنۍ څخه تر ۴۵ کلنۍ پوري دئ.

د ښځو پر فعالیتونو د حیض تأثیرات

ددې څېړني په نتیجه کي معلومه سوه، چي ښځي/ نجوني له دوو تر اوو ورځو پوري له اتلسو جسمي او رواني ناجوړیو څخه تېریږي چي ځیني ناجوړۍ په ډاکټرانو او درمل پوري اړه لري خو دځینو ناروغیو دپاره بیا یوازي دنارینو ملاتړ ضرور دئ. په هغو ناجوړیو کي چي دحیض پر مهال ښځي ورسره مخ کیږي، دخوب ناارامي فیصدي تر ټولو لوړه او په لومړۍ درجه کي راځي. له ټول سمپل سایز څخه ۹۲ ښځو- چي فیصدي ئې په توضیحي چارټ کي ۸ ښودل سوې ده- ویلي دي چي دشپې دخوب له نارامي سره مخ دي. خوا ګرځېدل، سردردي، دملا درد، دنس درد په دوهمه درجه کی (۷٪)، دوامدار ادرار، ټمبلي، لفظي جګړې او له مسؤلیت څخه تېښته په درېیمه درجه کي (۶٪)، اسهال، پاړسوب او یوازيتوب غوښتل په څلرمه درجه کي (٪۵) دسینو درد، قهر،ژړا او دحافظې کمېدل په… د بشپړ متن لپاره همدلته کلیک کړئ.

د څېړني د PDF لپاره همدلته کلیک کړئ.