کور / تازه خبرونه / دخيال محمد پردرنښت د( امن اوونۍ) نمانځل پيل شول

دخيال محمد پردرنښت د( امن اوونۍ) نمانځل پيل شول

دپاک-افغان خبريالانو دسولې دټولنې(پاک- افغان جرنلسټس پيس فورم) پرنوښت دپښتو موسيقۍ دشهنشاه خيال محمد پردرنښت د(امن اوونۍ- دخيال اوونۍ ) نمانځل پيل شول په اړه د پېښور په نشترهال کې ستره غونډه رابلل شوې وه چې مشري يې د خېبرپښتونخوا گورنر( والي ) اقبال ظفرجگړا کوله د افغانستان ددولت پر استازيتوب په کې په پېښور کې افغان قونسل عبدالله وحيد پويان گډون وکړ.په غونډه کې لومړى دخيال محمد پرسر دخيبر پښتونخوا دوالي لخوا تاج کيښودل شو او پر ژوند او فن يې بيلابيلو پوهانو ويناوي وکړى ، خيال محمد يې داردو ژبې سندر غاړى مهدى حسن ، دپښتو او درى سندر غاړى ناشناس سره پرتله کړوينا والو وويلي چې خيال محمد افغانستان اوپاکستان ته د امن درس ورکوي اودا ډول غونډې افغانستان اوپاکستان د حکومتونو او ولسونو د نيژدي والي لامل گرځي
دافغان قونسلگر له خوا خيال محمد ته دولسمشر ډاکټر اشرف غني له خوا دغازي ميربچه خان د افغانستان لوړ دولتي ميډال او يونيم لک افغانۍ ورکړل شوې
دماښام له لمانځه او ميلمستيا وروسته دخيال محمد له خوا پخوانۍ ويل شوې سندرى دپښتو دسندر غاړو لخوا وويل شوي چې دشپې تر ١٠ بجو پورې روانې وې .