کور / هراړخیز / د وردګو په خوات کې خروشتي ډبرلیکونه

د وردګو په خوات کې خروشتي ډبرلیکونه

د روان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸- ۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د څیړندوی حــبیـب الله رفیع لیکنه له تاسو سره شریکوو چې د وردګو په خوات کې خروشتي ډبرلیکونه نومېږي (اداره)

Habibullah rafie حبيب الله رفيع

د وردګو په خوات کې خروشتي ډبرلیکونه

                    

د 1838 زېږدي کال شاوخوا د انګلیسي پوهانو د پلټنو په نتیجه کې د افغانستان له بېلا بیلو سیمو نه یو شمېر سکې را غونډې شوې او د بنګال د شاهي آسیايي ټولنې یوه غړي (جېمز پرنسیپ) څېړنې پرې وکړې او په دې سکو کې له یوه نوي لیکدود سره مخ شو، د دې لیک لوستل هم لکه د (هیروغلیف) او (میخي خط) غوندې ستونځمن کار و؛ ځکه دا هم ناپېژندلی او نوی ترلاسه  شوی یو خط و او دا مرموزې کرښې هغه وخت لوستل کېدای شوې چې له یوه بل پېژندل شوي لیکدود سره یې د پرتلنې زمینه موندل شوې وای.

په دې لړ کښې داسې سکې هم ترلاسه شوې چې هم یوناني لیک پرې لیکل شوی و او هم یو بل مجهول لیک، په دې برخه کې لومړۍ سکې د یونانو باختري واکمن څلورم پاچا (ایوکراتیدس) دي چې په خپلو څلور کنجه مسي سکو کې یې دواړه لیکدودنه کارولي، په ده پسې د دې کورنۍ نورو پاچایانو او ورپسې د کوشاني واکمنو د (کدفېزس) د کورنۍ دوو تنو دا کار کړی او خپلې سکې یې په دې دوو لیکدودونو لیکلې دي.

جیمز پرنسیپ یوناني ژبه د (کلۍ) په توګه د دې لیکدود د لوستلو له پاره وکاروله، لومړی یې د یونانی پاچا نوم ولوست چې په دواړو لیکدودنو کې یې ډېر توپیر نه سره درلود، بیا یې ورپسې کلمه چې باید د پاچا په معنی وي ولوسته، ورپسې یې نورې کلمې هم د دې (کلۍ) په مرسته ولوستې او ورو – ورو یې د دې نامعلوم لیک اووه – اته کلمې ولوستې او په پایله کې د دې نوي لیکدود الفبی په نیمکړي ډول ترلاسه شوه.

(جمیز پرنسیپ) تر دې وروسته د دې لیک د ژبې په پېژندلو کې له ستونځې سره مخامخ شو، اووه – اته کلمې یې چې موندلې وې له سنسکریټ سره لنډې وې خو له بلې خوا دا لیک د سنسکریټ په خلاف د سامي ژبو په شان له ښیۍ خوا نه کیڼې خوا ته لوستل کېده خو بیا هم څرنګه چې سنسکریټ ته لنډ و نو هغه یې د (آریانا ژبه) وبلله او هغه وخت یې ولیکل چې، که په پښتو کې چې د آریانا یوه محلي ژبه ده، ژوره څېړنه وشي ښایي داسې ورځ راورسېږي چې د پښتو په مرسته د دې نوي لیکدود د سکو او ډبرلیکونو په لوستلو کې بری ترلاسه کړو.

تر سکو وروسته د دې لیک څو کرښې په یوه لوښي کې چې له بلخ نه ترلاسه شوی و، وموندل شوې، په دې پسې (جنرال کورت) د پنجاب د منیع کلاله معبد نه ځینې لیکنې په دې لیکدود پېدا کړې نو (پرنسیپ) هغه د (باختر او هند) د لیکدود په نامه یاد کړ، په همدې کال (1838) جیمز پرنسیپ مړ شو خو د ده ملګرو او همکارانو دې کار ته دوام ورکړ او مسټر مسن انګلیس افغانستان ته راغی او په دې لیک یې ځینې نور ډبرلیکونه د بامیانو او هډې له سټوپو نه ترلاسه کړل، له وردګو نه هم د دې لیک ډبرلیکونه ترلاسه شول، نو سندونه او وثیقي هم لاسته راغلل او په نوی لیکدود کې مضامین پراخ شول چې بیا پروفیسور ولسن په خپل پنډ کتاب (آریانا انتیکوا) (زړه آریانا) کې د دې لیکدود په باب مفصل بحث وکړ او د دې لیکدود الفبې یې د یوې تابلو په بڼه ترتیب کړه او پرېکړه یې وکړه چې دا لیکدود دې د آریانا په نامه یاد شي، بیا په چیني ترکستان کې هم د دې لیک کتیبې پیدا شوې او پوهانو یو ځل بیا څېړنې پری پېل کړې.

دا نوی لیکدود (خروشتي)، (خروشتهي)، (کها روشتخي) وبلل شو، دا لیکدود تر میلاد دری سوه کاله وړاندې په ختیځ افغانستان کې پیدا شو او تر پنځمې میلادی پېړۍ پورې یې اته سوه کاله دوام درلود، چې د سنسکریت او پراکریت ډبرلیکونه پرې لیکل شوي وو او د مور یا د کورنۍ، یونانو باختري پاچایانو او کوشانیانو پر سکو لیکل شوی و.

پر دې لیک ګڼې کتیبې او لکینې له ختن نه تر افغانستان او شمالی هند پورې را پاتې دي او پر سکو او کتیبو باندې د یوناني، آرامي او براهمي لیکدودونو سره یو ځای دود و. دا لیک لکه د آرامي غوندې له ښيۍ نه کیڼې خواته لیکل کېده او په افغانستان کې یې نخښې  د آمو له جنوب نه تر ارغنداب پورې را پاتې دي چې له هډې، بګرام، بلخ، بامیانو، وردګو، غزني او خیبر درې څخه ترلاسه  شوي دي، د (بیوهلر) په وینا د خروشتي د الفبی له ځینې ځانګړنو لکه د علت توری (مصوت) او صحیح توری (مصمت) څخه ښکاري چې دا لیکدود د براهمي لیک دود په مرسته بشپړ شوی دی.

د هېواد په جنوب لویدیځ کې، خروشتي لیکې سکې له سیستان او کندهار نه هم ترلاسه شوې او ژوب له تهل نومي سیمې، سوات، لداخ او په جنوب کې له موهن جو دیرو څخه د خروشتي آثارو ترلاسه کېدل ښيي چې خروشتي لیکدود د نفوذ ساحې له 69 درجو څخه تر 73 درجو او 30 دقیقو ختیز اوږدوالی او له هندوکش نه تر 33 درجو په شمالي سور پراختیا درلوده چې د پیدایښت ځای یې له شکه هماغه د ګندهارا ولایت تر ټکسیلا پورې و.

د خروشتي د نامه په باب یو نظر دا دی چې دا کلمه په اصل کې (خروتهي) وه، چې لا تراوسه هم په پښتنو کې یوه قبیله د خروټي په نامه شته، بوهلر وايي چې خروشته د هغه د مخترع نوم دی او هم په آرامي ژبه (خروشته) د لیکلو په معنی و چې بیا به په سنسکریټ کې هم دود شوی وي. ځینې پوهان وایي چې د خروشتي کلمه د آرامي له (کروتهه) څخه چې د توري معنی لري، راوتلې ده، همدا راز د پښتو (کرښه) د کروشتي = خروشتي له کلمې سره ورته والی لري.

د خروشتي لیک سوونه کتیبې او سکې ترلاسه شوې خو ډېر مهم متن یې هغه کتیبه ده چې پر یوه لوی ډبرین لوښي لیکله شوې او د 1838 کال شاوخوا میسون انګرېز هغه د وردګو له خوات نه چې د کابل د لویدیځ په 30 میلۍ کې پروت دی، د لندن موزیم ته ولېږدوله. دا ډبرلیک درې کرښې د لوښي ګرد چاپیره راتاو شوی او یوه کرښه یې د لوښي په لاندینۍ برخه کې ده، چې توري یې سره بېل – بېل او روښانه دي چې د کنیشکا (169 – 182ز) د زوی مهاراجه هوویشکه په نامه لیکل شوې او اټکلي ژباړه یې په لاندې ډول ده:

(په 51 کال کې د ارتمي میاشتې په 15 نېټه سیوس کمه ګولیه د وګره مریګه زوی په خوات کې استوګن شو او د حضرت ساکیا موني د یادګار بنسټ یې د وګره مریګه په ویهاره کې په یوه ستوپه کې کښیېښود.

دا د خوښۍ او نېکمرغۍ په ودانۍ کې دې لویه برخه د مهاراجه هوویشکه وي! او د ټولو منسوبینو، دوستانو، خپلوانو او زما (وګره مریګه) وي!

ګټه یې دې د ټولو موجوداتو روغتیا او د ټولو ویاړ ورسیږي!

هغوی چې په دې نړۍ کې دي له ځمکې لاندې تر آسمانه، له هګیو نه راوتلي (الوتونکي) او له نسه زېږېدلي (انسانان او څاوري) تر بې بڼې موجوداتو (نالېدونکي ژوي) پورې

(همدا راز ثواب یې دې) زما ځوځا د او هغوی ته چې بې لاري نه دي، ورسیږي!

همدا راز یې دې د ودانۍ له چارچاپېر څخه، بشپړه ګټه واخیستله شي، هغه سړی چې ناسمه عقیده یې ده هم برخه ترې ولري،

د اویهاره د مها سا نګهیکه د ښوونکو په واک کې ده.)

په دې ډبرلیک کې:

Ø      د واکمنۍ 15 کال د 180 میلادي شا او خوا دی.

Ø      د ارتمي سیوس یوناني میاشت د یونانی کال پنځمه میاشت ده.

Ø      په خروشتي لیکدود کې یوناني وخت شمېر پردې دلالت کوي چې د یوناني فرهنګ اغېز په دوهمه میلادي پېړۍ کې هم پر خپل پخواني ځواک پاتې و.

Ø      د 51 کال د ارتمي سیوس د میاشتې 15، د 179 میلادي کال د آپریل له 25 سره سمون درلود.

Ø      په دې ډبرلیک کې د دوو وروڼو نومونه د ماریګه یا مریګه کورنۍ په توګه یاد شوي چې همدا نوم د (ماریګ) په املا د سره کوتل په ډبرلیک کې په تخاري ژبه او یوناني لیکدود راغلی دی او ښکاري چې مریګه د کنشکا او د ده د زوی هوویشکه په وخت کې د یوې کورنۍ نوم و او د دې کورنۍ افرادو د معبدونو په جوړولو کې لوی لاس درلود.

Ø      د بغلان په معبد کې د تخاري ژبې او یوناني رسم الخط کارېدل او د خوات په معبد کې د خروشتي لیکدود او پراکریت ژبې استعمال چې شل کلن زماني واټن لري له یوناني فرهنګ سره د مقامي فرهنګ د موجودیت او سره ګډېدلو حالت ښیي.

Ø      دا چې د بغلان په معبد کې د سپېڅلي اور نخښې او د وردګو په خوات کې یو بودایي معبد لیدل کیږي چې د ساکیاموني په نامه وقف شوی ښیي چې په کوشاني دروه کې د مذهبونو او عقایدو آزادي په بشپړ ډول موجوده وه، چې د دې پاچایانو پر سکو هم د یو شمېر ځایي، یوناني او هندي خدایګوټو نخښې ښکاري.

Ø      د خوات د ډبرلیک مضمون هم پراخ نظري او پر ټولو ژوندیو موجوداتو باندې شفقت او مهرباني ښيي چې د آشوکا د فرمانونو له مضمونونو او د بودایي دین له قوانینو سره سمون خوري او بشپړ  مذهبي درناوی ترې ښکاره دی.

Ø      په دې ترتیب دا یو بشپړ انساني او عاطفي متن دی چې په دې ډبرلیک کې ځای شوی دی.

د جهاد په دوره کې یو ځل بیا آوازه خپره شوه چې د وردګو په خوات کې یو ځل بیا هم د خروشتي لیک ډبرلیکونه له ځمکې رابرسېره شوي خو بیا معلومه نه شوه چې دا خبره ریښتیا وه که نه؟ او که وو هم کوم لوري ته یووړل شول؟

یادونه: 

په لیکنه کې په لنډیز او وجیز ډول له لاندې آثارو نه استفاده شوې ده:

1.        کهزاد، علامه احمد علي: تاریخ افغانستان، دوهم ټوک، تاریخ ټولنه، 1325 کابل افغانستان، 287 – 302 مخونه.

2.        حبیبي، علامه عبدالحی: تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان، تاریخ ټولنه، 1350 کال، 21 – 51 مخونه.

3.        یوهانس فریدریش، د فیروز رفاهی ژباړه: تاریخ خط های جهان، انتشارات دنیا، 1368 لمریز کال 161 مخ.