کور / سياسي / افغان سفيران څه کوي؟

افغان سفيران څه کوي؟

ولي شاه طبیب /کندهار

کله کله سوچ کوم چه موږ یوازی دوه سفیران لرو چه یو زاخیلوال صاحب دی چه واقعا ډیر فعاله دی اودمیدیا له لاری خبریږو چه واقعا دافغانستان ددولت یی ډیره ښه نمایندګی کړیده اود افغان مهاجرو لپاره ډیري خوارۍ باسي اوپه هره قضیه کی یی ځان شکیل ساتلی اودزړه داخلاصه کړني یی ترسره کړیده اوځان یی باخبره ساتلی دی اوهمدارنګه په هندوستان کی دافغان سفیر شیدامحمد نوم هم دیادوني وړدی، اوهمدا نن مي واوریدل چه افغاني سفیر په سعودي عربستان کی دافغانستان دصلح په اړوند اسلامي هیوادو دیوه لوی کنفرانس دجوړیدو لپاره هلي ځلي کوی چه داښه ګام دی  .دنورو سفیرانو څخه هیڅ نه یم خبر چه څه کوی اوڅوک دي .

که چیري پخوا وختونو ته نظرواچوو نو معمولا به هغه کسان سفیرانو په حیث تاکل کیدل چه دزمامدارانو نژدی دوستان وه چه دډیرعمرخاوندان به وه اوسفیربودن له هغو لپاره یو سیر اوسیاحت ؤ ،په رسمی میلمستیاؤ کي به یی برخه اخیسته اوکارونه به یی په اول او دوهم سکرتر کوله ،داډول سفییران ډیر وه او داکثرو زمام دارانو په عصرکی وه .

بل ډول سفیران سیاسي رقیبان وه چه دوخت زمامداران به دهغو څخه په ویره کي وه چه ددوی په خلاف کوم تحریک ونه چلوی نو به یی سفیران کړه اوددي ډول سفیرانو هم ډیرمثالونه سته . په دي راورسته وختو یا اوسنیو حالاتو کی یوه بله کریتریا هم اظافه سویده هغه سمتي ،ژبني اوقومی روابط دي . په پخوا کي  ډیر کم شمیر داسي سفیران هم وه چه پخپل استعداد اوعلمي کیفیت په اساس به سفیران کیدله اودانقیصه یوڅه اصلاح سویده ، اوس دوی دري میرمني دسفیرانو په حیث ټاکلي سویدي ښه کارسویدی .

رابه سو اصلي مطلب ته چه زموږ سفیران څه مسؤلیتونه لري او څه کړني ترسره کوي ، اول خو داچه ولس دخپلو سفیرانو په هکله لږ معلومات لری چه کوم کسان دي او په دي هم نه دي خبر چه ددوی لپاره کوم وظایف اومسؤلیتونه ټاکل سویدي ،عامه پوهاوی دادی چه سفیران باید دافغان اوسیدونکو لپاره کوم چه په بهر کی اوسیږي اسانتیاوی برابري کړي، اوکوم افغاني محصلین چه په بهرکي دي دهغوسره مرسته وکړي ، دافغاني ویزو ورکړه اوافغاني تجاروسره مرسته ده.

حال داچه افغاني سفیران باید په سیاسي ،کلتوري اواجتماعي زمینو کي ډیرڅه ترسره کړي . په سیاسي برخه کي باید ډیرفعال وي دافغانستان ددولت دسیاسي دریځ څخه دفاع وکړي ،اوتبلیغاتي ماشین فعال وساتي اودافغانستان دسولي اوثبات لپاره نړیواله پاملرنه راجذب کړي ، سفارتونه باید الکترونیکي اوچاپي نشرات ولري البته داړوند هیواد په ژبه ،دتروریزم په خلاف باید ذهنیتونه جوړ کړی ،حداقل په هغو هیوادو کی چه افغانان میشت دی دهمدي افغانانو له لاري کولای سي چه دتروریزم پرضد اواز اوچت کړي . 

کومي سیاسي تبصري اواظهارات چه دافغانستان په هکله دمیدیا له لاري خپریږي دهغوڅخه باخبره وی اوسمدستي دهغه ځواب ورکړي اوپخپله هم دافعانستان دحکومت دریځ په هره قضیه کی دمیدیا او غونډو له لاري په وضاحت بیان کړي . 

په کلتوري برخه کی باید ډیر شکیل وی اوافغاني کلتورپه هکله باید ډیره پاملرنه وکړي دافغاني کلتوري توکو ننداتونونه جوړکړي اوپری نږدي چه زموږ علمي اوکتوري ویاړني دکلتوري یرغل قرباني سي .

افغان سفیران کله چه په رسمي اویاغیررسمی ډول وطن ته راځي باید دخپلوکړنوپه هکله دمیدیا دلاري ولس ته معلومات ورکړي . او په ډیرومهمو هیوادو کي افغاني سفیران باید پارلمان ته راوغوښتل سي چه خپل فعالیتونه بیان کړي .

موږ نه یو خبر چه په ملګروملتو کی دافغانستان نماینده څه فعالیتونه ترسره کړیدی ،حکومت باید په دي هکله پاملرنه وکړي چه ولس دافغاني سفیرانو اوسیاسي نماینده ګیو دکړنو څخه باخبره وساتي اودا دولس حق دی .