کور / سياسي / له ولس سره په جنګ حکومت

له ولس سره په جنګ حکومت

قاضي محمد حسن حقيار mohammad Hassan Haqyar

محمدحسن حقیار

امریکايي ځواکونو پر افغانستان دخپل یرغل په شپاړلس کلن پیر کې په لسګونو ځله هرځل لسګونه بې  ګناه افغانان په ډېرې بې رحمۍ او قساوت ووژل او هرځل یې هڅه کړې  چې خپل کار توجیه اوپړه ټوله ددوی لخوا پر  وژل شویو او ټپی شویو او یا کم ترکمه پر طالبانو  ورواچوي .

پخوا به ــ له طالبانو پرته په دې اړخ کې ــ ترډېره حده ملکي وګړي یواځې امریکایانو وژل او د افغان حکومت  ونډه پکې  کمه وه ،کرزی خو ښه وکه نورڅه یې په وس پوره نه و نوکله ناکله خو به یې کم ترکمه پر امریکایانو نیوکه کوله اومسؤولیت به یې  ورته راجع کاوه.  له بده مرغه په افغانستان کې  دامریکایانو دپوځي  حضور له کمښت اوپه افغانستان کې ددوی دنظامي ماموریت دپای  له اعلان وروسته دملکي وګړیو په وژلو اوټپي کولو کې  دکابل  اوسنی خود خوانده حکومت  هم ورسره ملګری دی  .  دادی  ددوی په اصطلاح  دپرېکنده  ملاتړ دماموریت  په موده کې  داڅووم ځل دی چې امریکایان  بې ګناه ملکي  افغانان وژني  خو افغان حکومت ورته برائت ورکوي په دې ډول چې دافغانستان  د دفاع وزارت یا لمر ته ګومه نیسي او اعلان کوي چې داټول وژل شوي طالبان  او یا داعش و ،  یا وایی چې  دابمبارد زموږ په غوښتنه ترسره شوی دی  یا موږ او امریکایی  دوستانو داعملیات په ګډه ترسره کړي یا  دکندوز پر روغتون  دامریکایانو  دبمبارد په څېر  چې  دملکي وګړیو وژنه پکې ملګرو ملتونو، سره صلیب، دبشر  دحقوقو ادارو اوآن خپله امریکایانو هم ومنله خو  پر افغان ولس تپل شوې څو سره  اداره امریکایانو ته دچاپلوسۍ په خاطر اوس هم وايي  چې امریکایانو  پر دې روغتون په بمبار کې ټول طالبان ووژل . 

د کندوز دکندهاریانو په اربوزکلي دامریکایانو او  دهغوی دکورنیو ملاتړو   پرون شپني برید هم چې شاوخوا ۳۳ تنه سپین ږیري . کوچنیان او  مېرمنې یې  ووژل او د۳۰ په شاوخوا کې یې ټپیان کړل   ټول  بشریت ته ټکان ورکړ  خو افغان حکومت هڅه کوي  چې    دلته هم امريکایانو ته برائت ورکړي  او همدا  کوچنیان  ، سپين روبي اومېرمنې ملامت وښيي .

دکابل ادارې د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش دامریکا هر ګوزار پرځای ،اوپه حقه بولي وايي : (( د امریکایانو هوايي بریدونه ډېر پياوړي، حساس او په موقع وي. په جګړه کې د امریکايي ځواکونو رول اغېزناک او له لاسته راوړنو ډک دی((

 حکومت ددې  وژل شویو کوچنیانو او مېرمنو ستره ګناه داښيي  چې ګوندې  په کليو کې یې  طالبان اوسېدل   او له همدې ځایه  له دوی سره جنګېدل ،  ښه نو که فرض کړو چې ددولتي چارواکیو خبره سمه ده  او طالبان دلته اوسېدل  نو ايا دولت چې  د۵۰ بهرنیو  په قوي ټکنالوژۍ سنبالو هیوادونو ځمکنی او هوايي  ملاتړ ورسره ملګری دی  طالبان له دې ځايه وېستلی نشي نو  یو ساده ، ملکي تش لاسی کليوال به  یې څنګه له خپل کلي  وباسي .   همداراز  داد نړۍ په کوم قانون کې روا  دي  چې په کوم کلي کې دچا مخالفین اوسېږي  نو  دهغه کلي  ټول اوسېدونکي  دې له یوې مخې په   b52ووژل شي.

که داسې وي نو بیا خو طالبان هم حق لري  چې دکابل ښار په شمول  دافغانستان ټول ښارونه پر بل مخ واړوي ځکه چې ټول ښارونه یې له مخالفینو ډک  دي . ددفاع وزارت ، دکورنیو چارو وزارت ،  هغه د محترم  حکمتیارصاحب خبره  مار(دملي امنیت ریاست )  او نور  چېرې  پراته  دي ؟  آیا  په هيواد کې  به داسې کوم ښار وي چې هلته دملکي   وګړیو ترڅنګ  دولتي   وسلوال نه وي  نو کله چې طالبان په ښارونو کې پر خپلو مخالفینو بریدونه  کوي  نوبیا هغوی ولې دملامتیا ګوته  نیول کېږي   ؟ سره له دې  چې  زه نه طالبانو دا ډول  بریدونه تائیدوم او نه د دولت او نه د امریکایانو .

د کندوز دوروستۍ پېښې ډول او د وژل شویو کسانو هویت  ښيي  چې  دا  دپښتون توکم وژنې (  جینوسایډ)  دلړۍ یوه کړۍ ده او دپښتنو  کورني او بهرني  غلیمان  په سستماتیک ډول  دپښتنو ختمول او کمزوري کول غواړي .زموږ درانه لوستونکي به متوجه وي هر کله چې  دملکي  وګړیو  له وژلو وروسته پر ناټو او او امریکایانو فشار راغلی نو ویلی یې  دي  چې  دوی له افغان ځواکونو سره په همغږۍ  دابریدونه ترسره کړي او یا  افغان ځواکونو له دوی څخه مرسته غوښتي او کروکي او یا دحملې ځای يې  ورته په ګوته کړی دی او دا  څرګند حقیقت دی چې  په استخباراتو او نورو دولتي امنیتي ادارو کې غوڅ اکثریت  د پښتون ضد کړیو او دشمال ټلوالې  د سکتارستي او کرایی اجیرانو دی  همدوی  له  امریکايي  ځواکونو سره په اړیکه کې دي ، همدوی ناسم معلومات  ورکوي ،  دبمبارد مرسته ترې غواړي  او  دبمبارد ځای ورښيي . په دې کې هېڅ شک نشته چې امریکایان او دحکومت دا برخه په ګډه پښتانه وژني ، په فاریاب ، جوزجان سرپل  او بادغیس  کې یې دوستم وژني او دلته یې دا نور کرايي اجیران .

داچې حکومت اعلان کړی ګویا ددې پېښې  دڅېړلو لپاره یې  پلاوی ټاکلی دا هسې پر ولس ملنډې وهل، داذهانو مغشوشول او له حقایقوڅخه  تېښته ده ،دلته مجرمین معلوم دي   او داپلاوی به څه شی وڅېړي او کوم ملامت او نا ملامت به معلوم کړي آیا  داپلاوی به داڅېړي  چې دلته بمبارکوونکي  امریکایان او که راپور ورکوونکی  افغان دولت پړه  دي او که هغه ددرې ورځو کوچنی چې په دې بمبار کې ووژل شو ؟دوی کوم ملامت معلوموي ، امریکایان خو دعوه کوي چې دوی له یوولس زره متره ارتفاع څخه پر ځمکه یو انچ شی هم ویني نو ایا دوی دا۵۰ ویجاړشوي  کورونه او په دې کورونو کې سلکونه کوچنیان او مېرمنې نه لیدلې ؟

 د پلاوي ټاکنه  به د ولس کوم درد  درمل کړي  دطالبانو  له ماتې وروسته  دکرزي او غني په حکومتونو کې  دبېلابېلو پېښو دڅېړلو  لپاره سلګونه پلاوي  ټاکل شوي خو تراوسه ولس د یو پلاوي  له راپور اواجرائاتوڅخه هم خبر نشو نو دې پلاوي ته به څه په تمه شي . که حکومت رښتیا هم ملامت ته سزا ورکول غواړي نو هغه  خو معلوم  او دهمدې حکومت برخه ده  . هغه کړۍ خو معلومې دي چې ددې ولس برخلیک یې  یرغمل کړی او  ولس یې له حکومت  سره لاس او ګریوان کړی دی .

که امریکایان او  دافغان خود خوانده  څو سري  حکومت مشران په رښتیا هم وجدان او ضمیر ولري نو  له ولس څخه دې  بخښنه وغواړي ددې ټولوژنې او جینوسایډ  ترسره کوونکي او مسببین  دې په ناپییلو  اوناپلوو محکموکې ښکاره او عادلانه محاکمه کړي ، دا سې نه چې امریکایی پر امریکايي محکمه کړي اوبیا  دکندهار په پنجوايي  کې  د۱۸ بې ګناه  افغانانو دوژونکي او سوځوونکي رابرت  بیلز په ځېر دوی ته هم اداري سزا  ورکړي او  ددومره  ستر جرم   دترسره کولو په بدل کې ترې یوه رتبه واخستل شي او یا یې رتبه وځنډول شي .      

دلته طالبان هم ځان ته برائت ورکولی نشي   دوی ښه پوهېږي چې  کورني او بهرني مخالفین یې  د ولس  او په ځانګړې توګه  دپښتنو وژلو ته پلمې  لټوي نو دوی ولې دا پلمې په لاس ورکوي او په کلیو کې له دوی سره جنګ کوې ، بل داچې ډېروخت دوی  هم دیوې سپږې لپاره ټول پوستین سوځوي او پر  امریکايانو اوافغان دښمنانوپه برید کې یې  دیوامریکايي او یوافغان ترڅنګ ګڼ ملکي افغانان وژل کېږي . چې داکار دوی ته هم  دګټې پرځای تاوان کوي .                  

 

.

.