کور / هراړخیز / شربت ګله، رحيم الله يوسفزی او د نشنل جيوګرافيک پيسې

شربت ګله، رحيم الله يوسفزی او د نشنل جيوګرافيک پيسې

Dr. Omar zakhelwal ډاکټر عمر زاخيلوال

له دوه ورځو راهیسی په ټولنیزو شبکو کی د خیبر پښتونخوا د پیژندل شوی صحافی ښاغلی رحیم الله یوسفزی په اړه ګونګوسی دی چی ګواکی د شربت ګلی پیسی یی خوړلی. زه ښاغلی یوسفزی له نږدی څخه نه بلکه له لیری د یو معزز شخص په توګه پیژنم چی طبعآ په یادو تورونو می نه لوریږی. رحيم الله يوسفزی
تر څو چی بحث یواځی د ټولنیزو شبکو په کچه ‌ؤ ما هم له څه ویلو ‌‌‌‌‌‌ډه‌‌‌‌‌‌ډه وکړه چی د لا ګرمیدو باعث یی نشم مګر له تیرماښام راپدیخوا نوموړی موضوع د عامه رسنیو تر پوښښ لاندی راغله چی پدی لړ کی له ځانه د دفاع په موخه ښاغلی یوسفزی له ګڼو رادیو ګانو سره مصاحبی درلودی چی په غور می واوریدی.
زه داسی څه اسناد یا شواهد په لاس نلرم چی د هغی پر بنسټ د موضوع په اړوند یو ‌‌‌‌‌‌ډول یا بل ‌‌‌‌‌‌ډول قضاوت وکړم مګر د رادیو ګانو سره د ښاغلی یوسفزی په خبرو کی کافی تناقضات او ځینی داسی خبری وینم چی سوالونه پیدا کوی او د ښاغلی یوسفزی سپیناوی ستونزمنوی.  
لومړی، د رادیوګانو سره په خبرو کی ښاغلی یوسفزی له یوی لوری ځان ناخبره ښوده چی ګواکی د شربت ګلی او نشنل جیوګرافیک مجلی تر منځ د پیسو په ورکړه کی دده کار نشته او یا دا چی ددوی د لاری د پیسو د لیږد خبره یواځی په وروستیو پنځه زره ‌‌‌‌‌‌ډالرو، هغه هم په ناخبرۍ او غلط فهمۍ کی، را پیدا شوه. مګر په عین خبرو کی بیا منی چی د نشنل جیوګرافیک مجلی او عکاس  سټیف مکوری مرستی ټولی دده له لاری کیدی. البته د پنځو زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو کیسه یی هم ګ‌‌‌‌‌‌ډه و‌‌‌‌‌‌ډه وه!
رښتیا هم داده چی هره میاشت  شربت ګلی ته د ښاغلی یوسفزی له لاری د نشنل جیوګرافیک د مجلی له اړخه دوه سوه امریکایی ‌‌‌‌‌‌ډالر ورکول کیده. په بله معنی، ښاغلی یوسفزی دومره ناخبره نه ‌ؤ چی هڅه یی کوله چی ځان وښایی.
دوهم، ښاغلی یوسفزی د نشنل جیوګرافیک مجلی له اړخه شربت ګلی ته د پیسو ورکړه مرسته یادوی مګر په عین خبرو کی یی وویل چی د شربت ګلی او نشنل جیوګرافیک مجلی تر منځ لس کلن هوکړه لیک لاسلیک شوی ‌ؤ چی د هغی په بنسټ به د یو معین دوامدار امتیاز په بدل کی د شربت ګلی کیسه او تصویر چاپیدل یواځی د نشنل جیوګرافیک مجلی ځانګړی حق وی. ښاغلی یوسفزی دی په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړی چی ایا میاشتنۍ دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالره چی دده له لاری شربت ګلی ته راتله مرسته وه او که د شربت ګلی حق؟
بیا هم رښتیا داده چی د نشنل جیوګرافیک سره د لس کلن هوکړه لیک د محتویاتو څخه شربت ګله او یا یی د کورنۍ کوم بل غړی په جریان کی نه ‌ؤ، او نه د هوکړه لیک کوم نقل ورکول شوی. د ښاغلی یوسفزی له لوری یواځی ورته ویل شوی ‌ؤ چی ستا یو هوکړه لیک شوی چی د هغی په بنسټ څه څه نشي کولی.
د سپیناوی لپاره ښایی چی ښاغلی یوسفزی دا هوکړه لیک په بشپړه توګه نشر کړی. که د شربت ګلی لپاره په هوکړه لیک کی درج حق الامتیاز له دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالرو زیات ‌ؤ یوه معنی لری او که رښتیا هم د میاشتی دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالر ‌ؤ نو بیا هم د شربت ګلی سره نشنل جیوګرافیک ظلم او چل کړی او هم لږ تر لږه په ټولو خبرو پوه ښاغلی یوسفزی یی په حق کی بی غوری او بی تفاوتی.
همدا رنګه دی په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړی چی پدی هوکړه لیک کی د ښاغلی یوسفزی هم څه مالی امتیاز ‌ؤ که نه؟ 
د 1985 کال را پدیخوا د شربت ګلی تصویر تر اوسه د نشنل جیوګرافیک مجلی له لوری په اشتهاری توګه استعمالیږی چی د 2002 کال راپدیخوا د ښاغلی یوسفزی په قول د نوموړی په وساطت لس کلن هوکړه لیک هم لاسلیک شوی مګر د شربت ګلی ټول درامد لدی څخه تر اوسه ددیرشو زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت یوه کوچنۍ جونګړه او د میاشتی یواځی دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالر او داسی یو ژوند چی په هغی کی یی د بیوسۍ لکبله د علاج وړ ناروغتیا څخه هم ځوان میړه له لاسه ورکړ او هم پیغله لور. 
ښاغلی یوسفزی په خپلو خبرو کی بیاځلی وویل چی شربت ګلی ته یی لور ویلی او د کورنۍ د غړی په ‌‌‌‌‌‌ډول یی پاملرنه پری لرله. پداسی حال کی چی د معلوماتو له مخی شربت ګله د اتو میاشتو راپدیخوا د تعقیب او تحقیق لاندی وه او د ښاغلی یوسفزی څخه یی په کراتو مرسته غوښتی وه چی د رد ځواب یی ورته ویلی و. د شربت ګلی د نیولو څخه وروسته هر خواخوږی یی د نوموړی څخه د ملاتړ او خواخوږۍ غږ اوچت کړ او په خوشی کولو کی یی د خپلی وسی هڅی وکړی چی پدی لړ کی د پیژندل شوی خبریال ښاغلی سلیم صافی هڅی او اخلاص د یادونی، ستاینی او مننی وړ بولم. مګر د شربت ګلی پدی تر ټولو سختو شپو کی ښاغلی یوسفزی د خپلی لورخوانده په خواشینونکی حالت غوږ هم ونه ګراوه،  سره لدی چی د چارواکو او نظام سره د نوموړی اړیکی له هر چا زیاتی پخی دی. د شربت ګلی په وروستنی تریخ جریان کی د نوموړی سره د ښاغلی یوسفزی  د تماسونو هڅو هغه وخت زور واخیست چی غوښتل یی له شربت ګلی څخه د خپل سپیناوی ویدیو ‌‌‌‌‌‌ډکه کړی چی هغی بیا ما مخنیوی کړی. نو لدیکبله د ښاغلی یوسفزی د وینا او حقیقت تر منځ پوره تناقض موجود دی او په سپیناوی کی یی نیمګړتیا. مګر ښاغلی یوسفزی د درناوی لکبله به له هر چا ‌‌‌‌‌‌ډیر زه خوښ شم که چیری نوموړی د پورته او نورو سوالونو قانع کوونکی ځوابونه ولری.  د پورتنیو پوښتنو د نشنل جیوګرافیک عکاس ستیف مکوری هم باید سپیناوی وکړی.