کور / سياسي / د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې او افغانستان

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې او افغانستان

ليکنه: محبوب الله خان

د نومبرپر اتمه نېټه په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېدونکې دي. د دوو سترو ګوندونو نوماندان سره مخامخ دي. د ديموکراتانو یاواکمن ګوند له لوري دامریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هلري کلنټن ولاړه ده او په مقابل کې یې د جمهوریت غوښتونکو له خوا یو نامتو میلیاردر ډونالډ ټرمپ ولاړ دی.Usa election 2016

ټاکنې څه ډول تر سره کېږي؟

د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو د سیستم له مخې ټوله امریکا ۵۳۸ څوکۍ  لري  اوهر ایالت د نفوسو د شمېر په تناسب څوکۍ  لري یانې یو شمېر ایالتونه ۵ ځينې یې ۱۰ کمې او یو څو يې له تر لسو زیاتې څوکۍ لري. په کوم ایالت کې چې کوم نوماند پنځوس سلنې نه زیاتې رایې تر لاسه کړې نو د هغه ایالت ټولې څوکۍ همغه ته شمېرل کېږي. په همدې ډول هر کاندید چې ۲۷۰ څوکۍ یا تر هغې زیاتې خپلې کړې نو هماغه نوماند د امریکا ټاکلې ولسمشر دی. یوازې څو ایالتونه داسې دي چې که چا څومره رايي تر لاسه کړې نو ههاغومره څوکۍ به تر لاسه کوي.

ټاکنې به څوک وګټي؟

د خبرونو له مخې په وروستیو کې د دواړو نوماندانو تر منځ توپير بیخي سره کم شوی دی. که وروستیو لسیزو ته کتنه وکړو نوپه امریکا کې دوه ځله یا اته کاله دیموکراتان واکمن وي اواته کاله جمهوري غوښتونکي  حکومت کوي. دا ځل د دیموکراتانو وار تېرشوی اود جمهوري غوښتونکو وار دی. خو دا ځل جمهوري غوښتونکي یوه ستونزه لري چې کاندید يې ډونالډ ټرمپ د شخصیت له پلوه له سترو ننګونو سره مخ دی. له بل پلوه د واکمنګوند یا دیموکراتانو نومانده یوه مېرمن هلریي کلنټن ده. دا ځل خپله امریکایان هم حیران دي چې دجنسي بدلون په خاطر پر یوې مېرمنې باور وکړي او که ددوی له نظره یو لیونی ولسمشر غوره کړي. که په امریکا کې د ټولپوښتنو پایلو ته ځير شو نو د پخوا په څېر زیاتره ایالتونه سره ويشل شوي دي چې ځينې ایالتونه هر ځل جمهوریت غوښتونکو ته رایه ورکوي او یو شمېر يې پاخه د دیموکراتانو دي. يو څو ایالتونه داسې دي بدلېدونکی رول لوبوي او په دې کې د فلوریډا ایالت برخلیک ټاکونکی رول لوبولی شي، د فلوریډا ایالت ټولې ۲۹ څوکۍ لري ، نو د ډېر کم توپير له مخې که هر کاندید په فلوریډا کې زیاتې رايي تر لاسه کړي نو هماغه به د امریکا راتلونکی ولسمشر وي.

نړیوال اغیز

د نړۍ زیاتره سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې جمهوري غوښتونکي دبهرنۍ پالیسي په برخه کې پریکنده یا قاطع دریځ لري او دیموکراتان په دې برخه کې له څه نرمښت نه کار اخلي او همدا لامل دی چې په تېرو اتو کلونو کې د امریکا بهرنۍ پالیسي له سترو ننګونو سره مخ ده. په ټوله نړۍ کې هېوادونه په دوه برخو وېشل شوي دي اود امریکا د ولسمشریزو ټاکنو راتلونکو پایلو ته په جدي ډول منتظر دي. دلته داخبره هم د هېرولو نه ده چې امریکا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لپاره اوږد مهاله تګ لاره او کړند لاره لري. که چیرته امریکایان له سترو نړیوالو مسایلو نه ځان ګوښه کول غواړي یا لږ تر لږه د ستونزو په حل کولو کې رغنده رول لوبول غواړي نو بیا دا کار د جمهوریت غوښتونکو په واک کې تر سره کېدای شي. که دیموکراتان همداسې په واک کې پاتې شول نو ښايي  د نړۍ مسایل لاپسې  پېچلي شي او ښکېل هېوادونه به دې ته مجبور شي خپلې شخړې په خپله حل کړي.

 

 

د ټاکنو پایلې او افغانستان

دا ډېره د حیرانتیا وړ ده چې د دواړو نوماندانو تر منځ په وروستۍ مناظره کې چې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه وه دیو ځل لپاره هم دافغانستان د نوم یادونه ونه شوه خو بیا هم د افغانستان سیاسي جغرافیه د خپل ارزښت له پلوه داسې ده چې امریکا يې هېڅکله له پامه نه شي غورځولی. دامریکا زرګونه پوځیان په افغانستان کې مېشت دي. سلګونه میلیارده ډالر يې دلته په جګړه لکولي دي. له افغانستان سره امنیتي تړون لري او د منځنۍ اسیا اود جنوبي سره د تړلې موقیعت له مخې ورته افغانستان ډېر مهم دی. دلته تر ټولو مهمه خبره سیاسي بدلون دی. که چیرته ټاکنې دیموکراتان وګټې نو د افغانستان په سیاسي نظام به کوم ستر بدلون رانه شياود ولسمشر اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت به ژر تر ژره د ژورو اصلاحاتو د راوستو او پارلماني ټاکنو اعلان وکړي. که په امریکا کې سبانۍ ټاکنې په ناببره ډول جمهوریت غوښتونکي وګټي نو له دې سره به پر پاکستان فشارونه زیات شي، هلته د پوځ د ځواکمنېدو او یا کودتا احتمال شته، پاکستان به دخپلې بقا په فکر کې وي، د داعش پروژه به له ځنډ سره مخ شي. له طالبانو سره به دسولې خبرې تودې شي. د ولسمشر اشرف غني پرحکومتبه د سیاسي مخالفانو او په تيره د حامد کرزي د ډلې فشارونه زیات شي خو له ستونزو سره سره به اوسنی حکومت خپله موده پوره کړي.

Mahboobullahkhan1@yahoo.com