کور / شعر / د پښتو قافيو لومړی قاموس آنلاين سو

د پښتو قافيو لومړی قاموس آنلاين سو

ahmadwaliachakzai

قافيه په شعرونو کي د بيت د پای هغه کليمې ته ويل کيږي چي د قافيې سره مل ورباندي شعر ختميږي او اعاده يې په ورپسې بيتو کي لازمه وي. په يو شمېر ليکل سوو او پرمختللو ژبو کي د قافيو له پاره ځانګړي قاموسونه موجود دي چي پکښي شاعران او د شعر سره مينه لرونکي د قافيو جوړې او لړۍ په آساني سره لټولای سي.

خو پښتو چي زما په فکر ورسره په ژوندي پاته کېدو کي شعر او شاعرانو زياته مرسته کړې ده، تر اوسه د قافيو له قاموس څخه محرومه وه. که څه چي زه شاعر نه يم خو د زيات وخت راهيسي مي په زړه کي د پښتو د قافيوي قاموس د ترتيب کولو آرمان ويښ او هڅاند ؤ. دغه ارمان زما د هغه لوی ارمان او د ژوند د يو مهم مقصد يوه برخه ده چي غواړم د پښتو ژبه د قاموسونو په ډګر کي د نړۍ د پرمختللو ژبو په قطار کي ودريږي.

د الله تعالی لوی احسان دی چي د پښتو مينه والو ته نن زېری ورکوم چي لومړی د پښتو قافيو قاموس بشپړ سو. دغه قاموس چي ما (احمدولي اڅکزي) ترتيب کړی او لا يې د قافيو د انتخاب، ترتيب او تنظيم لړۍ ادامه لري، لومړۍ بڼه مي يې د Pashto Rime Lexicon په نوم پر قاموسونه ټکی کام www.qamosona.comآنلاين کړه. دغه حتمي بڼه نه ده او پکښي به انشالله په راتلونکي وخت کي سمونونه او تغيرات هم راولم او که امکان برابر سو نو انشالله تصحيح سوې بڼه به يې چاپ هم کړم. د دغه قاموس په اوسنۍ آنلاين کړل سوې بڼه کي تقريبا دوه لکه (يا دوه سوه زره) پښتو لغتونه د قافيه وي ترتيب له مخي راټول سوي دي. د بېلګي په توګه:

هغه لغتونه چي په «باتو» پای ته رسيږي:
باتو ، ايجاباتو ، انتخاباتو ، موجباتو ، جذباتو ، رباتو ، ضرباتو ، محاسباتو ، مناسباتو ، مرکباتو ، نباتو ، حبوباتو ، مجذوباتو ، مشروباتو ، اکروباتو ، لولوباتو ، ترتيباتو ، عجیباتو ، ترکيباتو…

په دغه قاموس کي د ګردان سوو فعلونو تر څنګ ګڼ شمېر خاص اسمونه لکه «امريکا، بورکينا فاسو، احمد،…» او په همدې شان د اسمونو مفرد او د جمعې بڼي هم راغلي دي.

ما د دغه لومړي پښتو قافيوي قاموس اکثره قافيې د خوشال خان خټک، رحمان بابا، حميد مومند، حمزه بابا، قاضي ملا عبدالسلام اڅکزي، ګل باچا الفت، غنی خان او عبدالباري جهاني له شعري مجموعو څخه اخيستي دي. له يادو شاعرانو د اشعارو څخه په ټوليزه توګه تر ۵۰ زرو څخه زياتو فاقيو دغه قاموس ته لاره پيدا کړې ده. پاتې تقريبا ۱۵۰ زره قافيې د پښتو ژبي د نورو کتابونو څخه اخيستل سوي دي. د دې تر څنګ له يو شمېر معتبره پښتو قاموسونو څخه هم لغتونه اخيستل سوي او په دغه قاموس کي ترتيب سوي دي.

په آخر کي غواړم چي خپلو ټولو درنو وروڼو او خوېندو ته يادونه وکړم چي د شعر د ليکلو په موضوع کي چي د اسلام مبين دين کوم حدود ټاکلي دي، هيله ده چي دوستان ورباندي ځان خبر کړي او له پامه يې ونه غورځوي. 

هيله ده چي تاسو د پښتو قافيوي قاموس د آنلاين کېدو دغه اعلان پر خپلو انټرنټ پاڼو او د سوشل ميډيا لکه پر فیسبوک خپور او شريک کړئ، چي د پښتو ژبي زيات مينه وال په خبر او له دغه قاموس او پروژې څخه مستفيد سي.

ستاسو د دعاؤ په هيله
د قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com مسؤل چلونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۸مه نېټه، بون
________________________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه

pashto_rime_lexicon