کور / شعر / ورځه رب ته دي

ورځه رب ته دي

ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه !

اسدالله غيرت / پکتيا

ځه نو ، چاته ته په تمه يې شهيده !

ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه

ورته ووايه چې داسې درته راغلم

ته مې وينې ، ته مې ګورې

اندامونه مې خواره واره پراته دي

ديوالونه مې په وينو باندې سره دي

ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه

د هېواد د بې احساسه حاکمانو

د بشر د تش په نوم ټيکدارانو

د نړۍ د پرديپالو مسلمانانو

ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه

ځه نو . چاته ته په تمه يې شهيده ؟

دلته ستا د زړه سوي څوک دي ؟

بې له خاورو له طوپانه

چې په سر درته تاويږي

ستا پر خال باندې ژړيږي .

پای

۱۳۹۵۸۱۵