کور / خبرتیا او پيغامونه / عبدالباري جهاني ته پرانستی ليک ـ احمدولي اڅکزی

عبدالباري جهاني ته پرانستی ليک ـ احمدولي اڅکزی

ahmadwaliachakzai

قدرمن او محترم مشر ښاغلي او عاليقدر جهاني صاحبه

سلام عليکم و رحمة الله وبرکاته

د لوی خدای ج څخه دعا کوم چي الله دي درته روغ صحت، برياليتوبونه او له برکته ډک قلم او اوږد ژوند درکړي. آمين

ما له مشرانو اورېدلي دي چي په پخوا وختو کي په يوه سيمه کي د ځوانانو تر منځ د نوو جامو او نوو بوټو موډ خورا تود ؤ. وای دغو ځوانانو به د هغه عصر خورا لُکسې جامې لکه ګران قيمته لُکس فرانسوي بوټونه او ورته نور شيان اغوستل. دا چي دغو ځوانانو تر مامور، رئيس، خان او تجار بهتره او ښې جامې اغوستې نو وای د دغو ځوانانو په ليدو به چا ته دا احساس ور پيدا کيدی چي خورا پوه او رسېدلي به وي. خو کله چي به چا ورسره خبري او مجلس پېل کړ نو به يې هغه اصلي سويه معلومه سوه، چي نه به يې مکتبي پوهه درلوده او نه به يې ټولنيزه پوهه او ادب زده ؤ. نه به د مشر په احترام پوه ول او نه به يې پر کشر د مهربانۍ او صله رحمۍ چم زده ؤ.

نن سبا له بده مرغه د مکتب او پوهنتون بريليکونه، شاعري، ليکوالي، ژورنالستي، مدني فعاليت، سياسي پوهه، «مشري» او ورته نور هر څه لباسي سوي دي.

بعضي خلک د خپلي علمي سطحي د لوړولو او د پوهي د تندي د ماتولو له پاره مکتب و پوهنتون ته نه ځي، بلکه غواړي چي ورڅخه فرانسوی بوټ جوړ کړي او شو په وکي. بعضي شاعران او ليکوالان سته چي شاعري په دې نه کوي چي په رشتيا د ويلو له پاره يو څه لري او روح يې سوځي بلکه غواړي له خپلي دغې شاعرۍ، ليکوالۍ او ژورناليزم څخه د نوي ماډل واسکټ او بالاپوښ کار واخلي او خپله اصلي سويه په پټه کړي. بعضي دغه کسان پر ځان د ليکوال، شاعر، ژورنالست او کارپوه چادرونه د دې له پاره غوړوي، ولي چي غواړي د دې لاري د مقتدره کسانو سره غوړه مالي او ورته ځان نژدې کول آسانه سي.

له بده مرغه چي بعضي خلک پر ټولو موضوعاتو خپل نظر ورکوي او پکښي تر ستړي کېدو تر حده استدلال کوي. خو مقصد يې هيڅکله هغه اصلي او مطرح موضوع نه وي بلکه غواړي چي ځان مطرح کړي.

بعضي خلک بيا له سهاره تر ماښامه په دې کي فکر کوي چي په نورو انسانانو کي څه ډول عيبونه پيدا کړي. ټوله ورځ پر دې فکر کوي چي څنګه په يو کس کي چي ۹۹ ټکي يې ښايي سم وي يو داسي منفي ټکی پيدا کړي چي په مرسته يې د هغه کس ۹۹ ټکي صفر ظاهر کړلای سي. دغه کسان د دې له پاره په نورو کي د عيبونو لټون نه کوي چي وروسته د هغه کس سره د هغه د عيب په اصلاح کي کومک وکړي او يا يې حد اقل پټ په غوږ کي په ويلو سره ورته پام واړوي. بلکه دغه خلک غواړي چي په نورو کي د عيبونو په پيدا کولو او وروسته د دغو عيبونو په هکله په جار وهلو سره خلکو ته ځان دانا او له عيبه پاک وښيي.

بعضي کسان سته چي د تعصب په ناروغۍ اخته دي. له بده مرغه چي دغه کسان د خپلې دغي ناروغۍ په پټولو کي دومره ماهره وي چي اکثره وخت يې حتی له خپل ځان څخه خپله دغه ناروغي پټه کړې وي. تر هغه څخه لا بدتر دا چي خپل ځان ورته روغ او بل هر څوک که د دوی په شان ناروغ نه وي ورته ناجوړه معلوميږي. همدا وجه ده چي بعضي دغه کسان د خپلي ناروغۍ له کبله هر څه د خپل تعصب په تله کي تلي.

ټول بعضي بعضي کسان چي ما ياد کړل، اوس يې فيسبوک او نوري ورته انټرنټي پاڼي اصلي مرکز ګرځېدلی دی. انټرنټ اوس دا ممکنه کړېده چي هر رواني روغ او ناروغه په خپل او په پردي نوم د فوټو شاپ سوو عکسونو سره مل پر فيسبوک اکاونټونه جوړ کړي او يا د لسو ډالرو په مصرف يوه يا زياتي «ناپېيلې» انټرنټي پاڼې جوړي کړي. بعضي دغه کسان حتی د خپل نوم سره خورا په فخر ليکي: د فلانکۍ پاڼي مؤسس! لکه دا چي کوم نړيوال کاميابه تجارتي شرکت او يا جهان او انسانيت ته فيض رسوونکې کومه علمي اداره وي. خو کله چي څوک دغه پاڼه خلاصه کړي نو ويني چي اصلي سويه يې څه شی ده: ښکنځل، اپلاتي، تهمتونه، اختراع سوي خبرونه، د ظالمانو قصيدې، د کشرانو او مشرانو د شخصيت د تخريب هڅې، تعصب ته لمن وهنه، په وينو لړلي عکسونه، له ټولو اخلاقي د ليکوالۍ او ژبي د ضوابطو او اصولو سره په ټکر کي ليکنې او داسي نور. يوه بده لا دا چي د دغو اکثرو پاڼو او د فيسبوک اکاونټونو مذهب، مرام او مقصد نه وي معلوم بلکه لکه د کواړي جوال هر ډول ګودړونه او ريښکۍ پکښي پيدا کيږي.

زه د انتقاد سره هيڅ مخالفت نه لرم بلکه په دې باور يم چي رغنده انتقاد د اصلاح او پرمختګ سبب ګرځي او بايد هيڅوک په دې کي استثنی نه وي. خو بعضي کسان سته چي غواړي په دوو ګوتو لمر پټ کړي او يا کوښښ کوي چي د خپل کوچني لاس په کوچنۍ لپه کي سمندر، جهان، جهانيت او جهاني وتلي، چي دا انتقاد نه بلکه يوه لويه ناپوهي ده.

نو قدرمن محترم او عاليقدر مشره، د دغو لباسي خلکو خبري مه اوره او مه يې لوله او مه يې زړه ته اچوه. د ګوتو په شمېر دغه څو کسان په هيڅ صورت د هغو بې شمېره خاموشه او فيس بوک او انټرنټ نه لرونکو استازيتوب نه سي کولای څوک چي لا تر اوسه د خپلو مشرانو، محسنانو، خواخوږو او د دُښمنانو تر منځ فرق کولای سي.

د ليري دي له احترامه ښکلوم او د ولس له پاره ستاسو د ټولو خدمتونو او ستړياوو له کبله درڅخه مننه کوم او په بدل کي يې له الله تعالی څخه ستاسو له پاره لوی اجرونه غواړم. ستاسو څخه مننه کوم چي په خپل بي ساري او زرين قلم سره مو یو ګونګي ولس ته ژبه ورکړه. الله دي دغه ژبه هيڅکله نه ګونګۍ کوي. آمين


په آخر کي درڅخه هيله کوم چي هغه څه چي تاسو په وروستي وخت کي په افغانستان کي ليدلي او تجربه کړي دي، هيله ده چي په خپل زرين او تېره قلم يې کاغذ ته وسپارئ.

ستاسو د خوشحال، بريالي او اوږد ژوند دعاګو.

ستاسو کشر
احمدولي اڅکزی
د ۲۰۱۶ کال د نوامبر مياشتي ۱۱مه نېټه، آلمان، بون 
_______________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه