کور / شعر / زموږ د کلي ،هغه بر کنډو کې

زموږ د کلي ،هغه بر کنډو کې

 

اسدالله غيرت / پکتيا

پکتيازموږ د کلي ، هغه بر کنډو کې

ها د کمره پر سر ولاړه لمنځه

چې ترينه لاندې د رڼو اوبو چينه بهيده

له شنو کمرونو نه په خوند خوند راوته بهيده

د هغې لمنځې سره خوا کې يو لوی کلی ميشت وو

په هغه کلي کې رقم رقم مرغان اوسيدل

په هغه کلي کې رښتيني اتلان اوسيدل

د هغې لمنځې له ښاخونو نه به

هر مازديګر سحر نغمې وريدې

د هر مرغه له خولې به

د محبت خوښۍ ټپې وريدې

د هغې دنګې شاخورې لمنځې يو بل خواته

دنګ زرغونځي دنګ نښترونه ميشت وو

ټولو به هر سحر او هر مازديګر

په اتفاق سره نڅا کوله

هر لاروي يې اوږده عمر ته دعا کوله

د هغو دنګو نښترونو زرغونځيو نه به

د شپېلۍ غږ زمونږ تر کوره راتلو

کله چې کلي باندې راغله د جنګو بړبوکۍ

د هر نښتر هر زرغونځي او لمنځې

په تن کې خښې شوې مرمۍ د ټوپک

د ټولو څانګې شولې خچې پچې

څانګې يې يوړې د ګبري رود د کورمې په لور

ټول نښترونه زرغونځي او لمنځې

د اور لمبو کې وسوې

واړه د ژوند په پيغلو شپو کې وسوې

په نښترونو کې ټول ميشت مرغان

په ژړا سر پرديو غرو ته لاړل

ځينې د اور لمبو کې وسوځيدل

ځينې د کوز کلي باغو ته لاړل

هغه د لمنځې خوا کې لويه چينه

اوس چاته نه شي ورکولی اوبه

د چينې منځ کې د ها لوې لمنځې

تن لکه مړی پروت دی

اوس د هماغو نښترونو څخه

د شپېلۍ غږ نه راځي

اوس د هماغو نښترونو ځوانۍ

د سون لپاره ځي پردو کوڅو ته

ځينې په خپل کلي کې وسوځيدې

اکثره لاړې پنجابو کوڅو ته 

۱۳۸۸۵۱۷ منداخيل

۱.. ګبری : د پکتيا ولايت اړوند د څمکنيو ولسوالۍ يو لوی رود (توی) دی چې ، اوبه يې د خيبر پښتونخوا په لور روانې دي .

۲.. کورمه : د خيبر پښتونخوا اړوند د پکتيا او خوست تر څنګ قبايلي سيمې .