کور / تازه خبرونه / کندهار والي: چابهار بندر د کندهار د اقتصاد لپاره ډېر ګټور دی

کندهار والي: چابهار بندر د کندهار د اقتصاد لپاره ډېر ګټور دی

د ايران د سيستان-بلوچستان والي علي اوسط هاشمي او ورسره پلاوي نن ماځيګر په ولايت مقام کي د يوې غونډي پر مهال د چابهار بند په اړه توضيحات وړاندي کړل او دا يې يوه ډېره ګټوره صادراتي او ورداتي لار وبلله.

کندهار چابهار

په دې غونډه کي چي ګڼ شمېر سوداګرو هم ګډون کړی وو، ښاغلي هاشمي وويل افغان سوداګر کولای سي چي د چابهار بندر له لاري منځنۍ اسيا او اروپايي هيوادونو ته صادرات او واردات وکړي. هغه زياته کړه چي له دې سره به د افغانستان او ايران تر منځ سوداګريزي او فرهنګي اړيکي هم پياوړي سي.

 

د هاشمي په خبره چي د سوداګرو تر منځ به داسي يو تفاهم لاسليک کړي چي له مخي به يې د سوداګرۍ په وړاندي رامنځته کېدونکي ستونزي ژر هواريږي.

 

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي له ښاغلي هاشمي څخه مننه وکړه چي په چابهار بندر کي د افغان سوداګرو لپاره اسانتياوي مهيا کوي او ويې ويل چي کندهاري سوداګر به وهڅوي څو چابهار بندر ته بيا ولاړ سي او له دې لاري صادراتو او وارداتو ته زړه ښه کړي.

ښاغلي عزيزي وويل چي چابهار بندر د افغانستان په خاص ډول د کندهار د اقتصاد لپاره ډېر ګټور دی.