کور / سياسي / ديوې بلي سياسي لاس وهنې بېلگه !

ديوې بلي سياسي لاس وهنې بېلگه !

Ghamkhor غمخورحبيب الله غمخور

 

ایران په کابل کې دشیعه ګانو پر جومات برید د داعش کار نه بولي .

مگر موږ یې ددوي کاربولواوپدې نظريو چې ايراني خوندان لاس پکښي لري!

November 22, 2016 

په داسي حال کې چې د افغانستان ولسمشر،اجرايي ريیس، او د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د افغانستان دوستو هیوادونو او ملګرو ملتو د کابل د باقرالعلوم تروریستي برید غندلی، ایران شک لري چې دا برید په ارګ کې ځینو کسانو او بهرنیو استخباراتو کړی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت اړوندې ویبپاڼې (تسینم) پرون له حملې لږ وروسته دا رد کړه چې داعش به په دې برید کې لاس لري، ویې ویل چې داعش په مصنوعي ډول په افغانستان کې مهمه ډله ښودل کېږي. تسنیم لیکلي« به نظر می‌رسد سازمانهای امنیتی خارجی در افغانستان و همچنین برخی افراد در کاخ ریاست‌جمهوری این کشور، شیعیان افغانستان را قربانی اهداف سیاسی و نظامی خود کرده‌اند.»

دايرانی چارواکوداغبرگون ددې معنی لري  چي دوي لکه په عراق ،مصر،سوريه ،يمن، کي دسونی اوشعيه ترمنځ اختلاف رازېږېدولپاره یې په زرگونه انسانان قرباني کړه ،دلته په افغانستان کي هم په ټول لجاجت اوبې شرمۍ دخپلو استخباراتی شبکو له لاري دشعيه اوسونی ترمنځ اختلاف ته لمن وهی .

دايرانی اخوندانو داډول نظر څرگندونه  زموږ په کورنيو چاروکي دبېشرمانه اومنحوسولاسوهنوبربنډه بيلگه ده . دافغانستان دولتی چارواکي اوپارلمان بايد دايرانی ماهرو دښمنانوددې ډول څرگندونوپروړاندي خپل رسمی نظر او دريزاعلان کړي  اودسفارت نه یې ددې ډول بې مسوليته څرگندونو په اړوند تبصير وغواړي .

زموږ له نظره دکابل په دې تکيه خانه کې بريد دايرانی اخوندانواجنټانو لخوا په افغانستان کې مذهبی اوقومی تاوتریخوالو ته د لمن وهلو په هدف شوی .اودابريد هر افغان په کلکه غندي .

دابريد د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم دا برید په کلکه غندلی دی .په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما دا برید وحشت بللی دی .د هند صدراعظم نریندرا مودي او د پاکستان حکومت هم دا برید په کلکه غندلی دی.

د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون هم د کابل برید غندلی دی . تاند

موږ دنړيوالونه په کلکه غوښتنه کووچي پرې نه ږدي ايرانی اخوندان دخپلو کرغېړنو مخولپاره افغانستان په سيمه کي دمذهبې سيالو، اروپا او امريکاته دخپل زور اونفوذدښودلومرکز وگرځوي .