کور / شعر / غزل

غزل

غزل 

پر خپل حسن دي ځنځیر او زولانه کړم

بې اختیاره دي اختیار وهلئ کج 

ښکلي حوري دي په خیال کي کلا بندي

 تر آسمانه دي دیوار وهلئ کج

 په تیارو پسي رڼا بیرته تیاره کړې

یو دي شام بل دي سهار وهلئ کج

 د حرم د باغ ښکلا کي دي اور بل کړ

 په گلانو کي دي خار وهلئ کج

 په شباب کي دي خمونه جوشانده کړل

 په دوزخ کي دي انگار وهلئ کج

 لاس تړلئ دي توبو ته پر سجده کړم

 په گفتار کي دي پندار وهلئ کج

 عبدالله به سر له چا سره په جنک شي

سپین امام چي وي دستار وهلئ کج

ولي عبدالله – ناروغ