کور / سياسي / زموږ هايجک شوي جهادونه

زموږ هايجک شوي جهادونه

تورې به لالا وهي، مړۍ به شادولا….!Inayatullah Kakar عنايت الله کاکړ
زموږ هایي جېک شوي جهادونه:
لومړۍ برخه
…………………

شک نشته چې د يرغلګرانو پر ضد جهاد فرض دی او بیا په تېره بیا د هغو يرغلګرانو پر ضد چې لويه موخه یې زموږ د دين او ديني هويت مسخه کول وي، جهاد له مهمو فروضو څخه دی.

خو که لږ په سړه سينه د تېرو څلوېښت کلنو حقائقو جاج واخلو نو څرګنده به شي چې زموږ جهادونه تل د نورو له لورې داسې اغواء شوي چې د دې پر ځای چې موږ د خپل جهاد ثمره ترلاسه کړو، موږ په خپل منځي فتنو او فسادونو کېوتلي يو او د جهاد ثمرات مو بل بابا ترلاسه کړي او خوړلې دي.

د ساري په ډول شورويانو زموږ پر هېواد يرغل وکړ. پر موږ باندې د خپل دين، ديني هويت او هېواد دفاع فرض شوه. د دغه فرض د پر ځای کولو لپاره موږ کولنګ او بېلچې ته لاس کړ او د شورويانو له پولادي قوت سره مو ډغرې پيل کړې.

امريکا د تيوريکي مخالف او ستراتيژيکي حريف په بڼه له شوروي سره په سړه جګړه اخته وه. توده جګړه یې ځکه نشوای نښلولای چې امريکا او اروپا مستقيماً د شوروي د بالستيکي توغنديو تر هدف لاندې وه. امريکا په دې لټه کې وه چې شوروي په سيمه کې په غير مستقيم ډول خو په توده بڼه وځپي. پاکستان چې د سېټو او سينټو استعماري تړونونو په چوکاټ کې خپل ستراتيژيک برخليک د امريکا په لکۍ پورې تړلی وو له يوه پلوه د شوروي له ارادو ډارېده او له بله پلوه یې د پښتونستان او ډيورنډ پر سر له افغانستان سره ستونزې لرلې، ځکه نو هم شوروي او هم افغانستان ورته د يوه متحد بلاک په بڼه د قبول وړ نه وو. 
امريکا د پاکستان له دغه دريځه خبره وه ځکه یې نو آن له شوروي یرغله مخکې لا هڅه کوله چې افغانستان ته په څه ډول د شوروي پښه راوغزوي. خو له یرغله وروسته د شوروي د وهلو یوه زبردسته موقع په لاس ورغله، هماغه وو چې د جهاد په څلرم کال یې افغانانو ته د دنیا جهان راشنونه، وسلې او مرستې راسر کړې. تر څلورو کلونو پورې افغانان له شورويانو او د هغوي له داخلي ملګرو سره په کولنګ او بېلچه جنګېدل، چا یې غږ هم نه اورېده، خو څلور کاله وروسته له جېمي کارټره نيولې تر مېرمن ټاچره پورې ټولو مجاهدین د نړيوال سوسياليستي امپریالیزم پر خلاف اتلان وبلل او د کولنګ او بېلچې له نالوستو جنګیالیو د عبدالحق او احمدشاه مسعود په څېر اسطورې جوړي شوې. هغوي چې د خپل  کذائي هيئت له امله چا په اجتماع کې نه پرېښودل، په ناببره ډول ورته د سپينې ماڼۍ لارې او ګودرې په سرو غاليو فرش کړای شوې. نړيوالو تلويزونانو ورباندې ډاکومنټرۍ پيل کړې. 
د شوروي د ځپلو په موخه په تيوريک ډګر کې د يوه بشپړ مقاتل او نه پخلا کېدونکي نسل د رامنځته کولو په موخه د نبراسکا په څېر د سترو امریکایي اکاډميکو ادارو له لوري د افغان ماشومانو لپاره داسې نصاب رامنځته شو چې آن پيل یې له الف الله، ب بم،ت توپنچه، ټ ټوپک، ج جهاد او م مرمۍ کېده. په پاکستان کې د همدغه کډوال نسل د وينې د ځوښ په موخه نوې سندرې، ترانې، موعظې، ناولونه او ډرامې ولیکل شوې چې د پيښور او کوټې په راډيوګانو کې به د هندارې په څېر په ځانګړو خپرونو کې وړاندې کېدلې.

لس کاله افغانان وجنګېدل. دوه ميليونه ککرۍ یې قربان کړې، دوه ميليونه نور معيوب شول، څلور ميليونه له خپل ټاټوبي ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شول. په پايله کې شورويان ووتل او آن سوسيالیست لنينېسټ شوروي دړي وړي شو. افغانان چې د شوروي دړې وړې کېدلو فاتحانه غرور او مباهات وربښلی وو، څو کاله نور هم وجنګېدل چې په پايله کې یې شوروي پلوه رژيم هم ړنګ شو….!
خو آیاد دومره سترو قربانيو په پايله کې موږ افغانان خپل هدف ته چې د يوه خپلواک ملي اسلامي نظام تشکيل وو، و رسېدلو….؟!
نه…! 
بلکې د شوروي پلوه رژيم له ړنګېدا سره مجاهد افغانان يوه بل ته اړم شول، لسګونه زره یې سره ووژل، منظمه اردو یې ړنګه او پر ځای مافیایي بانډیتانو د اردوی اسلامي په نامه ټوپکان په غاړه کې ور واچول شول او د مؤمنو افغانانو د نواميسو د لوټلو لپاره ورته پرانستی لايسنس ورکړای شو.

په دې ډول مو لومړنی سپېڅلی جهاد د غرب، امریکا او د سيټو او سېنټو په پړي تړلو د هغوي د سيمه ايزو پارټنرانو له لورې اغوا شو.
 موږ ته جهاد د مادي ثمراتو له پلوه سراسر د خسارې سودا ثابته شوه.لوېديځې نړۍ او په تېره بیا د امريکا لپاره زموږ د جهاد او قربانیو ثمره دا وه چې د ناټو پرخلاف د وارسا بلاک له منځه لاړ، امريکا د نړۍ د يواځيني ستراتيژيکي قطب په بڼه د نړۍ د سرو سپينو څښتنه شوه. کمونیزم دسړې جګړې د یوه رقيب ايډیالوژيک تيوريکي ځواک په حيث نابود شو او د ناټو د هغه مهال مشر په وينا ځای يې هغې اصطلاحي اسلامي بنسټ پالنې ونيو چې د شوروي پر خلاف په جګړه کې د همدغه لویديځ د مرستو په سيروم پړسول شوي وه.