کور / کیسه / پاروونکې ګولۍ

پاروونکې ګولۍ

Abdul wakil sulamal shinwarai عبدالوکيل سوله مل شينواریپاروونکې گولۍ : سوله مل شينواری 

شپه نوره په وتلو وه، لمر څرک او د سهار د لمانځه اذان ته لږه شېبه پاتې وه چې حاجي غلام رسول د وروستي ځل لپاره بيا ځان ښځې ته ورنږدې کړ. سمدلاسه يې خپل کنډاس غاښونه د هغې په غومبرو کې ښخ کړل. په دې پسې يې په ورو په خپلو خپړو کې د هغې کلک تيونه ونيول. ناوې هېڅ له ځايه ونه ښورېده او لکه يوازې ننداره چې کوي هماغسې پر پالنگ غځېدلې وه، خو چې کله يې د حاجي رسول خپړو تيونه وخوږول په ورو يې له خولې ووتل:

– مړه دې کړم، خوږېږي.
حاجي رسول هم ورغبرگه کړه:
– څه وکړم، نه راپارېږم.
لږ وروسته يې په ورو د هغې لاس د پښو منځته ور اوږد کړ، هيله يې وکړه.
– څه خو ته هم وکړه، څه مالېش ورکړه!
ناوې حيرانه او له شرمه سره راواوښتله. حاجي په داسې حال کې چې د هغې لاس يې د خپلو پښو په منځ کې کلک نيولی وو، پسې اوږده کړه:
– څنگه نه راپارېږم، چا وتړلم که څنگه! ؟
ناوې هماغسې لکه بوت ځای پرځای پرته وه او هېڅ غبرگون يې نه ښوده. يوازې په بل لاس يې د پرتاگه گنډې کلکې نيولې وې چې له حاجي سره مقابله وکړي ترڅو يې د پرتاگه په خلاصولو ونه توانېږي،حاجی رسول په ورودهغی بل لاس ته هم لاس وروړ، خو ناوې يې لاس کلک ونيوه. حاجي رسول په غرور وويل:
– چې راوپارېږم د سل گنډو پروا دې هم نه لرم.
دی په همدې اخ و ډب کې وو چې له جوماته د سهار د لمانځه اذان پورته شو. د اذان پر اورېدو دی هم پر بيړه له ځايه پاڅېد، خو ژر بيرته په کټ کې کښېناست او ناوې ته يې کړل:
– گوره چې چا ته د دې شپې حال تېر نه کړې، زه چا په رښتيا تړلی يم.
د ناوې سترگې له شرمه نورې هم ځوړندې شوې. حاجي رسول خبره پسې اوږده کړه:
– د دستمال چاره هم بايد وکړو، که داسی دې مشرې بنې وليدې په شرمو به دې وشرموي.
بيا يې له ناوې لاندې خپور سپين کوچنی دسمال راکښود او د عسکري منصبدار په څېر يې امر وکړ:
– ژر شه! ستن راپيدا کړه!
خو ناوې لا د امر په پلي کولو نه وه بوخته چې پخپله يې کټ ته په نزدې تاخچه کې وړوکی د ستنې هومره نری مېخ ومېند. په ورو يې په يوه گوته کې لږ شانې ننه ايست، گوته يې ژر په وينو شوه. بيا يې هماغه وينې ژر په دسمال پورې کړې. له دې وروسته يې ناوې ته مخ وگرځاوه:
– بس اوس يې چې هر چا ته ښايې.
په دې پسې ژر له ځايه پاڅېد، د کوټې لمباځای ته ورغی، په منډه يې اوبه پر ځان راتېرې کړې. او سمدلاسه بيرته خونې ته راننوت. په لمانځه ودرېد، چې څنگه يې د سهار لمونځ وکړ خدای ته يې د دوعا لپاره لاسونه پورته کړل:
– يا لويه خدايه! له دې شرمه او عذابه امان راکړه! ځواني راوگرځوه او که هېڅ هم نه کوې، يوازې دومره وکړه چې ناوې رانه بلاربه کړه.
له دوعا وروسته بېرته پرېوت، ترڅو يې د بېگانۍ شپې بېخوبي لږه پوره شي.
په کټ کې وغځېد، بړستن يې پرځان راکش کړه، خو خوب يې له سترگو وتښتېد او لويو چورتوتو پسې واخېست. له ځانه يې پوښتنې پيل کړې:
– تا ته چا ويلي ول، که نن له کار نه لويدلې، لس کاله وروسته دې همدا حال وو. له دې خو مې مشره لمسۍ مشره ده. دويمه ښځه کې مې څه کمی دي؟ که ځوانه نه ده، زړه خو هم نه ده. پنځه دېرش کلنه چا زړه بللې؟
په همدې سوچونو کې وو چې درانده خوب يووړ، چې کله راپاڅېدد ماسپښين د لمانځه وخت رارسېدلی وو. ژر له ځايه پاڅېد او بيا پر اوداسه شو څو لمونځ پر جماعت وکړي.
کله يې چې اودس وکړ، مشره ښځه يې سمدستي د ناوې کوټې ته راننوته، دسترخوان يې وغوړاوه، خو حاجي پرې ژر بړچ وهل.
– نه گورې چې لمانځه ته روان يم.
ښځې يې په کراره شان ورغبرگه کړه:
– ما ويل لمونځ به په کور کې کوې، بېگا به دې بېخوبي تېره کړي وي.
حاجي لږ څه وشرمېد، خو په غوسې يې له خولې بې اختياره ووتل:
    که زما غم  د ر سره وای دا سی به په کوډگرو او ملايانو نه گرځېدای.                                                   
.ښځې يې په دې خبره ټکان وخوړ.د ستي يې ورغبرگه کړه:
– ولې به په ملايانو گرځم، چې له زوره يې وتلی شې وايم لس خو وکړه. په حاجي يې پېغور لکه د تورې گوزار داسی بد ولگېد، ژر يې د اوبو په ډکه لوټه وويشتله. ښځې يې ژر منډې کړې او په هغې پسې سم حاجي هم له کوره ووت. کله چې يې مازيگر لمونځ په جمعه ادا کړ، دستي ډاکټر ته ورغی.
کله چې يې سلام واچاوه، د مخه تر دې چې حاجي له خپلې ناروغۍ سر وټکوي پخپله ډاکټر په پوښتنو شو:
– څنگه يې اوس، بواسير دې څنگه دي؟
حاجي په شرمېدلي غږ ځواب ورکړ:
– ډاکټر صاحب! له شا اوس ښه يم، له مخې په مصيبت ککړ يم.
ډاکټر حيران شو:
– پوه نه شوم!
حاجي په داسې حال کې چې له شرمه يې خولې ته خبره نه جوړېده، وويل:
– څنگه دې پوه کړم؟
څه ټکنی شو، خو په شرمېدلي غږ يې وويل:
– له مردۍ لوېدلی يم.
ډاکټر په سړه سينه وپوښت:
– مه شرمېږه! هرڅه سپين ووايه!
حاجي لږ څه غلی شو، خو بېرته په خبرو راغی.
– څه به يې له تا پټوم، ته خو مې د زوی پر ځای يې. بېگاه مې د واده اوله شپه وه، هرڅه چې مې وکړل، هېڅ راونه پارېدم.
ډاکټر په حيرانتيا وپوښت:
– ته خو واده لرې که نه بابا.
– يو څه چې دوه، بس بد را نه وشول.
– دا څه وايې، نوی واده.
حاجي سر وښوراوه:
– هو، ځوانه جانه لکه دا برق سپينه، خو زه چې خدای له مردۍ غورځولی وم.
بيا ډاکټر په پښتنو شو.
څو کلن يې؟
– چا ته کلونه مالوم دي، خو د داؤدخان په صدراعظمۍ کې مې شونډه تکه توره وه. يره د ٦٥ مې وبوله نو.
– ډاکټر لږ څه سوچ يوړ، خو ژر يې حاجي ته کړل.
– ښه په دې کلونو کې دا عادي خبره ده.
حاجي حيران شو.
– يعنې سړی له مردۍ لوېږي.
– ټول سړی نه، خو لويه شمېره چې پر ٦٥ واوړي بيا له مردۍ کېدای شي ولوېږي.
حاجي غلام رسول استدلال وکړ:
– زړه مې مه غورځوه ډاکټره، اور به واخلم. زما مشر تره په ٨٠ کلنۍ کې څلورمه ښځه بلاربه کړه.
ډاکټر وخندل او ډاډ يې ورکړ:
– زړه  د ې مه غورځووه ښې گولۍ درته ليکم، خو لږ ې گرانې دي.
حاجي ژر په خبرو کې ورټوپ کړ:
– په پيسو پسې مه گرځه چې پيسې مې نه درلودای، درېيمه ښځه مې په دا سپينه ږيره څه کوله؟
ډاکټر وويل:
– که دا گولۍ دې چاره ونه کړي بيا دې نو خدای مل شه!
حاجي د منښتې او تصديق په بڼه سر وښوراوه:
– ته يې وليکه، خدای ته هرڅه اسان دي.
ډاکټر يې خبره تصديق کړه:
– بېشکه.
ډاکټر په داسې حال کې چې نسخه يې کاږله حاجي ته وويل:
– بس دا ټولې شل گولۍ دي، هره شپه به له کوروالي يو ساعت مخکې يوه گولۍ خولې ته اچوې.
حاجي په داسې حال کې چې پر يوه لاس يې د پيس روپۍ او په بل لاس يې نسخه نيولې وه له ډاکټره مننه وکړه:
– بس خدای دې اباد لره.
بيا له دوا اخېستو وروسته سيده د کور پر لور رهي شو، خو د مخه تر دې چې کور ته لاړ شي اول جومات ته ولاړ ترڅو د مازيگر او ماښام دواړه لمونځونه پر جمع ادا کړي.
کله چې له لمانځه کور ته راننوت، ترڅو چې ماښامنۍ تيارېده، بيا له جوماته د ماسخوتن د لمانځه اذان راغی. ژر بيا پاڅېد، اودس يې تازه کړ او بيا پر مساله ودرېد. دا يې په دې کال کې لومړی وار وو چې د ماسخوتن لمونځ يې بې جمعې کاوه.
چې لمونځ يې وکړ ډوډۍ تياره شوه، خو د مخه تر دې چې ډوډۍ وخوري. په ناره يې له ستوني گولۍ تېره کړه. ښځه يې پر پالنگ د تېر په څېر پرته وه، ورغی. غوښتل يې ښکل يې کړي، خو بېرته يې پرېکړه واړوله:
ودرېږه چې يو دوه رکعته نفل وکړم، که خدای په گولۍ کې نور زور هم واچوي.
بيا يې د تېر په څېر مساله وغوړوله. په لمانځه ودرېد، د نفل د کولو وروسته يې بيا لاسونه لپه کړل او خدای ته بيا پر زاريو شو:
– خدايه! نور مې له کبره وساته! همدا سزا مې بس ده. بيا د ځوانۍ زور را کې پوه کړه.
له دې وروسته په منډه د ښځې پالنگ ته ورپورته شو. نور نو گولۍ خپل اغېز ښندلی وو. حاجي وار له مخه خپل پرتوگ وغورځاوه او په داسې حال کې چې د ناوې په غومبرو يې غاښونه ښخ ول او په لاسونو کې د هغې کلک تيونه نيولي ول، ژر يې د هغې د پرتاگه گنډو ته هم لاسونه ورورسول.
او چې وروسته له پوره غېږو يې پر پرانېستلو وتوانېد، د ناوې پرتوگ يې هم له جوشه د کوټې بلې څنډې ته گوزار کړ. د ناوې غبرگون خورا سوړ وو، خو ده خپل ستمي نشو کنترولولی. بېواکه يې څو کړيکې له خولې ووتلې او چې هرڅه د ده په زړه پای ته ورسېدل په ورو يې ښځې ته کړل:
– د ظالم لورې، ته خو لکه مړی او زما دې چېغې وويستې، که بنو دې دا حال اورېدلی وي، څه به وايي.
ښځې يې هېڅ ځواب ورنه کړ او هماغه شان لوڅه لغړه پخپل پالنگ پرته وه.
حاجي تر سبا سترگه پټه نه کړه او ټوله شپه يې د خپلې نوې ښځی د بدن سره له لوبو خوند واخېست چې کله ښه پوره ستړی شو، نو بيا چرگانو اذانونه پيل کړي ول.
حاجي چې بېخوبۍ او کوروالي له اده باده ايستلی وو اوداسه ته هم راپانه څېد او جنوب تر مازيگره بېده پاتې شو.
له دې وروسته يې لکه نوی چې خدای د ځوانۍ زور په کې پوه کړی وو. هره ورځ همدا حال وو ترڅو چې گولۍ وې دی هم ښه په زور او مستۍ کې وو او يوه شپه هم له ښځې بيل بېده نه شو او نه يې هم کوروالی قضا کړ، خو له دې وروسته جنوب نه پاتې کېده او د سهار لمانځه ته به هم راپاڅېده او بيا به بېرته تر ماسپښينه بېده پاتې کېده.
په ٢١ مه ورځ پوره پر هغه ورځ چې گولۍ يې خلاصې شوې حاجي ته څه کار ورپېښ شو. په سفر لاړ او سفر يې پوره ١٥ ورځې اوږد شو. پر ١٥ مه ورځ چې کور ته راغی، ماښام وو. څنگه چې يې ډوډۍ وخوړه د ماسخوتن لمانځه ته جومات ته روان شو. همدا چې له جوماته راستون شو په هماغه شېبه يې کالي وکښل او د ناوې ترڅنگ پرېوت. له پرېوتلو سره سمدستي يې د ناوې سره د خپل وجود په جنگولو گوتې پورې کړې. د تېر په څېر يې د هغې غومبري په خوله کې ونيول او گوتو يې هم د هغې کلک تيونه په لاسو کې لربر کړل. د هغې لاس يې هم څو ځلې د خپلو پښو منځته ورتېر کړ او په خپلو لاسونو يې هم د هغې د نازک وجود هرځای لمس کړ ترڅو ځان او هغه دواړه کوروالي ته چمتو کړي، خو د لومړنۍ شپې ناروغي بيا پری مېلمنه شوه او چې هرڅه د دنيا زخمتونه يې وکاږل هېڅ شی ترې بود نه شو.
 سبا مازيگر بيا ډاکټر ته ورغی. ډاکټر بيا وپوښت:
– حاجي صاحب بيا څه درپېښ دي؟
حاجي له شرمه ډکه خندا وکړه.
– صاحب که بيا هغه گولۍ راته وليکی.
ډاکټر وپوښت:
– د څه شي د بواسيرو او که د مردۍ؟
– بواسير پر بلا ووله، مردي مې راجوړه کړه.
ډاکټر لومړی غلی شو. بيا يې وويل:
– بس د دې نسخې نه نورې ښې گولۍ نشته، که دې دا ځل کار ورنه کړ بيا نو …
ډاکټر غلی شو، او غوښتل يې خبره همداسې تېره کړي او په دې باب نور هېڅ ونه وايی، خو حاجي پرې نه ښود، ترڅو يې خبره بشپړه کړي نه وي:
– بيا نو لکه چې له مردۍ ولوېدم که څنگه؟
ډاکټر په خواشينې بڼه ځواب ورکړ:
– هو، حاجي صاحب! بيا نو داسی وگڼه چې له مردۍ ولېدلی يې.
حاجي په وارخطايۍ وويل:
– بيا را نه شم، که څنگه؟
ډاکټر ځواب ورکړ:
– هو، حاجي صاحب! بيا دې نو خپل عمر خوړلی.
حاجي په کراره له خولې ووتل:
– د خدای کارونو کې سړی هېڅ نه شي ويلی. دا يې وويل او خواشينی له کتنځايه راووت.
د شپې د مخه د دې چې پرېوځي، بيا يې گولۍ له ستوني تېره کړه او چې ښه ساعت پوره تېر شو بيا يې د ځان او د ناوې ښځی د راپارولو هڅې پيل کړې، خو دا ځل د راپارېدنې ټولې هڅې ناکامې وې.
شپه نوره په وتلو وه چې د حاجي د کوروالي هېڅ تجربو گټه ورنه کړه. حيران وو څه وکړي، ژر يې په زړه کې تېره شوه:
– ته راځه دا گولۍ واچوه، له دواړو به يو څه گوندې جوړ شي.
ژر يې بله گولۍ خولې ته کړه او چې بيا هم هرڅه بې گټې شول، نو په اوږدو چورتونو کې ډوب شو:
– اوس به نو خدای ته څه ځواب ورکوم. د ځوانې جانې ښځې ازار مې واخېست. کاشکې يو بچی خو مې ترې شوی وای، زما به په دې دنيا کې نورې څو شپې وې چې د دې خو يو اميد وای.
حاجي له ځانه سره دا پوښتنې کولې چې له مسجده بيا د ملا اذان واورېدل شو. د وروستي ځل لپاره بيا ښځې ته ورنږدې شو، خو وجود يې هماغسی سوړ او موړ وو. له غوسې يې ژر بيا بېواکه گوتې د گولۍ پاکټ ته ورغلې او لکه لېونی چې شي د يوې پرځای يې دا ځل دوه نورې گولۍ خولې ته واچولې. اوس نو د ده له ستوني د ده گېډی ته په شمار څلور گولۍ ورلوېدلې وې، خو دې گوليو نه يوازې دا چې مړنی او مېړنی نه کړ، بلکې راوپرځاوه يې او د زړه له زوره يې هم وروغورځاوه.
زړه يې ورو ورو ټوپونه پيل کړل، فشار يې ښه پوره اندازه ټيټ شو. له کټ لاندې راولوېد، په خوله کې يې ځگونه رامات شول:
ښځه يې وارخطا پاڅېده، د مخه تر دې چې دی وپوښتي، وارخطا مشرې بنې ته ورغله. مشرې ښځې چې د مېړه په خوله کې ځگونه وليدل، هم خورا وارخطا شوه. مېړه يې چې په سختۍ خبرې کولې، په داسې حال کې چې د زړه ټوپونه يې په زياتېدو ول او فشار يې هم ښه پوره راولوېدلي وو، په ستومانه غږ په ورو شان وويل:
– زه لکه چې درنه ځم، پخپله مې پرځان وکړل.
په دې شېبه کې درېيمه ښځه هم راغله ټولو پر يوځای چېغې او نارې سر کړې.
حاجي چې له خولې يې ځگونه راروان ول، ايله د زړه په زور وويل:
– ما ته بخشش وکړئ او پر ناوې پام کوئ!
ښځې يې په ژړا ورغبرگه کړه:
– داسې مه وايه، خدای ته وگوره، اوس خو دې ناوې هم اميدواره ده. موږ ټول چا ته پرېږدې.
د حاجي پر دې خبر لکه مړی چې راژوندی شي بېواکه له خولې ووتل:
– رښتيا!؟ ناوې بلاربه ده.
مشرې ښځې ځواب ورکړ:
– هو اوس ډاکټر راځي، مه وارخطا کېږه!
حاجي په دردمن او ستومانه غږ وويل:
– بس اوس دې نور مړ شم،چی د دوزخ له اوره په امان شوم.