کور / تازه خبرونه / لومړی يوناني پښتو قاموس جوړ او آنلاين سو

لومړی يوناني پښتو قاموس جوړ او آنلاين سو

ahmadwaliachakzai

يوناني کلتور د اروپايي کلتور زانګو ده. په همدې شان زړه يوناني ژبه د نننيو اروپايي ژبو مور بلل کيږي. همدغه زړه يوناني ژبه وه چي پکښي د فلسفې، رياضي، فلکياتو او نورو علومو عالمانو ليکنې وکړې. د دې تر څنګ يوناني طب تر نن پوري په يو او بل ډول د انسانانو په ژوند کي مهم رول لوبوي.

زړه يوناني ژبه او ننۍ عصري يوناني ژبه د ژبپوهنې د بېلو علمي څانګو له پاره زښتي مهمي ژبي دي. همدا وجه ده چي د نړۍ په تقريبا ټولو مهمو ژبو کي د يوناني ژبي قاموسونه موجوده دي. خو له بده مرغه چي په پښتو کي نه د زړې يوناني او نه هم د عصري يوناني کوم قاموس موجود ؤ. د همدغي تشي د ډکولو له پاره قاموسونه ټکی کام پروژې د عصري يوناني او پښتو يو قاموس جوړ او آنلاين کړ. تر کوم ځای پوري چي زه خبر يم، دغه د پښتو ژبي له پاره لومړی يوناني قاموس دی او د دې څخه تر مخه هيڅ ډول داسي قاموس نه ؤ ليکل سوی.

د يوناني پښتو دغه قاموس چي لا تر اوسه امتحاني بڼه لري، پکښي تر ۱۵۰۰۰ څخه زيات يوناني لغتونه په پښتو ژبه ژباړل سوي دي. نه يوازي د يوناني لغتونو پښتو معناوي ليکل سوي، بلکه د هر يوناني لغت ټرانسکرپشن کي هم ورسره ليکل سوی دی. د بېلګي په توګه د يوناني لغت ορφανός سره د پښتو د معنی «يتيم، بې پلاره، څوک چې پلار نه لري» تر څنګ د دغه يوناني لغت تلفظ orphanós هم ليکل سوی دی.

د يوناني پښتو په دغه قاموس کي د راغلو تقريبا ټولو يوناني لغتونو سره د هغوی بېل حالتونه هم ليکل سوي دي. د مثال په توګه که د مخکي ياد سوي يوناني لغت نوري بڼي لکه ορφανό | ορφανό | ορφανού | ορφανή | ορφανής | ορφανοί | ορφανές | ορφανά | ορφανών | ορφανούς ولټول سي، نو هم يې پښتو معنی ښودل کيږي. که دغه لغتونه هم د يادو ۱۵۰۰۰ يوناني لغتونو سره وشمېرل سي نو ښايي د ټولو يوناني لغتونو شمېر تر ۵۰۰۰۰ هم زيات سي.

دغه قاموس به انشالله ډېر ژر د قاموسونه ټکی کام په موبايل اېپس کي هم وراضافه کړل سي. د موبايل دغه مفت اېپس چي صرف هغه وخت کار کوي کله چي موبايل آنلاين وي، د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه يې د ډاونلوډ لينکونه موندل کيدلای سي.

د يادولو وړ ده چي قاموسونه ټکی کام د حکومتي، غير حکومتي او نورو منابعو څخه هيڅ ډول اقتصادي او غېر اقتصادي مرستي نه ترلاسه کوي. دغه پروژه صرف د يو کس (ما ناچيز احمدولي اڅکزي) له خوا چلول کيږي چي مقصد يې د پښتو او علم وده ده. خو دا چي د يو کس علمي، مسلکي، اقتصادي، زماني او نور ټول امکانات محدود وي نو د کار پايلي يې هيڅکله هم د يوې باصلاحيته او امکانات لرونکي مرجعې د کار ځای نه سي نيولای. خو دا چي په تيرو مياشتو او کالونو کي و يونان ته په زرهاؤ افغانان مهاجر سوي دي، نو هيله ده چي دغه امتحاني قاموس لږ تر لږه په بنيادي توګه تر يوې اندازې د هغوی او په مجموع کي د يوناني او پښتو ژبي د مينه والو سره کومک وکړي.

په آخر کي د پښتو او يوناني ژبي مينه والو ته د دغه قاموس د ليکل کېدو او آنلاين کېدو مبارکي وايم. زه د ټولو دوستانو څخه هيله کوم چي دغه اعلان پر خپلو انټرنټ پاڼو او د فيسبوک پر اکاونټونو خپور او شريک يا share کړي چي لا زيات خلک له دغه قاموس څخه مستفيد سي.

هيله ده چي زما مور او پلار او ما ته د خير دعا وکړئ.
په مينه
ستاسو خادم
دwww.Qamosona.com چلوونکی
احمدولي اڅکزی،
د ۲۰۱۶ کال د دسمبر لومړۍ نېټه، بون
__________________________________________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه