" /> " /> " /> " /> په هندوستان کښي يوې ۷۰ کلني مور غبرګوليان وزېږول – لراوبر ویب پاڼه
کور / هراړخیز / په هندوستان کښي يوې ۷۰ کلني مور غبرګوليان وزېږول video

په هندوستان کښي يوې ۷۰ کلني مور غبرګوليان وزېږول video

په هندوستان کښي د يوې ۷۰ کلني مور او ۷۷ کلن پلار چي دوې لوڼي او پنځه لمسيان يې درلودله تېره شنبه په (05-07-2008) نېټه لور او زوی پيدا سوه.  


دنوموړو دزوی زېږېدل یو خاص ارمان وو، ولي چي دوی او په هندوستان کښي ټولو میندو او پلرونو ته تر لوڼو زامن ورتېر دي او ددوی په نظر زوی تر لور ډېر څه کولائ سي .  اويا کلنه مور دخپل زوی په اړه داسي وایي: ” موږ به دی په ښه توګه سره وروزو او زه اميد لرم چي دی خپل ژوند په ښه توګه سره ترسره او زموږ خدمت وکړي .”


په نړيوال ريکارډ کتاب کښي ديوې ۶۷ کلني هسپانوی ښځي نوم نويشته دی چي دوه کاله مخکښي يې غبرګولي وزېږول خو له بده مرغه نوموړې اويا کلنه مېرمن دعمر سند نه لري ترڅو وکولائ سي دا ريکارډ مات کړي .