کور / تازه خبرونه / د ميدان وردګو د والي وياند”فيض الرحمن رحماني بېګنا وو””

د ميدان وردګو د والي وياند”فيض الرحمن رحماني بېګنا وو””


فيض الرحمن رحماني دکابل پوليتخنيک د انجينرۍ پوهنځۍ محصل تېر ماځيګر د وردګو ولايت د چک په ولسوالي کي د طالبانو لخوا په دار وځړول سو.
د نوموړي وژنه پر خواله رسنيو سخته غندل سوې ده.Faizurahman rahmani فيض الرحمن رحماني
 د طالبانو لخوا د ميدان ورګو د والي لخوا په ورکړه سوو معلوماتو کي ويل سوي چي فيض الرحمن د دوی د استخباراتو د مسول او قومندان ډاکټر ميرويس او د هغه د يوه ملګري د وژل کيدو په جرم په اعدام محکوم سو.
طالبان وايي چي فيض الرحمن د ملي امنيت لخوا د ډاکټر ميرويس د وژلو د پاره پنځه لکه افغانۍ او بې ږغه توپنچه ورکړې وه او زياتوي چي نوموړي پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

بله خوا د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل پېښه تائيد کړه او د شنبې په ورځ (قوس/لیندۍ ۱۳مه) ئې بي بي سي ته وویل؛ دغه محصل فیض رحمان رحماني د پنجشنبې په ورځ له کابل د میدان وردګو سیداباد سیمه کې خپل کور ته روان و چې طالبانو ونیوه.
نوموړی وايي چي د طالبانو استخباراتي مسول په خپل منځي شخړه کي وژل سوی وو او محصل فيض الرحمن په بېګنا توګه اعدام کړل سو.
طالبان بيا وايي چي په دې اړه کره اسناد او شواهد ډير ژر د ويډيو په بڼه خپروي.