کور / هراړخیز / په زابل کې دخبریالانو پر موټر چاودنه تصادفي نه وه

په زابل کې دخبریالانو پر موټر چاودنه تصادفي نه وه

دزابل ولایت په ښهرصفا ولسوالي کې دخبریالانو پر موټر شوې چاودنه په داسي حال کې شوې چې خبریالانو ته پر لاري دتګ اجازه ورکړل شوې وه . دخبریالانو دامنیت په موخه تر دوی وړاندي پر هم دغه لاره دپولیسو دوه رنجر موټران تېر شول او وروسته دخبریالانو موټر په نښه شو . 

Zabul زابل پر خبريالانو بريدپه پېښه کې دیوه کامره ماین په ګډون دوه خبریالان ټپیان شول چې دیوه روغتیا يي حالت یې داندېښنې وړ دی .

ټپي خبریالانو وویل چې ددوی پر موټر شوې بمي‌چاودنه دریموټ کنټرول په وسیله شوې ده .

دپېښي ویډیو يي اسناد ښيي چې تر دغه بمي برید سم دستي وروسته خبریالان له امنیتي‌ ساتونکو مرسته غواړي‌او هغوی ورباندي‌ خاندي . 

خبریالان وايي چې ددوی موټر دریموټ کنټرول بم په وسیله په نښه شوی دی . 

دغه مهال چې پېښه کېږي نېژدې شاوخوا یوازي‌ او یوازي‌ امنیتي ساتونکي او په شل متره کې یوه امنیتي پوسته موجوده ده .
دا سي ښکاري‌ چې په پېښه کې شته امنیتي‌ ساتونکي لاس لري او حکومت ته په کار دي چې ددې پېښي جدي پلټنه وکړي . 

دزابل والي‌ بسم الله افغانمل وویل چې دپېښي پلټنه کوي او ژر به له رسنیو سره نورجزیات شریک کړي . 

دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې  په دغه بمي برید کې طالبان لاس نه لري‌او دوی په هڅه وکړي چې دخبریالانو پر موټر دشوي‌برید پوره پلټنه وکړي  . 

دیادولو وړده چې خبریالان حق لري چې پېښي تر پوښښ لاندي‌راولي‌او ددوی تحفظ په جګړه کې پر ښکیلو غاړو فرض دی . 

افغان حکومت چې تر ډېره بریده ظاهرآ دبیان پر آزادي‌ عقیده لري‌په کار دي ددې موضوع پلټنه وکړي‌، کنه ښايي په سیمه کې دآزادو رسنیو خولې بندي سي .