کور / هراړخیز / ملنګ انقلابي علي باران

ملنګ انقلابي علي باران

عصمت الله زهير

د استبداد او دیکتاتورۍ ، مرییتوب او غربت په خلاف یو رښتونی ملنګ انقلابي علي باران چي تر وروستۍ سلګۍ د فکرونو بدلولو په مبارزه کي فعاله پاته سود خپلي برخي د رڼا څراغ یې په ظلمتونو کی روښان وساتلو  …

په سیاسي ، فکري او نظریاتي توګه علي باران یو مخلص ترقي پسند او په مارکس ازم بلد دیانتدار خواخوږی ملګر وو ، د نهرو نېشنل ازم سخت مخالف هم وو  …

علي باران د یو جمهوري سوچ او جمهوري رویې نوم دی څه مهال چي په افغانستان کي ثور انقلاب بریالی سو زیات خوشاله په دې وو چي په یو وروسته پاته بزګره ټولنه کي یو جمهوري بدلون رامنځ ته سو دا بدمرغه د پښتني ټولني مضبوط تیکون به نور دمنځه یوسي د افغانانو او مستعمره پښتنو ملي تحریک ته به د نوي خوځښت پیلامه وګرځي 

دا چي وایو علی باران د یو جمهوري سوچ او جهموري رویې نوم دی نو دا د ارواښاد یا د ناصر ټکی په دې ملنګ انقلابي پوري پیوندول به یې روح ناقراره کړي ځکه چي دا ملنګ انقلابي د یوه داسي ریالیستي سوچ او اپروچ څښتن وو چي د حق ،انصاف او رڼا سوچ دی د دیموکراسۍ او ملت پالني سوچ دی د ظلم ، استحصال، غلامۍ ، پوځي دیکتاتورۍ په خلاف د مزاحمت د سوچ نوم علي باران دی … 

ما علي باران په لومړي ځل د MRDد تحریک په شپوکي په ۱۹۸۵ءکلونوکي د پوځي رژیم په خلاف په لومړي ځل د مزاحمت په حالت کي لیدلی دی ، د جناح روډ د ریګل هوټل مخ ته چي د بجلۍ کومه تمبه ولاړه وه تریوه خوا یې مولوی نصرالله لاس کښلی وو د ضیاء رژیم خلاف یې وینا اوروله ، د تمبې تر دا بله خوا دې ملنګ انقلابي علي باران لاس را ګرځولي وو د جلاد جنرل ضیاء خلاف یې وینا اوروله …

ملک امان کاسی، میراخان مندوخیل، امان بازئی ، عبدالرحمن ایسوټ او د نورو ګوندونو کارکنان ورباندي را ټول وو، وروسته مولوی نصرالله او علي باران پولیسو ګرفتار کړو…

علي باران او تر هغه را وروسته زموږ تر پړاوه د پښتون قومي تحریک د مزاحمتي سیاسي دورې زیږنده یو ، هم دغه د تحریک د تودې مبارزې ورځي وې …

د پښتون قومي تحریک ملی اهدافو ته د نه رسېدو مهم ټکی هم دا کېدلی سي پارلیماني مرعاتو ته پر ملي اهدافو اولیت ورکولی سو د مزاحمت پرځای د مفاهمت تګلاره غوره وبلل سوه …

خپل ملنګ انقلابي ما تل په کوټه کي د کتابونو پردکانونو لټولی او لیدلی وو کله دعصمت سینما سره د چاچا عبدالحق بلوڅ پردکان او کله پرلیاقت بازار د عبدالجبارکاکړ پر روښان کتاب پلورنځي او په دا اخرکي د غورځنګ پر کتاب پلورنځي …

کتاب لوستل یې ترهرڅه خوښ کار وو ، یوازي دا نه چي کتاب یې لوستلو د کتاب تحلیل یې هم په بشپړه توګه درسره شریکولو …

سیاسي پېشن ګويي کول یې یوبل کمال وو، د نجم سیټي پشان یې کومه مرغۍ نه درلوده خو تجزیه به یې په اخره نتیجه کي هم هغه د علي باران تجزیه ثابته سوه ، د مثال په توګه…

د MRDمرکزي غونډه چي شیث هوټل جناح روډ کي وسوه ، د علي باران تجزیه دا وه چي دا د MRDوروستۍ غونډه سوه …

رښتیاهم په دا سبا په پېښور کي په مطبوعاتي کانفرنس کې دMRDتابوت ښخ کړو …

علي باران د یو سیاسي او مترقي سوچ سره، سره د ادب سره زیاته مینه درلوده په خصوصیت سره د اجمل خټک، او سلیمان لایق شاعري یې زیاته خوښوله او د رنځوري جنسي او درباري شاعري یې کلک مخالفت به کولو د تره کي صاحب ناولونه یې په ډېر خوند سره لوستلو…

په دا اخره کي ملا بسم الله المعروف عارف افغاني د علامه نیازفتح پوري په ٫٫ من و یزدان،،هم بلد کړو مطلب په دا اخره کې د مذهب په اړه مطالعه بیخي پراخه سوه …

داسي مخلص، زحمتکش او روښنفکره څوک به وختونو را پیدا کیږي او تروختونو به پر زړونو او فکرونو واکمني کوي …

روح یې تل خوشاله …

د نړیوالي مرکې دې یاد غونډي ته په درنښت