کور / تازه خبرونه / سلګونه ولسي وګړو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د هلمند د والي او د ملي امنیت رییس خدمتونه وستایل

سلګونه ولسي وګړو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د هلمند د والي او د ملي امنیت رییس خدمتونه وستایل


سلګونه ولسي وګړو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د هلمند د والي او د ملي امنیت رییس خدمتونه وستایل چې د خپل ارام وخت یې هم د ولسونو هوساینې ته ځانګړی کړی دی.
قومي مشرانو حیات الله حیات ته د سنګر ساتونکي والي لقب ورکړ او وویل، چې د ملي امنیت رییس تورن جنرال محمد یاسین خان پخپل ښه مدیریت د دولت وسلوالو مخالفینو ته درانه تلفات واوړل.
ولسي مشران وايي، چې د خپلو اتلو امنیتي ځواکونو قربانۍ ستایني او هیڅکله به د خپلو ویاړلو مشرانو ستړیاوې او مثبت فعالیتونه هیر نکړي.
قومي مشر او د غونډې یوه سمبالګر ښاغلي مطیع الله مطیع وویل، چې د هیواد ساتنې او خلکو څخه دفاع لاره کې زموږ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي، چې پر مټ یې دښمن له ناکامۍ سره مخ شو

.
ښاغلي مطیع دغه راز وویل، چې والي حیات د یوه سنګر ساتونکي په توګه د جګړې لومړۍ کرښو ته سفر وکړ او تر اخره یې د هلمند ولسونه یواځې پرینښودل.
نوموړي همدا راز د ملي امنیت رییس تورن جنرال محمد یاسین یو زړه ور او په وطن مین جنرال یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د ښه مدیریت په اساس یې د ملي امنیت ځواکونو د ښار له کمربندو په بشپړه میړانه دفاع وکړه. ښاغلي حیات د امنیتي ساحې د پراخولو ډاډ ورکړ او له ولسونو یې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه؛ ځکه په خبره یې د هغوی له ملاتړ او همکارۍ پرته ستونزې نه حل کیږي.
قومي مشرانو د غونډې وروستي برخه کې د هلمند والي حیات الله حیات او د ملي امنیت رییس تورن جنرال محمد یاسین ته د اعزاز پګړۍ په سر کړې او ورته یې ولس ته د ښو اواغیزمنو خدمتونو په اساس ستاینلیکونه ورکړل

خبریال: صدیق الله پوپل کندهار

.