کور / تازه خبرونه / په هالنډ کي افغان سفير او دوو دپلوماتانو د پناغوښتني په موخه دندي پرې ايښي دي

په هالنډ کي افغان سفير او دوو دپلوماتانو د پناغوښتني په موخه دندي پرې ايښي دي

په هالنډ کي د افغانستان سفير او د لوړو زدکړو پخوانی وزير پوهاند ډاکټر عبيدالله عبيد، د نوموړي سياسي سلاکاره مېرمن صالحه سنجر او دريم سکرټر علي رضا د دندي د مودې تر پوره کيدو وروسته ددې پر ځای چي بيرته افغانستان ته ولاړ سي د سياسي پناه غوښتنه کړې ده. يوه بله سرچينه بيا وايي افغان سفير دا مهال په المان کي د پناهندګۍ لپاره په تياري او د پناه غوښتلو هيواد په انتخاب بوخت دی.
ويل کيږي چي سياسي سلاکاره او دوهمه سکرټره صالحه سنجر په کاناډا کي د پنا غوښتنه کړې او دريم سکرټر په يوه بل هيواد کي ځان پټ کړی دی. د هالنډ په هاګ کي د افغانستان سفارتAfghan ambassy The Hague Holland
 لراوبر ته يوې بلي سرچينه وويل چي علي رضا هم د پناغوښتني په موخه کاناډا ته رسيدلی دی.

تر دوی مخکي په هالنډ کي د افغانستان لومړني جنرال کونسل چي سلطاني نوميدی او تر هغه وروسته د وليزاده په نوم يوه بل جنرال کونسل هم د قانوني وخت د پوره کيدو سره افغانستان ته له تګ څخه ډډه کړې وه او په اروپا کي مېشت سوي دي.
که څه هم د ډاکټر جمراد جمشېد، ښاغلي نبيل او ډاکټر عبيد په اړه لږ شکايتونه اوريده کيدل خو په هالنډ کي افغان سفارت له پيل څخه تر اوسه پوري د جميعت ګوند او نظار شورا تر مستقيم اغېز لاندي دی او دلته په ځانګړې توګه له پښتنو سره په پرلپسې توګه د مور او ميرې چلند کيږي.
#هالنډسفارت