کور / تازه خبرونه / په برتانيا کي د افغانستان شارزدافير او ۲ دپلوماتانو سياسي پنا اخستې ده

په برتانيا کي د افغانستان شارزدافير او ۲ دپلوماتانو سياسي پنا اخستې ده

د پخواني ولسمشر حامدکرزي وياند، په برتانيا کي د افغانستان د لوی سفارت سرپرست او شارژدافیر سيامک هيروي (#هروی) د خپلي دندي په وروستيو کي د خپلي کورنۍ سرۂ يو ځای په انګلستان کي پناه غوښتې ده او افغانستان ته د بيرته ستنيدلو څخه لاس پر سر سوی دی.سيامک هيروي هروي siamak hirawi
باوري منابع وايي چي د انګلستان سفارت دوه نورو لوړ پوړو ديپلوماتانو هم د خپلي دندي پای رسيدو مخکي له خپلو کورنيو سره يو ځای د سياسي پناه غوښتنه کړيده.
سيامک هروي د رسمي او سياسي دندو تر څنګ په پارسي ژبه ليکوالي هم کوي چي ځيني داستاني اثار يې د مينه والو په منځ کي ښه شهرت لري.

د يادوني وړ ده چي په نژدې تېر وخت کي په هالنډ کي هم د افغانستان سفير، مستشاري او يوه بل ديپلوماټ له سفارته پښې سپکي کړي دي.
يوې باوري سرچينې لراوبر ته وويل چي په تېر کال کي ۱۶۰ ديپلوماتان او د سياسي پاسپورټونو لرونکي چارواکو په بېلابېلو هيوادونو کي سياسي پنا غوښتې ده.
ددغه ډول پناغوښتونکو لويه برخه په جميعت ګوند پوري تړلي کسان ښوول سويدي.
#هالنډ_سفارت
#افغان_سفارت