کور / تازه خبرونه / په لغمان کي ۱۲۰۰۰ بيرته راستنېدونکو کډوالو کورنيو ته ښارګوټی پرانستل سو

په لغمان کي ۱۲۰۰۰ بيرته راستنېدونکو کډوالو کورنيو ته ښارګوټی پرانستل سو

Laghman
دغه ښارګوټی چې د مرکز مهترلام اړوند بابا صاحب دښتې په شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه کې به ودان شي پکې د ۱۲۰۰۰ زره راستنیدونکو کډوالولپاره هستوګنځایونه،مسجدونه،شنې ساحې،تجارتي ساحي ،تفریح ځایونه، ښوونیز او روغتیا يي مرکزونه په پام کې نیول شوي دي، خوشبختانه نن ورځ دکډوالو او بېا راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي هم لغمان ته راغلی ؤ او زموږ سره يې ددغه ښارګوټي دپرانستې او مهاجرینو ته د هستوګنې دنمرو په ویشنه کې رسماً برخه واخیسته او ټولو ته يې ډاډ ورکړ چې وزارت به يې راستنو شویو کډوالو ته د هستوګنځایونو دبرابرولو ترڅنګ دژمنیو مرستو او هر اړخیزو اسانتیاؤ په چمتوکولو کې رغنده ګامونه واخلي.
یاده دې وي چې دنمرو ویشنه به د ولایتي ادارې او موظف کمیسیون تر څارنې لاندې په شفاف ډول ترسره شي او ټولو هغو کورنیو ته چې له مهاجرت څخه دغه ولایت ته راستنیږي، دلغمان وي او دمهاجرت اسناد په لاس ولري دغه ښارګوټي کې چې دټولو ګډ کور دی د موظف کمیسیون او طرز العمل سره سم به ورته دهستوګنې نمرې ورکړل شي. 
دپوهنې، عامي روغتیا، ټولګټو چارو او کورنیو چارو وزراتونو ترڅنګ مو له ټولو هغو ادارو چې ولسي خدمات وړاندې کوي توقع ده چې په دغه ښارګوټې کې خپل اړوند برخو ته اړینه پاملرنه وکړي،څومره چې ژر کې د اوبو او روغتیا يي خدماتو رسولو،سرکسازۍ او نورو اړینو اړتیاوو په پوره کولو کې خپل ځانګړي پروګرامونه په کار واچوي،څوراستنې شوې کورنۍ چې دژوند له سختیو ډیرې ځوریدلې د هوساینې او ارام ساه واخلي.