کور / تازه خبرونه / د میدان وردګوولایت لپاره نوی امنیه قوماندان وټاکل سو.

د میدان وردګوولایت لپاره نوی امنیه قوماندان وټاکل سو.

د میدان وردګوولایت لپاره نوی امنیه قوماندان وټاکل سو.

د میدان وردګو ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان مل پاسوال احمد فهیم قایم د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي مرستیال مل پاسوال غلام حسین اوریاخیل لخوا د ولایت والي  انجنیر ځنډي ګل زماني ،او نورو چارواکو ته ور وپېژندل شو.
مل پاسوال غلام حسین اوریاخیل وويل مرکزي حکومت ته د ميدان وردک ولایت د یوې دروازې حیثیت لري او دوی ژمن دي چې د هرې ممکنې لارې دغه ولایت له امنیتي پلوه خوندي کړي..
د میدان وردګو والي  انجنیر ځنډي ګل زماني وويل: د جرمونو پر وړاندې مبارزه او د قانون پلي کول هغه څه دي چې د دې ولایت اوسېدونکي ورته تر هر څه ډېره اړتیا لري او هیله یې څرګنده کړه چې نوی امنیه قوماندان وکولای شي د میدان وردګو ولایت اساسي غوښتنو او ستونزو رسیدنه وکړي ..
ښاغلي زماني له نوي امنیه قوماندان څخه وغوښتل چې له ولایت مقام او نورو امنیتي ځواکونو سره په پوره همغږۍ د دې ولایت د نهو اداري واحدونو امنیت کابو کړي .
امنیه قوماندان مل پاسوال احمد فهیم قایم وویل چې د ښاغلي والي په مشرۍ او مشوره به کوښښ کوي چې په دې ولایت کې د دښمن هرنوع فعالیتونو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او هیڅلکه به د هیواد سولې او ازادۍ دښمنانو ته اجازه ور نه کړي ترڅو خپلو شومو موخو ته ورسیږي..

پاتې د نه وي چې په دې غونډه کې د ملي امنیت رئیس، د ولایتي شورا رئیس، د ولایتي شورا مرستیال، او غړي، ګڼ شمیر ملکي او پوخي ادارو مسئولینو ګډون کړئ وه.

خبریال: صدیق الله پوپل