کور / تازه خبرونه / کندهار:ولايت مقام د هوايي ډګر د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړه

کندهار:ولايت مقام د هوايي ډګر د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړه

 

ولايت مقام نن سهار د کندهار هوايي ډګر له هغو ۵ ښځينه او يو کندهار ۵ ښځينارينه کارکوونکي له کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه چي درې ورځي مخکي د دوو ترهګرو له خوا په شهادت ورسېدل.
دغه مرسته چي د شهيدانو هري کورنۍ ته يو لک افغانۍ او څه اندازه خوراکي توکي ول، د ولايت مقام د اداري او مالي رئيس عبدالحنان منيب، د هوايي ډګر رئيس احمدالله فيضي او د طبيعي پيښو په وړاندي د مبارزې رئيس مسعود پښتون له خوا وروسپارل سول.
ښاغلي عبدالحنان منيب له رسنيو سره په خبرو کي وويل: موږ نن د هوايي ډګر د قربانيانو له کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه، البته دا يوازي د دوی يوه يادونه او له دوی سره خواخوږي ده. موږ به له دوی سره نوري مرستي هم وکړو او دوی زموږ په زړونو کي ځای لري.
ښاغلي منيب د يوې پوښتني په ځواب کي وويل چي د کندهار ټولي امنيتي ادارې د دې پيښي جدي څېړنه کوي او امنيتي ځواکونه د پيښي د عاملينو په لټه دي.
د کندهار هوايي ډګر رئيس احمدالله فيضي وويل چي له دغو کورنيو سره به لا هم مرستو ته دوام ورکړي او که د دوی له کورنيو څخه هر څوک بيا هم په هوايي ډګر کي کار کولو ته زړه ښه کړي، نو بې له قيده به هغوی په دنده وګماري.
د فريدې په نوم د شهيدي سوي مېرمني ورور لعل محمد وويل: دښمن دي دا فکر نه کوي چي دوی ووېرېدل، موږ به پر دې وطن سر قربانوو، ان که د کورنۍ هر څومره غړي له لاسه ورکړو. ترهګرو دا يو ډېره ناوړه او بزدلانه عمل وکړ.
هغه زياته کړه چي کندهار والي تېر ماښام زنګ ورته وواهه او د دوی له کورنۍ سره يې خواخوږي وکړه.
د نجيلا په نوم د يوې بلي شهيدي مېرمني خاوند نيازمحمد وويل: خسر مي په ملي اردو کي دنده درلوده او څه وخت وړاندي په ځانمرګي بريد کي شهيد سو. بيا د هغه لور چي زما مېرمن وه، د قابلې په توګه دنده پيل کړه، تر هغه وروسته يې په هوايي ډګر کي کار پیل کړ او بالاخره دا دی د شهادت مقام ته ورسېده. زه هم دنده لرم او بيا به هم د خپلي خاوري لپاره خدمت کوم. افغانستان زما دی او زه د افغانستان يم. زما بچيان به هم د دې خاوري خدمت کوي. هيڅوک نه سي کولای چي دا خاوره زموږ څخه جلا کړي يا موږ له دې خاوري جلا کړي.