کور / هراړخیز / نیلوفر رحماني ولې افغانستان پرېښود؟

نیلوفر رحماني ولې افغانستان پرېښود؟

Nilofar Rahmani and Jafar Haand

له دریو ورځو پرلپسې هڅو وروسته مې پر تیلیفون د افغانستان له تر ټولو یوې ځوانې او کم عمره پیلوټې، نیلوفر رحماني، ‌سره خبرې وکړې. په ۲۰۱۳ کال کې مو د بي بي سي د نړیوال تلویزون لپاره د هغه پر ژوند او مسلک راپور جوړوه، وخت وټاکل شو او د کابل نړیوال هوايي‌ډګر ته څېرمه د هغوی مرکز ته ورغلو. موږ پر وخت خپل ځای ته ورسېدو، خو د دفاع وزارت یوه مطبوعاتي مسول‌ چې له موږ سره یې د دغې مرکې په برابرولو کې همکاري ‌کوله،‌ په خندا یې راته وویل “نیلوفر مروره شوې مرکه نه کوي!  “ مګر ولې؟ “بس هسې نازولې ده، هېڅ په هېڅ مروره شوې ده“. زه هک حیران ودرېدم، په اصل کې موږ ته له نیلوفر سره د ایساف د مطبوعاتي‌ دفتر په همکارۍ د مرکې زمینه برابره شوې وه. خپل بهرني‌ همکار ته مې وویل چې له ایساف سره خبرې وکړي‌ او ورته دې ووايي‌ چې نیلوفر رحماني مرکې ته چمتو کړي. هماغسې وشول. موږ یې د کابل د هوايي ډګر د قومندان دفتر ته وبللو، قومندان په خپله نیلوفر ته تیلیفون وکړ، د قومندان او د نیلوفر د مکالمې انداز داسې نه و لکه یو مشر چې له کشرې سره خبرې کوي،‌ ما داسې وانګیرله لکه یو مشر چې کوم مرور ماشوم/ماشومه پخلا کوي، ښايي قومندان د افغانستان په هوايي‌ ځواک کې د نیلوفر په څېر د افغان پیغلو د موجودیت په ارزښت پوهېده او په هېڅ‌صورت یې هم نه غوښته چې کوم ستونزه جوړه شي او د نیلوفر او ورته نورو ځوانانو زړه مات شي. قومندان نیلوفر خپل دفتر ته راوبلله. نیلوفر په خپل مسلکي یونیفورم کې دفتر ته له ننوتلو سره نظامي‌ سلام وکړ او قومندان سره یې په لاس روغبر وکړ.  هغه ډېره زړه وره معلومېدله او د خبرو پر وخت یې ما پر مخ هېڅ ډول فشار او تاثیر احساس نکړ. د قومندان په دفتر کې ځیني نور نظامي‌افسران هم ناست وو، قومندان نیلوفر ته وویل ما امر کړی چې ټول مشکلات دې همدا نن حل شي، نیلوفر غوښتل چې څه ووايي‌ قومندان یې خبرې ورپرې کړې او ورته یې وویل اوس ورشه او له دغو ژورنالستانو سره مرکه وکړه چې ډېر وخت کیږي ستاسو انتظار کوي. قومندان موږ ورته معرفي کړو، له لنډ تعرف وروسته،‌ د قومندان له دفتر نه ووتلو او د نیلوفر د الوتکې ترڅنګ مو ورسره مرکه وکړه. نیلوفر روانه انګلیسي‌ غږېدله او لهجه یې هم نه درلوده، ما په اول کې فکر وکړ چې شاید په اروپا او یا امریکا کې لویه شوې وي،‌خو هغې راته وویل چې نه یوازې ۱۰ میاشتې یې‌ په امریکا کې د انګلیسي‌ژبې ځانګړی درس ویلی. هغه په افغانستان کې تر ټولو ځوانه پیلوټه بلل کیږي/کېده. له مرکې ورسته مې ورڅخه پوښتنه وکړه “  پوهیږم چې تاسو ډېر لوی کار کوي او رښتیا هم چې افغانستان تاسو غوندې کدرونو ته ضرورت لري.‌ په کاري ‌ماحول او یا له کاره د باندې خو به له کومې ستونزې سره مخامخ نه يي؟“ نیلوفر چې ما سره دري او ډېره ارامه غږېده، وویل “مشکلات مه یادوه، یو خو نه دی، کوم به یې درته ووایم. طالبان خو پریږده، آن زموږ خپلوان زما کورنۍ ته پیغورونه کوي،‌چې لور مو پیلوټه شوې او له نارینوو سره پروازونه کوي کورنۍ مو ډېره زوریږي. مور او پلار مې خوشحاله دي….. “. ما ورته وویل خیر تاسو خپل کار کوي،‌ خلک چې هر څه وايي‌ پروا یې مه کوئ. نیلوفر وویل “  یوازې دا مشکل نه دی. معاش راته په وخت نه راکوي، د موټر لپاره تیل چې اچوم ۲۰ کسانو ته به مکتوبونه وړم. هېڅوک راسره مرسته نکوي، ټول راته مشکلات جوړوي. دا نن مې قومندان ته وویل چې که مې په موټر کې تیل اچوئ مرکه کوم،‌ که یې نه اچوئ نه یې کوم، قومندان خپله مهربانه سړی دی، خو نور همکاران مې همکاري‌ نکوي“.  نیلوفر راسره د زړه خواله کوله چې له شا نه د افغانستان د دفاع وزارت یو مطبوعاتي مسول، چې زموږ مکالمه یې اورېدله، نژدې راغی او زموږ په خبرو کې یې ځان ګډ کړ “  ګوره بي بي‌ جانې! زما دا ۳۰ کاله کیږی چې همدلته کار کوم. سختۍ مې ګاللې،‌معاش راته په وخت نه دی رسېدلی، د موټرو لپاره یې تیل راته نه دي ‌اچولي او ډېر نور مشکلات مو ګاللي‌ دي،‌ خو هېڅکله مو شکایت نه دی کړی. تاسو ځوانکان چې راغلي یاست په نه خبره مروریږئ‌ او په نه خبره پخلا کیږئ، وظیفه خو داسې نه کیږي…..“.  د هغه غږ ورو ورو جګېده، نیلوفر یې ځواب ونه وایه او یوازې یې ماته کاته، شاید ما ته یې ویلي وي که دې زما په خبرو باور نه کیږي،‌ واخله دا یې هم ثبوت.

اوس خبر شوم چې نیلوفر رحماني افغانستان پرېښی او په امریکا کې یې سیاسي‌ پناه اخیستې ده‌.

زما ( د جعفر هاند) یادښتونه