کور / راپور / کندهار:د هوايي ډګر د ښځينه کارکوونکو د وژني په تور څلور کسان نيول سوي دي

کندهار:د هوايي ډګر د ښځينه کارکوونکو د وژني په تور څلور کسان نيول سوي دي

د هوايي ډګر د ښځينه کارکوونکو د وژني په تور څلور کسان نيول 

کندهار ولايت دامنيت امر وايي چي دغو کسانو دوه اونۍ وړاندي په کندهار ښار کي د هوايي ډګر پنځه تنې ښځينه کارکونکي او يو موټر چلونکى وژلي دي او په خپلو جرمونوهم اعتراف کوي .

هغه وايي چي له دې  ډولي سره په تړاو دوه تنه نور هم دپوليسوتر پلټنو لاندي دي چي له وسله والو طالبانو سره اړيکي لري .

په ورته وخت کي نيول شوي کسان هم خپل جرمونه مني او وايي چي دغه کار يې ديوه  طالبان قوماندان په امرد پنځه زرو افغانيوپه بدل کي  تر سره کړى دى .

د کندهار دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر وايي چي دپوليسو د پلټونو په لړ کي د هوايي ډګر د پنځه تنو ښځينه کارکونکو او يوه موټر چلوونکي په تور يې څلور تنه نيولي دي چي ياد کسان پر خپل کړي جرم اعتراف کوي .

هغه وايي دغي ډلي په ښار کي غلچکي بريدونه تر سره کول او دوسله والو طالبانو له ډلي څخه دي .

د نوموړي په وينا چي دغي ډلي پر دې سربيره څه موده وړاندي په خاکريز ولسوالى کي د زهرو په واسطه ديوې امنيتي پوستې لس تنه پوليس هم وژلي دي اويوميل هغه تومانچه هم ورسره نيول شوې ده چي ښځينه يې پرې وژلي دي .