کور / خبرتیا او پيغامونه / دارواښادپوهاندمحمدحسن کاکړپه ویرکې

دارواښادپوهاندمحمدحسن کاکړپه ویرکې

Dr. Hassan Kakar پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ

 

په  ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چه دهیواد بې ساری نامتومورخ‍ ،وطنپال لیکوال، خپلواک  

ژورنالیست ، په ملي اونړیواله کچه پېژندل شوی تاریخي، فرهنګي اوملي ځلانده شخصیت  پوهاندډاکټرمحمدحسن کاکړدکاناډا په هیوادکی په حق ورسید .

انالله و اناالله راجعون

ارواښاددڅولسیزو راپدي خوا آن  د ژوند  تر پایه پوری دتاریخې، سیاسي،ادبې اوعلمي کتابونوپه لیکلواوژباړلوکې فعال پاتې شو . ارواښادپه  ازادی مین  اوډیروطنپال ملي شخصیت وو. 

  زه دکابل پوهنتون پخواني استادپه  توګه  د اروښادمحمدحسن کاکړ په ویرکې ځان شریک ګڼم  . دارواښاد مړینه  دافغان ولس لپاره خو په تیره بیاد پښتون قوم لپاره يوه لويه  نه جبران کیدونکې  فرهنګی ضايعه بولم،

 ارواښاد ته دالله ج څخه  جنت الفردوس او محترمي کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم او د خواخوږی مراتب وړاندی کوی.

روح دی ښاد وی

په درنښت

الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ

 

سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده

څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده

مــا ويـــل څه دي ښکليه ګله ولي ژاړې؟

ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده

نازوانا