کور / خبرتیا او پيغامونه / د لومړيتوب ويبپاڼي ادارې خپل کاري دوه کلن يون کتنه کړې ده

د لومړيتوب ويبپاڼي ادارې خپل کاري دوه کلن يون کتنه کړې ده

Lomritob لومړيتوبد لومړيتوب تېر دوه کلن ژوند

د دوه کالو په پوره کېدو سره لومړیتوب وکولای شول چې د پښتو ژبې په رسنیو خپل دریځ تثبیت  او ځانګړي ځای خپل کړي، اوس په پښتو رسنیو کې یو ځانګړی نوم دی، یو داسې نوم دی چې د پوهې او ښوونې د کلیمو په اورېدو سره اوس د هر لوستي افغان په ذهن کې یو ځل د لومړیتوب انځور منځ ته راځي، لومړیتوب د پښتو ژبې هغه یواځېنی سایټ دی چې د یومشخص هدف په لرلو او پاللو سره یې په پښتو رسنیو کې یوه نوې لار پرانېسته او په ښه کلکو ګامونو وړاندې ولاړ، سره له دې چې د لومړیتوب موخه اود هغې پالل په پښتني او په ټوله کې په افغاني ټولنه کې له ستونزو تش نه دی خو بیا هم لومړیتوب دغه خنډونه او ستونزې په ځواکمنو هڅو ورو ورو له منځه یو وړل او لایې له منځه وړي.

لومړیتوب یو پوهنیز، ښوونیز او مسلکي سایټ دی، چې تر دې دمه یې د خپلې ټاکلې پالیسي په بنسټ همدغه موخه او لاره پالې او څارلې ده او وړاندې تللی دی، د دوه کلونو په بهیر کې لومړیتوب ۴۵۲۰ پوهنیزې، مسلکي او ښوونیزې لیکنې پښتو او پښتنو ته ډالۍ کړې دي چې دا  پښتو او پښتنو ته یوه ستره لاسته راوړنه ده.

لومړیتوب د خپل تیر دوه کلن ژوند په بهیر کې له ډيرو ستونزو سره هم مخ و، لومړنۍ ستونزه داوه چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په وروستیو میاشتو کې  د لومړیتوب هغه ګڼ شمیر لیکوال همکاران چې د لومړیتوب په پيل کې یې په خپلو غوره علمي او ښوونیزو لیکنو  د لومړیتوب لاسنیوی کړی و، یو ناڅاپه  د لومړیتوب ملګرتیا پرېښوه چې دا د لومړیتوب لپاره یو ګوزار او یوه ستونزه وه،  دا چې دوی ولې دغه ملګرتیا پرېښوه لامل یې تر اوسه څرګند نشو خو د دوی هر یو، ذبیح الله ایمان، ګل رحمان رحماني، حبیب وقار، جاوید صدیقي، نظیم سمون، نذیر سهار، ډاکټر محب الله زغم ،سیف خوستی، نجیب الله اخترزی، شفیق امیرزی او داسې نورو درنولیکوالو چې ځای به یې  تل د لومړیتوب د همکارو لیکوالو په لړ کې تش وي، لومړیتوب لا تر دې ده د دوی همکارئ  ته سترګې په لار دی.

سره له دې چې پورتنیو همکارانو د لومړیتوب ملګرتیا پرېښوه خو بیا هم لومړیتوب خپله لار و وهله او نږدې په هره اونۍ کې لومړیتوب یو نوی هڅاند همکار وموند، چې اوس د همدغو هڅاندو همکارونو  او نورو څو تنو مخکنیو همکارانو  په مټ لومړیتوب د بریالیتوب په پوړیو ورخیږي، له دغه همکارانو نه موږ په ځانګړي ډول  له ښاغلو حمیدالله حمیدي، عطامحمد میاخیل، سید اصغر هاشمي، محب الله ارمل، ګل اغا احمدي، مشتاق رحیم، فرید عاطف، محمد عارف رسولي، بصیر الحق عادل، پوهاند مجاور احمد زیار، اسدالله الفت، عنایت الله حافظ، محمد حامد اکبري، عبدالقدیرمطفي، عبدالحق ثاقب هزارناوی، تواب خپلواک، ډاکټر محمد ابراهیم شینواری، طاهر ساپی، رفیع الله ارمان، نصیر کوټوال، ذبیح الله رحیمزی، الهام الله بابر او اغلې محبوبه اکبر  له درنو نومونو نه یادونه کولای شوو، دوی پرته له دې چې کومه مادي ګټه ترلاسه کړي، پرلپسې پښتو ژبې ته یې علمي لیکنې یا ولیکلې یا یې وژباړلې، دوی نه یواځې د لومړیتوب لاسنیوی وکړ، بلکه په پښتو ژبه کې یې د علمي لیکنو او ژباړو  پانګه غني کړه، ورسره یې د خپلو ښوونیزو علمي لیکنو په مټ د ډیرو هیوادوالو ځوانانو د ژوند د چارو د ستونزو په حل کې لاس نیوی وکړ چې دا خپله یوه ستره لاسته راوړنه ده.

د لومړیتوب یوه بله ستونزه دا ده چې د پښتو ژبې د لوړ عمر نوموتي  لیکوال له لومړیتوب سره تر دې دمه ان د یوې لیکنې په کچه هم  همکارې درلودلې نه ده، ښايي په دې برخه کې ځينې داسې لاملونه شته وي چې موږ یې تر دې دمه په موندلو بریالي شوي نه یوو، خو په دې برخه کې موږ ته د دروند استاد پوهاند مجاور احمد زیار صیب نوم بیل دی، د پښتو او پښتنو له پاره د زیار صیب هڅې او علمي کار لکه لمر روښانه او پر هر پښتون یې د پلوشو د رڼا او تودواله احسان پروت دی، چې لومړیتوب او د لومړیتوب لوستوونکي هم د پوهاند زیار د لورینو احسانمند دي، پوهاند زیار په خپل دغه لوړ عمر کې د کرار او استراحت پرځای د ژوند ډيرې شیبې یې پښتو او پښتنو ته د کار لپاره ځانګړې کړې دي چې د دغه چوپړ د حق ادا کول به یې موږ ته دومره اسانه نه وي.

 

لومړیتوب ځوانو لیکوالو په پښو درولی، ځوانو لیکوالانو له لاس نیولی او ځوانو لیکوالو ورته ځواک ورکړی دی، لومړیتوب یو سیاسي یا کوم سوداګریز ویب سایټ نه دی، چې لیکوال ته دې مادي ګټې ورسیږي، خو بیا هم ځوانانو خپل ملاتړ ورسره ساتلی دی، دا د دې څرګندویي کوي چې د پښتون قام ځوان کهول څومره پښتو ژبې اود پښتون قوم  د لوړتیا، بې پرې خدمت او په پښتون قوم کې د پوهي خپرولو ته ژمن دی، څومره ارمانجن او څومره ورته د کار تږی دی.، دوی زموږ رښتني اتلان دي، لومړیتوب پرې ویاړي.

د لومړیتوب اداره ژمنه ده چې د د داوړ هڅاندو ځوانانو د هڅونې او ملاتړ لپاره خپلې ټولې شونتیاوې به کاروي.

 

د لومړيتوب اداره